تاند – د هندوستان حکومت پاکستان ته اخطار ورکړ چې که هندي تبعه، کلبوشن یادیو، ته یې د مرګ سزا ورکړه پاکستان به یې سختې پایلې وویني.
د پاکستان یوې نظامي محکمې د اپریل په ۱۰مه کلبوشن یادیو ته د مرګ سزا واوروله.
د هندوستان د بهرنیو چارو وزیرې سوشمه سواراج د پاکستانۍ محکمې له خوا د هندي تبعه محاکمه غیرعادلانه وګڼله او ویې ویل چې که پاکستان داسې څه وکړي چې د کلبوشن ژوند ته خطر پېښ کړي هند به ډېر مخکې لاړ شي.
سوشمه وویل، «زه د پاکستان حکومت ته خبرداری ورکوم چې که په دې موضوع کې مخکې ځي، زمونږ د دوه اړخیزو اړیکو پایلې دې په پام کې ونیسي»
پاکستان وایي چې هندي تبعه، کلبوشن، په پاکستان کې استخباراتي فعالیتونه کول، په داسې حال کې چې د هندوستان د کورنیو چارو وزیر راجنت سنګ وایي چې کلبوشن یو سوداګر دی او له ایران سره یې سوداګریزې چارې پرمخ بوولې چې پاکستاني امنیتي ځواکونو وتښتاوه.
ویل کیږي چې د پاکستان د پوځي استخباراتو اداره، آی اېس آی، له تېرو څلوېښتو کالونو راهیسې په ځانګړې توګه د جهادي تنظیمونو، طالبانو او داعش تر پوستکي لاندې په افغانستان کې په مستقیم او غیرمستقیم ډول فعالیتونه ترسره کوي چې هره ورځ لسګونه افغانان وژني.