تاند- د افغانستان د ټولګټو وزیر د چهارشنبې په ورځ /اپریل۱۲/ د کندوز او بلخ ولایتونو ترمنځ د نوې لویې لارې لومړی پړاو پرانیست.
دا سړک، چې د کندوز په چهاردرې ولسوالۍ کې د ایرګنک کوتل له لارې د بلخ ولایت تر خُلم ولسوالي پوري غځېدلی، د دوو ولایتونو ترمنځ تګ راتګ اسانوي او لنډوي.
د دې سړک، چې ۵۹ کیلومتره اوږدوالی لري، او ۵۰ کوچني پُلونه پرې جوړ شوي، مالي لګښت جرمني ورکړی دی.
دا سړک دوه نور فېزونه هم لري چې یو ۲۳ او بل ۱۷ کیلو متره دی او ټولټال پرې ۵۰ ملیون یورو لګښت راځي.
د فواید عامې وزیر د دې پروژې په پرانستونکې غونډه کې د جرمني له مرستو مننه وکړه او دا پروژه یې د افغانستان لپاره ستراتیژیکه او حیاتي وبلله.