ښاغلی لودین د مالیزیا په پلازمېنه کولالمپور کې د دوکتورا د دورې محصل دی.
د نړۍ له ۱۹۶ هیوادونو څخه د مختلفو معیارونو په اساس یوازې ۲۵ هیوادونو ته شتمن ویل کیدای شی، او باقی نور هیوادونه په مختلفو ډولونو لږې یا زیاتې اقتصادي تنګسیا کې راګیر دي. دلته پوښتنه پیدا کیږي چې ولې د هیوادونو ترمنځ دا توپیر موجود دی. د اقتصادیي ودې او پرمختګ لپاره مختلف غلط او صحیح ذهنیتونه او دلایل موجود دي چی په لاندې ډول پرې بحث کولای شو:
لومړی: داسی فکر کیږي چې د هیوادونو شتمنتیا او فقر به د هغو په تاریخی قدامت او اوږد عمر پورې اړه لري، خو څیړنې ښيي چې داسی نه ده! د بیلګې په ډول که د هیوادونو تاریخی قدامت د هغوی په پرمختګ کې رول لرلای نو مصر او هندوستان تر ۲۰۰۰ کالو څخه لا ډیر تاریخ لري خو اوس هم په اقتصادی لحاظ فقیر او غریب هیوادونه دي. دا په داسی حال کې ده چې کاناډا، استرالیا او نیوزیلنډ د نن نه ۱۵۰ کاله مخکې نه وو موجود خو نن پرمختللی او غنی هیوادونه دي.
دوهم: په همدی ډول عامه ذهنیت داسی هم دی چی طبیعی منابع او کانونه د اقتصادی پرمختګ لپاره اساسی شرط دی او کوم هیوادونه چی دا منابع نلری نو د اقتصادی پرمختګ او پرځان د اتکا خوب یې دروغ دی. خو علمی څیړنې ښيي چی د پر مختللو او وروسته پاتی هیوادونو ترمنځ فرق د طبیعی منابعو په موجودیت او نه موجودیت پورې اړه نه لري. د بیلګې په ډول د نایجیریا هیواد چی په پراخه کچه طبیعی زیرمې لري خو بیا هم د پر مختللو هیوادونو په قطار کی ندی شامل او له ډیرو اقتصادی مشکلاتو سره لاس او ګریوان دی.
له بلې خوا، د جاپان هیواد چی ډیره لږه ځمکه لري تقریبا ۸۰٪ سلنه غرنی هیواد دی، د زراعت او مالدارۍ لپاره غیر مناسب دی او په کافی اندازه طبیعی منابع نلري خو بیا هم د نړۍ د ډیرو قوی اقتصادونو لرونکو هیوادونو په قطار کی ډیر مخکی ولاړ دی. جاپان د یوې سترې فابریکې په څیر دی چی د ټولې نړۍ څخه خام مواد واردوي او تولید شوي توکي بیرته بهر ته صادروي.
په همدیې ډول جنوبی کوریا بله بیلګه ده چې په ډیره کمه اندازه طبیعی ذخایر لری چې په نشت حساب دي، نیمه سلیزه مخکې یو جګړه ځپلی او فقیر هیواد و. خو سره له دی یی د تیرو پنځوسو کالو په جریان کی له دې ناخوالو او مزمن فقر څخه ځان خلاص کړ او نن د نړۍ د ډیر خوځنده تولیدي اقتصادونو له جملی څخه دی.
دریم: همدارنګه خلک داسی فکر کوي چې په وچه کې راګیرتوب د اقتصادی پرمختګ مخنیوونکی دی! او هغه هیوادونه چې په وچه کې راګیر دي له اقتصادي پرمختګ څخه محروم دي. اصلا “په وچه کې راګیرتوب” یوه غلطه کلمه ده چې کارول کیږی! د دې پر ځای باید وویل شي چې “د هیوادونو ترمنځ نښلوونکی هیواد” او یا د هیوادونو ترمنځ د اتصال اقتصادي پل او څلور لاری. ځکه که تاریخ ته وګورو دا چی اوس په وچه کې راګیر بلل کیږی، دغو هیوادونو د وریښمو د تجارتي لارې اساسی برخه تشکیلوله او مختلف هیوادونه یې سره نښلول چې تجارتی کاروانونه به ورڅخه تیریدل او د نړۍ ترمنځ به تجارت پرې کیده، چې نن هم د سیمې په نښلولو کې همداسی اساسی رول ادا کولای شي. د بیلګې په ډول افغانستان چې د جنوبي او مرکزي اسیا ترمنځ د اتصال پول او څلورلارې بلل کیږی او همدا رول یې د تاریخ په اوږدو کې اداکړی دی او د وریښمو د لارې اساسی برخه وه.
د بیلګی په ډول دا چی په وچه کی راګیرتوب د اقتصادی پرمختګ مانع نشی ګرځیدای عملی مثال یې د سویس هیواد دی چې د غربي او مرکزي اروپا ترمنځ په وچه کې راګیر یو غرنی هیواد دی، خو د اقتصادی پراختیا پر وړاندی یی جغرافیایی موقعیت خنډ نه دی جوړ شوی. سویس د چاکلیټو په تولید کې د نړۍ په کچه مشهور دی، دا په داسی حال کې ده چې په سویس کې کاکاو نه زرغونیږي. په خپل کوچني هیواد کی حیوانات ساتي او د نړۍ بهترینې شیدې تولیدوي دا په داسی حال کې ده چې ځمکه یې په کال کې فقط څلور میاشتې د زراعت وړ ده. سویس سره له دې چی یو کوچنی هیواد دی له دې سره سره د نړۍ د یو قوی نړیوال بانک په څیر دی چې له ټولې نړۍ څخه پیسې خلک سویس ته د ساتلو او پانګونې لپاره وړي. دا ټول د دې لامل شوی چې سویس د پر مختللو هیوادونو په قطار کی ودریږی.
څلورم : همدارنګه د پرمختللو او وروسته پاتی هیوادونو د تعلیم یافته ځوانانو ترمنځ هم ډیر توپیر نه لیدل کیږی، د مثال په ډول د پر مختللو هیوادونو اکثره اجرائیوی مدیران چی د وروسته پاتی هیوادونو د وړ او مسلکی مدیرانو سره په تماس کی دی، ددوی تر منځ د پام وړ فکری او ذهنی توپیر نه لیدل کیږی. په همدی ډول نژادی او د رنګ توپیر هم د اهمیت وړ تاثیر نه لری! ځکه هغه کډوال چی په خپلو اصلی ملکونو ګی خورا ډیر ټنبل وو، په اروپا او غربی نړۍ کی دی ته اړ ایستل شوی تر څو په تولیدی کارونه بوخت شی او تر پخوا ډیر مولد واوسی.
اوس پوښتنه دا پیداکیږی چی هغه کوم عوامل دي چې کولای شی د یو هیواد د اقتصادی پرمختګ او د غربت څخه د خلاصون لپاره اړین وګڼل شی!
علمی څیړنو او عملی مثالونو لکه څنګه چی پورته ذکر شو دا جوته کړی چی د هیوادونو د اقتصادی ودی او غنا لپاره د هر اړخیزو، مثمرو او عملی اقتصادی پالیسیو موجودیت او د قوی او مستحکمو ادارو (نهادونو) ضرورت دی. په اکثره وروسته پاتی هیوادونو کی مثمری اقتصادی لنډ مهالی، منځ مهالی او اوږد مهالی اقتصادی پالیسۍ یا ندی موجودی او یا هم ضعیفه ادارې (نهادونه) یی د تطبیق توان نلری.
په وروسته پاتی هیوادونو کی ضعیفه اداری په نوموړو هیوادونو کی اداری فساد ته لار برابروی، مختلفو تحقیقاتو ښودلی چی اداری فساد بیا د بیوزلۍ او فقر سره مستقیمه رابطه لری او پایله یی د مملکت د اوسیدونکو ورځ تر بلی زیاتیدونکی فقر سره لاس او ګریوان کول دی. کمزوری اداری، د پالیسیو نه شتون او فاسد سیستم ددی لامل ګرځی چی حکومتونه په پوره اندازه ټکسونه را ټول نشی کړای، او په نتیجه کی تعلیمی، صحی، امنیتی او ترانسپورتی سیستمونه د سقوط او زوال سره مخ شی.
د پورته ځانګړنو لرونکو هیوادونو تقریبا نیمایی ثروت د مفسدینو لخوا د هیواد څخه خارج بانکی حسابونو ته ځی، چی پدی ترتیب نوموړی هیوادونه په کال کی په اوسط ډول د ۱۰ څخه تر ۲۰ ملیارد ډالرو پوری عواید دلاسه ورکوی.
دا هر څه ځکه کیږی چی د قوی اداراتو او ډیسیپلین په نه موجودیت کی خلک قبیلوی او قومی فکرونه لری، دندی هغه چاته سپارل کیږی چی هغه یی اصلی مستحق نه وی، خو قبیلوی جوړښتونه او تقیسمونه دی ته زمینه برابروی تر څو په کار پوه او هوښیار خلک استخدام نشی او ځای یی هغه څوک ونیسی چی د ورسپارل شوی وظیفی د ترسراوی ظرفیت او علمیت ونه لری. په داسی هیوادونو کی خپلوان، قومیان او دوستان پالل کیږی او رښتینی، مستحق او د کار وړ اشخاص پکی کړیږی او زوریږی! په اداراتو کی کار د کار اهل ته نه سپارل کیږی، مسلک، اړوند تعلیم او د دندی اړونده تجربه په نظر کی نه نیول کیږی.
ددی ټولو پورته مواردو شتون ددی لامل کیږی تر څو غریب او وروسته پاتی هیوادونه د مزمن فقر په داسی ګرداب کی راګیر شی چی بیا تری خلاصی غیر ممکن یا ډیر ستونزمن وی. غربت او فقر ورځ تر بلی ډیریږی، ا ختلافات پراخیږی او په پایله کی د هیواد امنیت ته ګواښ جوړوی.
د حل لاره دا ده چی که د وروسته پاتی هیوادونو مشران وغواړی تر څو ستونزی ختمی شی او هیواد د غنا، ترقۍ او هوسا ژوند پر لور روان شی نو باید د هیواد اقتصادی پالیسۍ جوړونکو ته دنده وسپارل شی تر څو په حقیقت ولاړی، مثمری او د اجرا وړ لنډمهالی، منځ مهالی او اوږد مهالی اقتصادی پالیسۍ جوړی کړی او د اجرا د پاره یی مهالویش ترتیب او کلک نظارت تری وشی. پردی سر بیره، د هیواد مشران باید کار اهل کار ته په سپارلو سره قوی او مستحکمی اداری رامنځته کړی، تر څو دا اداری و کولای شی چی جوړی شوی پالیسۍ په ښه ډول سره تطبیق او نظارت تری وکړی او همدارنګه د رشوت او اداری فساد مخه ونیسی.
ددی تر څنګ، تعلیم او تربیی ته په پراخه کچه باید زمینه مساعده کړی تر څو په اوږد مهال کی د هیواد هره تبعه د هیواد په هره برخه کی په مساوی ډول تعلیم او تر بیی ته لاسرسی ولری، پدی ډول به د خلکو په ورځنی ژوند کی د تعلیم او تربیی او بالاخره د کلتوری غنا په اساس بدلون راشی ( دجنوبی کوریا د پر مختګ یو علت د تعلیم او تربیی سراسری کول او غښتلی کول وو). په دی ډول به خلکو کی د يو والی او د مسئولیت احساس پیداشی، خلک به د قانون درناوی وکړی او هر چاته به خپل حق ورکړل شی، وګړی به د کار سره مینه پیدا کړی، د خلکو سره به دا اراده پیدا شی چی د ټولنی او هیواد په جوړښت کی مثبت رول ادا کړی او د وخت او کار پابند به وګرځی! دا ټولی هغه ځانګړنی دی چی د پرمختللو هیوادونو اتباع یی لری او همدا د دی لامل شوی تر څو هیوادونه یی پر مختګ وکړی او وګړی یی هوسا ژوند ولری.
په خواشینۍ سره په وروسته پاتی هیوادونو کی ډیر لږ خلک له دی ځانکړنو څخه برخمن دی. د وروسته پاتی هیوادونو د غریبۍ علت دا ندی چی دوی طبیعی زیرمی نلری یا هم په وچه کی راګیر دی! بلکه ددوی د بیوزلۍ یواځینی علت دادی چی دوی پورتنی ځانګړنی نه لری. دوی ځکه پداسی حال دی چی هلته خلک غواړی چی په هرڅه کی اولویت ولری او تر هر چا غوره وی، دوی ځکه پداسی حال کی دی چی د غلط کار په لیدلو د مسئولیت احساس نه کوی او مخنیوی یی نه کوی (او داسی وایی چی ما پوری اړه نلری). هر کله چی دوی د پر مختللو هیوادونو مثبتی ځانګړنی خپلی او د ورسته پاتی هیوادونو منفی ځانګړنی پریښودې بیا به وکولای شی چی خپل دا اوسنی بد حالت بدل کړی!
thank you/very good information about economic progressive/
I hope our afghans stop corruption/be united find love with work for rebuild of country/afghan government gave jobs to the right persons who got ability and capacity/
generally all afghans find interest with education science&technology.
thank you
NOTE;I HOPE ALL AFGHAN FARMERS STOP GROWING OPIUM&MARWANA,THIS IS VERY BAD/DANGERUS FOR HUMAN/SOCIETY AND INTERNATIONAL LAW,.