تاند- ولسي جرګې نن /چهارشنبه/ د دې جرګې د څلورو استازو غړیتوب د اوږدې غیرحاضرۍ له کبله وځنډاوه.
دا پرېکړه د ولسي جرګې په عمومي غونډه کې وشوه.
د جرګې غړیو وویل، دا څلور تنه، د ولسي جرګې امتیازونه، لکه معاش اخلي خو د جرګې غونډو ته نه ورځي.
پروین درانۍ، احمد بهزاد، فرشته انوري او بشیر احمد (ته ینج) ځنډول شوي وکیلان دي.
ته ینج د دوهم مرستیال ولسمشر رشید دوستم ویندوی دی او بهزاد د روښنايي غورځنګ له مشرانو څخه دی.
په کار دی چې څارنوالۍ ته حاضر کړای شي او د غیرحاضرۍ په وخت کې اخیستل شوی معاش بېرته ترې واخیستل شي او د دولت خزانې ته داخل کړای شي.