د حقیقي انګېزې موندنې لارې

ژباړه محمداکبر حقمل معینزی

په دې برخه کې مو د څو هغو لارو یادونه کړې، چې په ريښتیني ډول له تاسو سره د خپلې وړتیا د ښوولو په موخه مرسته کوي.

۱ تل هوساینه، راحتي او ارامی مه خوښوئ. د خپلو پټو استعدادونو او وړتیاوو د سپړلو تر ټولو لوی خنډ مو ارامي غوښتل دي. که چېرې تاسو زیار وباسئ او هوسا یا ارام غوښتونکي ونه اوسئ، نو وخت به مو حتماً یو ځای یا یوه مقام ته ورسوي.

۲ له تېروتنې مه وېرېږئ. عقل مو را سره مرسته کوي، چې موږ تېروتنه ونه کړو او د زرګونو تېروتنو پایله هم په لاس راکوي.

۳ فکر مو په وړو وړو څیزونو مه راغونډوئ. تل هڅه وکړئ، چې لوی فکر وکړئ.

۴ په ژوند کې مو د خوښۍ ټاکنه وکړئ. خوښ او خوشاله کسان له ځان سره په ژوند کې تل د کارونو د ترسره کولو لویه انګېزه لري. خوښي مو خپل ريښتینی حق دی او هغه پر بل څه مه بدلوئ.

۵ د ورځې لږ تر لږه یو ساعت ځان پېژندنې ته ځانګړی کړئ. ګټور او الهام ورکوونکي کتابونه او معلومات ولولئ. تل په هر ځای کې هغه که په کور کې وي یا که په موټر او یا هم بل ځای؛ داسې صوتي او نور اړوند څیزونه واورئ، چې د روح د روزنې او ځان پېژندنې لامل مو شي.

۶ ځان ته مو دا ور وښئئ، چې هغه کار کوم مو، چې پیل کړی دی باید پای ته یې ورسوئ. موږ دا ځانګړتیا لرو، چې یو کار تر نیمايي رسوو او په نیمایي کې یې بله پرېکړه یا هوډ نیسو او کار مو نیمګړی پرېږدو. دا ښه خبره نده؛ تل مو خپل پیل کړي کارونه تر پایه ورسوئ.

۷ ځان مو اړ کړئ ترڅو له ژوند څخه خوند واخلئ. د جنت تر ټولو غوره کار خوند اخیستل دي.

هېڅوک چاته انګېزه نه ورکوي؛ بلکې هر انسان د خپل ځان لپاره تر ټولو غوره انګېزه ورکوونکی دی او یوازې خپل ځان ته انګېزه ورکولای شي، خو تشویق یا هڅونه بیا د هر چا کار دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *