تاند- د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ وايي، خپل د ملي امنیت سلاکار د افغانستان د حالاتو د څېړلو لپاره کابل ته لېږي.

ټرمپ دا خبره د ناټو له سرمنشي ینس ستولتنبرګ سره په ګډه خبري غونډه کې وکړه.

ده وویل«زه هیله لرم چې ناټو به د اسلامي دولت د وسله والې سختدریځې ډلې پرضد زموږ د عراقي متحدانو د ملاتړ رول زیات کړي. زه همداراز جنرال مک ماستر افغانستان ته لېږم  څو معلومه کړي چې موږ هلته له خپلو افغان او ناټو متحدانو سره څرنګه پرمختګ کولی شو.»

د ټرمپ حکومت تراوسه پوري د افغانستان په اړه خپله پالیسي رسماً نه ده اعلان کړې خو د افغانستان له ولسمشر او په افغانستان کې له مېشتو امریکايي پوځیانو سره یې خبرې کړي او د ملاتړ د دوام ژمنه یې ورکړې ده.

افغان چارواکي ټرمپ ته خوشبینه دي اووايي چې نوموړی به د افغانستان ملاتړ او ستراتیژیکې همکارۍ ته دوا ورکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *