د ننګرهار ولايت چارواکي وايي ، په دې ولايت کې مېشت اهل هنود افغانان دي او له نورو افغانانو سره مساوي حقوق لري.

دوی وايي : هر هغه څوک ، چې د ا هل هنودو د حقوقو د پښو لاندې کولو هڅه وکړي ولايت مقام له لوري به جدي غبرګون سره مخ شي.

دوی دغه څرګندونې په ننګرهار کې د اهل هنودو د مذهبي ميلې ويساک په درې سوه نولسمې کليزې په نمانځغونډه کې وکړې.

نږدې پنځه سوه کاله وړاندې افغانستان ته د ا هل هنودو بابنانک راغلی ، چې دهېواد په بېلابېلو سيمو کې يې دوخت په تېريدو سره نفوذ وکړ او نسلونه يې افغانان شول .

په ننګرهار کې مېشتو اهل هنودو د سې شنبې ورځّې راهيسې د مذهبي ميلې ويساک جشن او ميله پيل کړې ، چې د پنجشنبې په ورځ به پای ته ورسيږي.

په مراسمو کې سلاکار وزير او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل په هېواد کې په ځانکړې توګه په ننګرهارکې مېشتو اهل هنودو ته د مذهبي جشن ويساک د مبارکۍ ويلو ترڅنګ هغوی افغانان وبلل او ټېڼګار يې وکړ ، چې له نورو افغانانو سره مساوي حقوق لري.

دښاعلي منګل په خبره هندوانو او سکانو له افغانانو سره يو ځای ملي ورځې نمانځلي او په نورو ملي مراسمو کې يې له افغانانو سره سمه ونډه اخستې .

سلاکار وزير او ننګرهار والي زياته کړه هر هغه څوک ، چې د ا هل هنودو د حقوقو د پښو لاندې کولو هڅه وکړي ولايت مقام له لوري به جدي غبرګون سره مخ شي.

محمد ګلاب منګل وويل دې ولايت ته په راتګ سره يې دهندوانو او سکانو هغه هيلې پوره کړې ، چې له کلونو يې غوښتنه کوله .

منګل وويل په جلال اباد ښار کې يې دهندوانو او سکانو لپاره دځانګړي ښوونځي د بنسټ ډبره کېښوده ،چې د شپږو مياشتو په موده کې به د سويډن موسسې په مالي مرسته جوړ شي .

نوموړي له هندوانو او سکانو هم مننه وکړه ، چې د ياد ښوونځي لپاره يې ځمکه ورکړه.

سلاکار وزير او ننګرهار والي دا هم وويل په نږدې موده کې به په سره ردو ولسوالۍ کې د سلطانپور چينو د احاطې د جوړولو چارې د کليو او پراختيا وزارت د نهه ميلونه افغانيو په لګښت پيل شي.

منګل په دې ولايت کې مېشتو هندوانو او سکانو ته ډاډ ورکړ ،چې دنورو حقوقو دورکړې ترڅنګ به په دې ولايت کې دځمکو دغصب مخنيوي کمېسون په مرسته د دوی غصب شوې ځمکې هم راوګرځوي .

نوموړی وايي هندوان او سکان هم دنورو افغانانو په څېر په افغانستان کې دکار اوبار حق لري او ژمنه يې ورسره وکړه ، چې ګډ امنيتي ځواکونه به يې په هر ډول شرايطو کې دسر او مال ساتنه کوي.

په دغه مراسمو کې د ولايتي شورا منشي ذبيح الله زمري وويل دهېواد اساسي قانون په دې هېواد کې افغان هندوانو او سکانو ته حقوق ورکړي ، چې په خبره يې هېڅوک يې ورڅخه نشي اخستلای .

زمري زياته کړه د هېواد په ملي شورا کې اهل هنودو ته دوه څوکۍ منل شوي او ډاډ يې ورکړ ، چې د ولايت مقام سره په همغږۍ به د اهل هنودو د ژوند ښه والي ته کار وکړي.

په دې ولايت کې د مېشتو اهل هنودو د مذهبي جشن ويساک د دويمې ورځې په نمانځه کې په ننګرهار کې دهند قونسل ، د ولايت پخواني مرستيال محمد حنيف ګرديوال ، د ننګرهار حج او قافو رئيس مولوي عبدالظاهر حقاني ، د جلال اباد ښآروال حميدالله افغان ، په ختيځ زون کې د لومړي نمبر لوا قوماندان سمونوال محمد ايوب حسين خېل ، د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهندوی ببرک مياخېل ، د دې ولايت د سولې ولايتي کمېټې مشر ملک نذير ، د اطلاعاتو او کلتور رئيس اورنګ صميم ، د ننګرهار امنيه قوماندانۍ ادارې مرستيال قاري اميرخان لېوال او ګڼو نورو د دولتي او غېرې دولتي ادارو مسولينو او استازو په خپلو خبرو کې په دې ولايت کې له مېشتو هندوانو او سکانو مننه وکړه ، چې په ملي مراسمو او نورو نمانځغونډو کې يې سمه ونډه اخستې .

ويناوالو وويل افغانستان د ټولو ګډ کور دی او پکې مېشت ټول هندوان او سکان افغانان دي .

دمراسمو ګډون والو هندوانو او سکانو ته د دوی د مذهبي جشن ويساک مبارکي ورکړه او دهر راز همکارۍ ژمنه يې ورسره وکړه.

اهل هنو دو وينا والو له ورغلو مسوولينو مننه وکړه ،چې له دوی سره يې په يادو مراسمو کې ګډون وکړ او ژمنه يې وکړه ، چې له افغانانو سره به په ټولو ملي مسايلو کې د تېر په څير برخه اخلي.

د اهل هنودو لپاره د ۹ میلیونه افغانیو په مالي لګښت د ځآنګړي ښوونځي د ودانۍ جوړولو چارې پيل شوې .

د سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل په هلو ځلو او د سویډن کمیټې په ۹ میلیونه افغانیو مالي لګښت د اهل هنودو لپاره د ځآنګړي ښوونځي د ودانۍ د جوړولو چارې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پیل شوې .

په دې مراسمو کې د ننګرهار والي سربېره،اهل هنودو مشرانو،ولایتي شورا غړو، د پوهنې،سویډن کمیټې او یو شمیر نورو ادارو مسؤلینو ګډون کړی و.

سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د اهل هنودو د مشرانو څخه مننه وکړه،چې د خپلو اولادونو د روزنې په موخه یې د درمسال اړوند اته بسوې ځمکه د ښوونځي جوړولو په موخه د پوهنې ادارې په واک کې ورکړه .

نوموړي همدا راز د سویډن کمیټې څخه هم مننه وکړه،چې د یاد ښوونځي د ودانۍ جوړولو نهه میلیونه افغانیو لګښت کې د پوهنې ادارې سره مرسته وکړه او زیاته یې کړه، یاد ښوونځی به د ۸ میاشتو په موده جوړ شي،چې ۹ خونې،۵ تشنابونه،د پاکو اوبو څاه، میز لرونکي څوکۍ او نور ضروري ملحقات به ولري .

ننګرهار والي د اهل هنودو سره ژمنه وکړه،چې د دوی تاریخي او مذهبي سلطانپور چینې د احاطې جوړولو چارې به د نږدې ۹ میلیونه افغانیو په لګښت د روانې میاشتې په ترڅ کې پيل کړي .

د ولایتي شورا منشي ذبیح الله زمري د یاد ښوونځي د چارو په پیل کېدو خوښي وښوده او د ننګرهار والي،پوهنې ریاست او سویډن کمیټې څخه یې مننه وکړه،چې د اهل هنودو هېوادوالو د اولادونو د روزنې په موخه یې د ځآنګړي ښوونځي د جوړولو په چارو کې هلي ځلي ترسره کړي دي .

د اهل هنودو کلانتر میرسنګهـ خوږیاڼي وویل،د تېرو دیرشو کلونو راهیسې هلې ځلې ترسره کړي،ترڅو اولادونو ته یې د روزنې په موخه د وخت مسؤلین ځانګړی ښوونځی جوړ کړي،خو د سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل څخه یې مننه وکړه،چې په یاده برخه کې له دوی سره ځآنګړې مرسته وکړه او د دوی اولادونو ته یې په رسمي ډول د ښوونځي د جوړولو چارې پيل کړې .

د یادونې وړده،اوس مهال په ننګرهار کې د اهل هنودو اولادونو ته د دوی په مذهبي درمسال کې د پوهنې ادارې په مرسته د څلورو ښوونکو له لورې زده کړې ورکول کیږي .

په وسله والو نښتو کې د ماشومانو حقوقو ته د لاس رسي ترسرليک لاندې د ننګرهار په کار او ټولنيزو چارو رياست کې يو ورځنی ورکشاپ ترسره شو.

د جوړ شوي ورکشاپ پر مهال د ننګرهار کار او ټولنيزو چارو رئيس عبدالحکيم شيرزاد وويل : پدغه ورکشاپ کې د ختيځو ولايتونو اويا تنو د پوليسو افسرانو ګډون کړی و .

نوموړي زياته کړه د ماشومانو د حقوقو خونديتوب د ټولنې د هر وګړي مسوليت دی بايد ددغې مهمې پروسې د تطبيق لپاره مبارزه وکړي .

د شيرزاد په وينا د ماشومانو سالمه رزونه د راتلوونکي لپاره د خوښيو زيری ورکوي او د ټولنې مخور شخصيتونه بايد پدې برخه کې خپل مسوليت درک کړي .

د کار او ټولنيزو چارو ريس د ورکشاپ له ګډونوالو غوښتنه وکړه ، چې له ورکشاپ څخه زده کړي موضوعات د کار په ساحه کې په رښتني توګه پلي کړي.

د دولسم ټولګيو فارغانو ته د کانکور چمتووالي کورس کې د ګډون په موخه د پوهنې ریاست او خراسان پوهنتون ترمنځ هوکړه ليک لاسليک شو.

ننګرهار والي محمد ګلاب منګل په هڅو د خراسان خصوصي پوهنتون او پوهنې ادارو له لوري د جلال اباد ښار ۱۵ سوه د دولسم ټولګيو فارغانو ته د درې میاشتني وړیا کورس جوړولو په موخه تړون لاسليک کړ.

دغه هوکړه ليک د وري په ۲۳مه ولایت مقام کې په داسې حال کې لاسليک شو، چې د ولايتي شورا غړو، پوهنې ، ننګرهار پوهنتون، پېښو پر وړاندې چمتووالې ادارې رئیسانو، د خراسان پوهنتون رئیس او د جلال اباد ښاري لېسو مديرانو هم ګډون درلود .

سلاکار وزير او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل وويل، د دې هوکړه لیک له مخې به د درې میاشتو په موده کې د دې ولایت ۱۵ سوه د دولسم ټولګیو فارغانو ته د کانکور د چمتوالې په برخه کې زده کړې ورکړل شي او هیله یې څرګنده کړه،چې سږ کال به ډیری ځوانان د لوړو زده کړو په موخه د هېواد په کچه بېلابېلو پوهنځیو ته بریالي شي.

نوموړي د خراسان خصوصي پوهنتون او مثبت بدلون ټولنې له مشرانو مننه وکړه، چې خراسان پوهنتون د ۱۵ سوه د دولسم ټولګیو فارغانو ته د کانکور د چمتوالې په موخه د وړیا کورس فعالولو او همدا راز د مثبت بدلون ټولنې مشر د کانکور چمتوالې په موخه ۵ زره ټوکه کتابونه ترتیب او تر چاپ وروسته یې د دې ولایت د پوهنې ادارې سره مرسته وکړه .

ننګرهار پوهنتون رئيس ببرک مياخېل هیله څرګنده کړه،چې سږ کال به یو ځل بیا د شفاف کانکور ازموینې په ترڅ کې د دې ولایت زرګونه ځوانان لوړو زده کړو ته لاره پیدا کړي او د لوړو زده کړو خصوصي نورو مؤسسو څخه یې هم غوښتنه وکړه،چې ورته اقدامات ترسره کړي .

د ولایتي شورا منشي ذبيح الله زمري له ننګرهار والي مننه وکړه، چې د خراسان پوهنتون مسئولین یې وهڅول،ترڅو د دې ولایت د دولسم ټولګیو فارغان د کانکور لپاره د چمتوالې په موخه په وړیا درې میاشتنیو کورسونو کې شامل کړي او هم یې د مثبت بدلون ټولنې له لورې د چاپ شوو کتابونو له امله ستاینه وکړه .

د پوهنې رئیس استاد الله داد اسماعيلزي د یاد نوښت له امله د ننګرهار والي څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه، یاد روزنیز پروګرام ته به د دیرش سلنه نجونو په ګډون د دولسم ټولګیو هغه فارغان ور وپېژني،چې د نمرو فیصدي یې تر ۷۰ نمرو لوړه وي .

خراسان پوهنتون رئيس کمال طارق وویل،تېر کال د پوهنې رياست له لوري ورته ۱۲۰ تنه پيژندل شوي و، چې په خراسان پوهنتون کې په وړيا ډول جذب کړل او زیاته یې کړه،د سږ کال په ترڅ کې به د کانکور ازموینې سره د ښې بلدتیا په موخه د یادو پنځلس سوه فارغانو څخه په درې مرحلو کې د کانکور ازموینه واخلي.

په همدې حال کې د پوهنې رئیس او خراسان خصوصي پوهنتون رئیسانو ترمنځ د کانکور چمتو والي درې مياشتي وړيا کورس هوکړه ليک لاسليک او د مثبت بدلون ټولنې مشر عبدالبصیر سباون له لورې د کانکور چمتوالې په موخه چاپ شوي پنځه زره ټوکه کتابونه د پوهنې رئیس ته ورکړل شول .

په جلال اباد ښار کې د ښاري نظم ټينګښت په موخه جوړ شوي ګډ کميسون د ښار په بيلابيلو برخو کې د بې نظمۍ د مخنوي په موخه کمپاين ترسره کړ.

د ښاروالۍ مسولين وايي : د ترسره شوي کمپاين په ترڅ کې د بريښنا بې نظمه کيبلونه پرې شو او هم هغه هټيوال ، چې په پلو لاور کې يې د خرڅلاو لپاره توکي ايښي و هټۍ يې د جريمې په توګه ددريو ورځو لپاره وتړل شوې.

د جلال ښاروالۍ او ورسره د ښاري نظم ټينګښت په موخه جوړ شوي ګډ کميسون غړو د ښار په يو شمير برخو کې د بې نظمۍ د مخنيوي په موخه د بريښنا بې نظمه کيبلې پرې کړې او هم يې هغه هټيوال ، چې پلې لارې يې بندې کړې وې هټۍ يې د جريمې په توګه ددريو ورځو لپاره وتړل شوې .

د جلال اباد ښاروالۍ د څار او ارزونې امر عبيدالله اغا وويل : په ښار کې د بې نظمۍ مخنيوي کمپاين يې د ننګرها روالي په لارښوونه پيل کړی او ترهغې به دوام وکړي ، څو په ښار کې د بې نظمۍ مخه نه وي نيول شوي .

د نوموړي په خبره په ښار کې د بريښنا بې نظمه کيبلو د ښار ښکلا زيانمه کړې ، چې په نږدې راتلوونکې کې به د بريښنا رياست په همکارۍ ښار له بې نظمه کيبلونو څخه پاک شي .

د جلال اباد ښاروالۍ د څار او ارزونې امر په ښار کې د بې نظمۍ لامل د نفوسو زياتوالی او د ښاروالۍ کار کونکو کمښت په ګوته کړ .

بل لورته مدني فعال نوراغا ځواک د جلال اباد ښاروالۍ فعاليتو نه وستايل او زياته يې کړه په ښار کې د يو شمير زورواکانو ناقانونه کړنو ښار بې نظمه کړی او پدې برخه کې يې له مسولينو غوښتنه وکړه ، چې پروړاندې يې قانوني چلند وکړي.

د ننګرهار ولايت د اطلاعات او فرهنګ رياست د اطلاعاتو امر په دې ولايت کې د غږيزو او انځوريزو رسنيو له استازو سره د دوی د نشراتي بهير په اړه د ولس د نيوکو او سپارښتنو په اړه ګډه غونډه وکړه.

دا غونډه چې د سې شبنې په ورځ د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رياست په عامه کتابتون کې جوړه شوې وه په کې د ديارلسو غږيزو او انځوريزو رسنيو استازو ګډون کړی و.

په پيل کې د اطلاعات او فرهنګ رياست د اطلاعاتو آمر شېرشا همدرد د خبرو پر مهال د رسنيو استازو ته سپارښتنه وکړه، چې د رسنيو د قانون د تطبيق، په خپرونو کې ملي او اسلامي ارزښتونو ته درناوی او پاملرنه په خپلو لومړيتوبونو کې راولي او خپلې خپرونې د اسلامي او ملي ارزښتونو په رڼا کې پياوړې کړي.

نوموړي زياته کړه، چې هره رسنۍ بايد د خپلو ټولو کارکوونکيو شهرتونه په رسمي ډول د اطلاعاتو اميت ته ور ولېږي، چې د رسنيو استازو ته د ستونزې پر مهال د هغوی هويت ثابت او لازمه همکاري ورسره وشي.

همدرد ټينګار وکړ، چې د اصولو له مخې بايد هره رسنۍ د خپلو خپرنيزو موادو ارشيف ولري، چې د اړتيا پر مهال د ځان د سپيناوي لپاره ترې ګټه واخلي.

د مزل راډيو مسول شامحمود شينواري خبرې وکړي او د رسنيو په وړاندې د پرتو ستونزو د يادونې تر څنګ يې له دولته غوښتنه وکړه، چې له رسنيو دې د برېښنا د لګښت او ماليې په برخه کې ځانګړی رعايت وکړي.

شفيق الله رحماني، نصرت الله صاحبزاده، اتل خان او فردوس حضرتي هم د رسنيو په وړاندې پرتې ستونزې يادې کړې، چې د حل په موخه يې د اطلاعاتو له امريت څخه د لازمې همکارۍ غوښتنه وکړه.

د ناستې په وروستۍ برخه کې په ننګرهار کې د غږيزو او انځوريزو رسنيو د ټولنې لپاره ازادې ټاکنې وشوې، چې په ترڅ کې يې د رايو په اکثريت سره استاد شفيق الله رحماني د رئيس، شامحمود شينواری د مرستيال، نصرت الله صاحبزاده د منشي او اتل خان يې د مالي او اداري مسول په توګه د يوه کال لپاره وټاکل شول.

په ننګرهار کې مېشتو اهل هنودو د خپلې مذهبي ميلې ويساک درې سوه نولسمې کليزې نمانځل پيل کړل.

د اهل هنودو دغه مذهبي جشن او ميله به درې ورځې دوام وکړي.

په ننګرهار کې مېشت اهل هنود د خپل مذهبي جشن ويساک ، چې د دوی کلنۍ مذهبي ورځ ده، هر کال د ځانګړو مراسمو په ترسراوي سره نمانځي.

اهل هنود خپله دا کلنۍ ميله په دريو ورځو کې په ډيرې خوښۍ د بيلابيلو ځانګړو مراسمو او دودونو په کولو سره ترسره کوي.

د سې شنبې په ورځ اهل هنودو خپل مذهبي کتاب ګرنګ له مرکزي درمسال څخه واخېست او د سره رود سلطانپور چينو ته يې يوړ.

د اهل هنودو کلانتر ميرسنګ خوګياڼيوال

ورغلو ميلمنو ته د ښه راغلاست تر څنګ د سره رود ولسوالۍ له مسولينو او قومي مشرانو مننه وکړه، چې د دوی مراسمو ښه ترسراوي په موخه يې دوی ته ښه چاپيريال برابر کړی و.

د سره رود ولسوال سيد علي اکبر سادات اهل هنودو ته د دوی د ورځې مبارکي وويله او ډاډ يې ورکړ، چې خپل مراسم په ښه امنيتي فضاء کې ترسره کړي.

وروسته د اهلي هنودو د مرکزي درمسال وياند د ويساک جشن او ميلې په تاريخي بهير رڼا واچوله.

نوموړي وويل: چې دلته د ويساک ميلې د پيل ورځ تيروي او بيا پاتې نورې دوه ورځې د ځانګړو مراسمو په ترسره کولو سره د جلال اباد په مرکزي درمسال کې تيروي.

د ننګرهار ولايت په روداتو ولسوالۍ کې په لسګونه جريبه ځمکه د کوکنارو له کښت څخه پاکه شوه.

دکوکنارو د له منځه وړلو ياد کمپاين د نشه يي توکو پرضد د مبارزې وزارت د پلان او د سلاکار وزير او ننګرهار والي په لارښونه پيل شوی ، چې د سې شنبې په ورځ د روداتو ولسوالۍ په مزينې سيمه کې په لسګونه جريبه ځمکه د کوکنارو له کښت څخه پاکه شوه.

ياد کمپاين ، چې د غني خېلو ولسوال عبدلوهاب مومند په مشرۍ تر سره شو د روداتو ولسوال حضرت خان خاکسار،د دوربابا ولسوال هميشه ګل، د مومندرې ولسوال محمد نسيم ، دلعلپورې ولسوال قاضي طارق ، د اچين ولسوال ډاکټر اسماعيل، دنازيانو ولسوال معلم معشوق ، د ولايت کارپوه سبحان الله او ديادو ولسواليو امنيه قوماندانانو يې ملتيا کوله.

مسوولين وايي: د کوکنارو د لمنځه وړلو دغه کمپاين به تر هغې دوام وکړي ، څو په شينوارو زون کې ټارګيټ شوي کوکنار لمنځه يووړل شي.

دا په داسې حال کې ده ،چې له تېرو څو ورځو راهيسې ددې ولايت په يو شمېر ولسواليو کې د کوکنارو د لمنځه وړلو په موخه کمپاين پيل شوی ،چې د مسوولينو په خبره تردې مهاله په سلګونه جريبه ځمکه د کوکنارو له کښت څخه پاکه شوې ده.

يو. اين .هبېتات ادارې د ننګرهار له ښار جوړونې رياست سره د کاري وسايلو مرسته وکړه.

د ښارجوړونې رئيس عبدالقهار حيدري وايي :د يو اين هبېتات ادارې له لوري ورسره د اته قلمه وسايلو پلاټر،کمپيوټر، جي-پي – ايس ، لايزرمټر او قرطاسيه مرسته ترسره شوه.

حيدري وايي: اوس کولی شي د دې وسايلو په مرسته هغه کارونه چې پخوا به يې په مياشتو کې ترسره کول په څو ورځو کې يې ترسره کړي.

دښار جوړونې رئيس زياتوي دغه تازه مرسته شوي وسايل دپنځه سوه اووه ديرش زره افغانيو ارزښت لري.

نوموړی وايي :تشکيل يې کم دی،خو دتشکيل له ورکړې وړاندې ورته اړونده وزارت د مسلکي پرسونل دقراراداد په بڼه داستخدام لارښوونه کړې.

په جلال اباد ښار کې موټر سایکل سپور قاتل ونیول شو.

ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ښار د دویمې ناحیې په مربوطاتو کې تېره شپه شاوخوا اوه بجې د ننګیالي په نوم یو هټیوال چې پلی روان و،د دوو تنو موټر سایکل سپرو له لورې په ډزو سره شهید کړای شو.

امنیتي منسوبینو د دې پېښې د رامنځته کېدو سره سم سیمې ته رسیدلي او د یادو دوو تنو څخه یې یو تن چې د چپرهار ولسوالۍ اوسیدونکی دی،د دوه میله تفنګچو سره یو ځای نیولی .

له نیول شوي کس څخه د لا زیاتو معلوماتو د تر لاسه کېدو په موخه څېړنې دوام لري.

د درې قوماندانانو په ګډون ۴۹ داعش وسله وال ووژل شول .

ننګرهار ولایت د اچین ولسوالۍ په مربوطاتو کې د حمزه په نوم د پیل شوو عملیاتو په ترڅ کې د تېرو څلرویشت ساعتونو پر مهال د هوایي او ځمکنیو بریدونو له امله د درې قوماندانانو په ګډون ۴۹ داعش وسله وال وژل شوي دي او ګڼ شمیر وسلې او مهمات هم د داعشیانو تخریب شوي دي .

په وژل شوو داعشیانو کې دولس تنه بهرنیان دي .

د کانال د خرما ونې به د ژمنې سره سم سږ کال حاصل ورکړي.

د کانال ریئس انجینر غلام حضرت عبدلرحیمزي په وینا، څو کاله وړاندې د متحده عربي آماراتو په مرسته د کانال د هډې فارم اړوند څلویښت جریبه ځمکه کې د کجورو شاوخوا ۴۰۰۰ ونې وکرل شوې، چې د حاصل لپاره یې ګل کړي او د یو لړ تخنیکي فعالیتونو وروسته به حاصل ورکړي .

بل خوا د خرماباغ مسؤل عبدالقیوم اطرافي وایې په باغ کې د ګردې ورکولو پروسه روانه ده، چې بوټې د حاصل لپاره آماده شي، اطرافي زیاته کړه تر اوسه په سلګونو د خرما بوټې ګلان نیولي چې سږ کال مو ترې د حاصل طمه ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *