لیکوال: اوسشي اېید (Uschi Eid)
ژباړن: نصیراحمد نظري
د څښاک کافي اندازه اوبه، حفظ الصحوي آسانتیاوې او نظافت، (چې په انګریزي کې معمولاً د «واش» په نامه یادیږي) د انسانانو د روغتیا د تضمین لپاره اړین توکي دي. د مستعملو اوبو (فاضلابو) مدیریت، چې د سالمې چاپېریال ساتنې لپاره یو بنسټیز شرط ګڼل کیږي، هم د هغه تېر یوه په شان د اهمیت لرونکی دی. د دغو خدماتو سمون او پراختیا پر اقتصادي لاسته راوړنو سربېره، له اقلیمي بدلونونو سره سره د مبارزې او ښې چاپېریال ساتنې په برخه کې مرسته کوي.

ګڼ مخ پر وده هېوادونه وار دمخه د اوبو له اوږدمهال کمښت، همدارنګه د اوبو له کمو زېربنا ګانو سره لاس او ګرېوان دي. په دې سربېره، دغه هېوادونه د وګړو له بې سابقې زیاتېدو، چټکې ښاري کېدنې او له مخ پر زیاتېدونکیو اقتصادي فعالیتونو سره مخ دي. د دغو هېوادونو وګړي بنسټیزو اړتیاوو ته لاسرسی نلري او د نړۍ پر مخ د میلیاردونو انسانانو لاسرسی د څښاک اوبو او حفظ الصحوي اسانتیاوو ته د یوه انساني حق په توګه، لاهم په حقیقت ندی بدل شوی. د دغو حقایقو سره سره د نړیوالو اوبو خوندیتوب د نړیوالو دبحث په مهمه اجنډا بدل شوی دی.

په ۲۰۱۲ کال کې، د امریکا د متحده ایالتونو استخباراتو، د ټولنې د یوې ارزونې په لړ کې په مخ پر وده هېوادونو کې تر اوبو پورې تړلې ستونزې لکه د چټلو اوبو او نامناسبو حفظ الصحوي اسانتیاوو له امله د را پیداکېدونکیو ناروغیو لوړ ګواښ د امریکایانو ګټو ته یو ګواښ یاد کړ. دغه راز، تېرکال نړیوال اقتصادي فورم (World Economic Forum) د اوبو بحران د نړیوال سیستماتیک خطر په توګه درېیمه ننګونه وبلله. د څښاک د اوبو، نظافت او د مستعملو اوبو د مدیریت د ښه والي او سمون لپاره باید نن ورځ مناسبې تګلارې، بنسټونه او زېربنا ګانې ایجاد شي. د دغو اقداماتو له لارې دغه راز په راتلونکې کې د اقلیمي بدلونونو له اغیز سره هم مبارزه کیدای شي.

که څه هم د څښاک اوبو ته د لاسرسی وضعیت په نړیواله کچه مخ پر ښه کېدو دی، خو لا هم په دې اړه اندېښنې موجودې دي. په ۲۰۱۲ کال کې، داسې راپورونه خپاره شول، چې نړیوالې ټولنې د اوبو په تړاو د زریزې پرمختیا موخې ته تر ټاکلې نېټې دری کاله مخکې رسېدله ده او د هغو انسانانو شمېر، چې دڅښاک اوبو ته یې لاسرسی نه درلود، نیمايي ته راټیټ شوی دی. که څه هم دا یوه ډېره مهمه لاسته راوړنه وه، خو دلته باید یوه ډېر مهم ټکي ته پام وشي. په زریزو پرمختیايي موخو کې د څښاک اوبو ته د لاسرسي د پرمختګ معلومولو لپاره شاخص (انډیکیټور) «د څښاک د اوبو (پرمختللې) سرچینې ته لاسرسی» ټاکل شوی وو. دغه شاخص یوه محدوده مانا افاده کوي، ځکه چې په دې شاخص کې د څښاک د اوبو د خوندیتوب کره اندازه نه ارائه کیږي.

د هغې څېړنې د اټکل له مخې، چې په دې وروستیو کې د روغتیا د نړیوال سازمان (ډبلیو اچ او) او د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ملاتړ ادارې (یونیسف) لخوا ترسره شوې وه، لږ تر لږه د نړۍ ۱.۸ مېلیارده وګړي د څښاک له ملوثو اوبو څخه استفاده کوي. دا د روغتیا د نړیوال سازمان او یونیسف د ګډې څارنې د هغو شمېرو له دوه چنده څخه پورته دی، چې ویلي وو، ۷۴۸ مېلیونه انسانان د څښاک د اوبو پرمختللو سرچینو ته لاسرسی نه لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *