د چګ وردګ روغتون د بندچک ولسوالۍ د خوات په سمسوره او زرغونه سېمه کې موقعیت لري، دغه روغتون د یوې آلمانۍ بشردوسته میرمنې کارلاشیفټر(karla Schefter ) لخوا په خورا عصري توګه رغول شوی، مالي چارې یې هم د دې پرغاړه دي. روغتون کې ټول هغه طبي وسایل شته چې د یوناروغ په درملنه او تشخیص کې اړین وي.
روغتون په فزیکې او کمي بڼه هېڅ کمی نلري خو له معنوي او کیفي اړخه ډېرې نېمګړتیاوې لري، له معنویت څخه مې منظور د بې تجربه ډاکترانو لخوا د ناروغانو معاینه او دطبابت د اخلاقو او صحي کلتور کمی دی.
له بده مرغه په دغه روغتون کې له ناروغانو سره د روغتون د ډاکترانو او کارکوونکو له خوا ناوړه چلند کیږي. په لومړیو کې هغه مهال چې کارلاشیفټرله دغه روغتون څخه لیدنه کوله، په روغتون کې ټولې چارې په سم ډول سمبالېدې، هرڅه سم وو،له چک سربېره له دایمردادولسوالئ سید اباد ولسوالۍ او ان کابل اوغزنیه دغه روغتون ته ناروغانو مراجعه کوله،اوس چې کارلا دامنیتي ستونزوله امله نشي کولای له روغتون څخه لیدنه وکړي دروغتون هر څه نیږدي له هېڅ سره برابردي، ترټولو بد هغه یې له ناروغانواوپایوازانو سره دیاد روغتون د ډاکترانو اوکارکوونکو ناوړه سلوک اوچلند دی.دتشخیص اودرملنې پرمهال دناروغ احترام اود ډاکترانو،نرسانواو روغتیایي کارکوونکو لخوانیک سلوک او مهربانه چلند د ناروغانو له حقوقو څخه ګڼل کیږي،ناروغان تر درملود ډاکترانو لخوا مناسب چلند او تسکین ته ډېره اړتیا لري، تجربو ښودلې چې د ډاکتر ښه چلند د ناروغ په روغتیا کې ډیره ونډه لري،له بده مرغه په چک وردګ روغتون کې ناروغ له بد چلند سره مخېږي، د ښه کېدو پرځای یې ناروغي یو په دوه کیږي .
نوموړي روغتون ته د ډاکترانو دناوړه چلند له امله ډېری کسان خپل ناروغان دټوپ دښتې روغتیایی مرکز،دسید آباد ولسوالۍ سپین کلینک او یا کابل ته انتقالوي. ډېر محتاج کسان خپل ناروغان دغه روغتون ته ور وړي،په یاد روغتون کې د ذکر شویو مشکلاتو په باب ډېر څه شته چې دټولو یادول اړین ندی.
څه موده مخکې په یاد روغتون کې یوې سپین سرې چې دشکرې ناروغي یې درلوده ،دوینې معایناتوته انتظار اېستلوپه څه کم 12:00 بجو، سپین سرې چې دسهار چای یې نه وو څښلی وچه ډوډۍ په مرۍ کې نښتي وه، بېچاره ډېره تکلیف وه،ساه یې بنده وه نیږدې وه چې مړه شي، ډاکتران د ډوډۍ خوړولو ته روان وو،پایواز یې ډېر ورخطاه وو،ها خوا دېخوا ته يې منډې وهلې، له یو ډاکتر سره مخ شو دناروغ مشکل يې ورته بیان کړ،ډاکتر ورته وویل: ته انتظار شه! اوس خو د ډوډۍ وخت دی. له اوږده ځنډ وروسته دسپین سرې مړۍ تیره شوه،ساه پکې وچلېده ،له روغتون یې موتر ته په تذکره کې یوړه او رخصت شول.
دغه راز څو کاله وړاندې سخت ژمی وو بې شانه واورې وي ،یوکلن ماشوم دسینه بغل له امله په همدې روغتون کې بستر و،دپنجشنبې ورځ وه،دماشوم په لاس کې بند کنول خطاه و،ماشوم ډېر تکلیف و،پایواز یې هم ورخطا ښکاریده،دهغه ورخطايي لدې امله وه چې سبا جمعه وه، ډېرو ډاکترانو ته یې دکنول بندولو عذر وکړ،خو چا قبول نکړ، ټولو ورته یوه خبره کوله چې داکار دفلاني ډاکتر دی، ماشوم ډېر سخت په عذاب و سبا هم جمعه وه،دمریض پایواز ته دفلاني ځواب داوه چې ځه ځه ! ته احمق یې رخصتي هم نه پېژني زه وخت نلرم پسې لاړ !!!
پکار ده دچک ولسوالۍ ،مشران،متنفیذین او اړوند مسوولین دې برخې ته خاصه پاملرنه وکړي،له ناروغ سره د ناسم سلوک او هم د ناسمې درملنې په باب دروغتون ډاکتران وهڅوي ترڅو له دغه غیر مسلکي او ناوړه چلنده لاس واخلي خپل سپېڅلي مسلک ته ژمن واوسي .
عبدالمتین حمیدي
مشهوره معقوله ده وایي په کوم ځای کې چې کار کیږي حتمي ده چې ستونزې به وي اوکوم ځای کې چي کار نه کیږي هلته به ستونزې کمې یا صفر وي. هر څه چې لیکم زما شخصي نظر دی ځکه هر څوک حق لري که پري بې ثبوته تور لګیږي د خپل ځانه دفاع وکړي؛ کوم ورور چې تاند رسنۍ ته د داسي چا په خوله راپور لیږلی دی، چې د هغې غوښتنې به د هغه د خپل منفي شخصیت د درلودلو او د عقلاني والي په بنیاد د نه برابروالي له امله نه وي منل شوې، ډیر بي اساسه او د چک ولسوالی د تقریبا یو لک شاوخوا نفوس سره ظلم او زیاتی بولم ځکه غواړم دده د ادعا په اړه ماده واره لیکنه وکړم:
دا به انصاف نه وي چې هغه روغتیایې خدمات کوم چې د چک په روغتون کې عرضه کیږې داسې نادیده ونیول شې لکه دې ځان غوښتونکو چې نیولي دي. دا کوم انصاف او د شریعت او طبابت اخلاق دي چې کوم ډاکتر چې همدې روغتون کې ١٢-١٥ کاله وخت تیر کړی د همدې خلکو خدمت یې کړی او تر اوسه یې شکایت نه دی شوی خو اوس ورته د بي تجربه، د طبابت او صحې اخلاقو د کمبود او د ناروغانو سره په ناوړه چلند تورنیږي، هغه هم داسې خواخوږې ډاکتران چې دمریض په مقابل کې حتي د ضرورت په وخت کې دخپلې وینې په ورکولو هم بسنه نه کوي چې په لسهاوو نمونې یې دلته شته نو څنګه به امکان ولري چې په خپله سیمه کې دې ناروغ ته داسې خبرې وکړې لکه کوم پټ سترګي چې لیکلې دي چې دا ویلی شم چې نوموړي شخص په خپل دې بې بنیاده خبرو نه یوازې د چک د روغتون د ټولو روغتیایي کارکوونکو بلکه د مکملې ولسوالۍ د خلکو سپکاوی کړی دی. که ریښتا یو څوک د اخلاقو استاد وي او نورو ته د بي اخلاقه او…….. نومونه ورکوي ایا په اخلاقي شکل یې همدا لاره ده چې رسنۍ ته خپل ناسم معلومات ولیږي؟ دلته مونږ اداره لرو، سرطبابت لرو، د هر چا خبره اوریدل کیږې او د ریښتینوالې په صورت کې په عاجل شکل پرې اقدام کیږی. د کارلاشفټر په اړه یې ویلې وو چې کله چې هغه راتلله هر څه سم وو خو اوس چې هغه نشته…. که چیرې مونږ معیارهغه څوک ونیسو چې تر هغې غټ قاضی او لیدونکی بل هیڅوک نشې کیدلای نو هیڅکله به ستونزه جوړه نشي نو دلته ده چې دا نور به ټول ورته په ګټه کې پاتې وي لکه دخلکو خوشالي، دطبابت د اصولو مرعات او داسې نور… زه فکر کوم دا چې تورونه لګوي، ددې ټول کاررونو په انجام کې د بنده خوشالې غواړي او اصلا یې ارتباط د الله (ج) سره قطع دی، راغله خبره د کارلاشفټر چې هغه دا دری- څلور کاله سر په سر راځې چې وروستی راتګ یې تیره اونۍ د یکشنبې ورځ وه [چې ددې نه هم معلومیږې چې نوموړی کس بې خبره او د بل په خوله یې راپور لیکلي دی ] او دلته یې دټولو سره ولیدل حتي دخلکو سره او که دا ورور هم د راتګ جرات لري تر څو په تبلیغاتو پسې لاړ نشې او دلته همدا بې تجربه ډاکتران، د کار کامیاب روان بهیر او دخلکو رضایت او نه رضایت ووینې د راتګ د زمینې برابرول یې زمونږ په غاړه، هیڅ ویره دې نه لري او دا به هم ورته وښایم چې د مریضانو رضایت د روغتون نه د وتلو په حال کې معلومیږې او کیداي شې د څو نفرو سره مرکه وکړي چې ده یا دې ته عرضه شوې خدمات څنګه وو؟ اګر که دا دده نه مسولیت دي او نه صلاحیت خو هغه د ځان غوښتنې پوچې خبرې او دعوې به ورته روښانه شي. بله خبره د نورو ولسوالیو د ناروغانو نه راتګ یې یاد کړی دی؛ زه دې ورور ته د همدې اونۍ وایم چې مونږ همدا نن په روغتون کې د دایمیرداد، جغتو، سید آباد ولسوالیو ناروغان لرو او په نږدې تیر وخت کې د کابل او حتی غزني ناروغان هم په راجسترونو کې لرو هیڅ داسي ناروغ نه دی ځواب شوی چې زمونږ له نظره د تداوۍ امکانات یې دلته وي حتي د ورور د بې بنسټه خبرې په بنیاد له هغه کلینیکونو چې ده یې یادونه کړې ده چې د چک ناروغان یې هلته ځي زه وایم دلته چک ته یي ناروغان راځي چې په سلهاوو بیلګې یې شته دي او که د کوم ناروغ ناروغې داسې امکاناتو ته ضروت ولري چې دچک روغتون ترې عاجزه وې حتمی ده چې لیږل کیږې او د مریضانو لیږل د روغتیا وزارت یو د هغه پالیسیو د جملې نه دی چې په همدې خاطر یې روغتیایې روغتونونه د درجې او خدماتو دعرضه کولو په بنیاد جوړ کړي دي چې ویلاي شم روغتایې پوسته، اساسی روغتیایې مرکز، بشپړ روغتیایې مرکز، د ولسوالۍ روغتون، د ولایت په کچه روغتون، د زون په کچه روغتون او بالاخره د مرکز په کچه روغتون چې حتمې ده په همدې ترتیب به ناروغان د نه امکان په صورت کې تر ځان پورته مرکز ته لیږي او که یې ونه لیږي د روغتیا وزارت یو اصل دې تر پښو لاندې کړ چې ددې نه هم دا شخص پلوه ورور ناخبره دی که د هسکو روغتیایې مرکزونو په اړه مکمل بحث وشي د اوس لپاره به ناشوني وي چې کوم کلینیک کوم روغتتایي خدمات عرضه کوی چې دلته ده بیا به دا ورور ومني چې د ناروغ لیږل په روغتیایې بهیر کې یو اصل دی. ده دوه ناروغانو ته اشاره کړې وه؛ یو هغه مور ته چې د شکر ناروغي یې لرله او بل هغه ماشوم ته چې دده په ژبه کنول یې خطا وو هغه مور چې دی وایي دشکر د معاینې لپاره په دولسو بجو راغلې وه او چاي یې نه وو خوړلي او حتمې هم ده چې دښې نتیجې په خاطر یې اقلا تر اتو ساعتو پورې روژه وي نو دده د خپلې ادعا له مخې چې دسهار چای یې نه وو خوړلي خو په ستوني کی یې وچه ډوډی بنده وه[دا امکان لري؟] او بد چلند ورسره وشو زه خو هیڅکله داسی فکر هم نشم کولاې مونږ نوکریوال ډاکتر لرو چې که یې حتی د ډوډی خوړلو وخت کي یوه ګوله یا نمړۍ تیره کړې وي او نوره ډوډۍ لا پاتې وي او عاجل ناروغ راشي د دریمې ګولې حق نه لري باید ناروغ وکتل شي نو قضاوت تاسو ته پریږدم.. او بله موضوع یی د هغه ناروغ ماشوم ښودلې وه چي سبا جمعه وه او پایواز یې لور په لور منډې وهلې ما مخکې وویل چې په روغتیایی کارکونکي نه جمعه معلومه ده نه بله کومه ورځ، حتی د رخصتۍ ورځ نوکریوال په هره څانګه کې څلورویشت ساعته موجود وي نو د دې ادعا قضاوت یې هم تاسو ته پریږدم
په اخر کي په هر وخت کې چي د الله (ج) په ورکړي نعمت د ناشکرۍ فیصدي زیاته شي نو خدای (ج) د هغه نعمت فیصدي کموي او که د نعمت مطلقه ناشکري وشي نو باید پوه شو چي الله به رانه هغه نعمت په کامل شکل واخلي. بعضي خلک کوښښ کوي چي دا نعمت یعني چک روغتون د چک له خلکو واخلي که څه هم چي روغتون به حتمي اکمال شي خو په دې ډول به نه وي او بل دا چي دا دشخصي ګټو پلویان به ایا خپلې پوچې او بې ځایه نظریې کله هم پری نږدې ځکه داسی خلک نیګیټویزم لري او په اخر کي وایم چې اصلي قضاوت او رضایت د منطقې دخلکو شرط دی نه دهغه چا چې یا شخصي غوښتنې لري او یا د هیڅ نه خبر نه وي او د انټرنیټ له لارې خپلې نامشروع غوښتنې د رسنیو له لارې خپروي او د خلکو فکرونه ددې لارې خرابوي. راغله خبره د رسنۍ باید رسنۍ هغه څه خپاره کړي چي حقیقت ولري کنه د داسې رسنۍ لکه تاند رښتینولي به د همیشه لپاره تر پوښتنې لاندې وي. مننه
محترم حميدی وروره موږ هم د همدي ولسوالی يو او هرڅه وينو او ګورو او دغه روغتون يو ستر غنيمت دي د چک ولسوالي لپاره موږ او تاسو باید منفي تبليغات چې هغه په نوموړی ځای کې نه وي موجود ونه کړو او تل حقايق ووايو موږ چې کله مریض نوموړی شفاخاني ته بيولی دی ټول پرسونل کوريې دې ودان وي په دوه پښو ولاړ وی او څه يي چې په وس کې وي هغه يي کړی دي که يي علاج په نوموړی شفاخانه کې نه کيږی نو کابل ته يي د تللو مشوره راکړی ده نو زه خپله د نوموړی شفاخاني د ټول پرسونل څخه راضي يم او الله (ج) دې دوی ته نور هم توفيق ورکړی چې د خپل ځوريدلی ملت لپاره نور هم ډیر خدمت وکړی. او بل وروره په کوم ځای کې چې کار کيږی هلته به واقعاً ستونزی موجودی وي نو د هغه لپاره به د حل لاری پيدا کوو نه داچې خپل روغتون په نړيواله توګه د خلکو تر نظر بد معرفي کړو ږ په درنښت