تاند- ټاکل شوې ده چې نن /جمعه/ د افغانستان د شخړې پر حللارو د غور لپاره د مسکو نړیوال کنفرانس جوړ شي.
په دې کنفرانس کې د کوربه هیواد روسیې ترڅنګ د افغانستان، پاکستان، چین، هند، ایران د منځنۍ اسیا د هیوادونو استازي ګډون کوي.
افغانستان په دې هیله په دې کنفرانس کې برخه اخلي چې د پاکستان او روسیې په شان هیوادونه د ښو او بدو طالبانو ترمنځ توپیر ونه کړي.
د افغانستان حکومت همداراز هیله لري چې د مسکو کنفرانس به له نورو هیوادونو وغواړي چې د افغانستان د حکومت د وسله والو مخالفانو ملاتړ بس کړي.
د دې غونډو په لومړۍ هغې کې یوازې چین پاکستان او روسیې برخه لرله او افغانستان له دې کبله چې په غونډه کې د ګډون بلنه نه وه ورکړل شوې اعتراض وکړ.
په دوهمه غونډه کې یې بیا پر افغانستان سربېره ایران او هندوستان ته هم بلنه ورکړل شوه.
خو د امریکا متحده ایالتونو ته لا هم بلنه نه وه ورکړل شوې. دا ځل امریکا ته بلنه ورکړای شوه خو امریکا وايي چې په دې خاطر د مسکو په غونډه کې ګډون نه کوي چې د روسیې هدف ورته مشکوک ښکاري.
افغان طالبانو ویلي چې د افغانستان په اړه د مسکو د غونډې ملاتړ نه کوي ځکه داسي ښکاري چې دا غونډه د سیاسي اجنډا په هدف جوړېږي.
په وروستیو کې پر طالبانو پر له بسې تورونه پوري کېږي چې له روسیې سره یې اړیکې تودې کړي دي.