په هالنډ کې د افغانانو لاریون

تاند – په هالنډ کې مېشتو په لسګونو افغانانو په افغانستان کې د پاکستان د روانو لاسوهنو او ترهګریزو فعالیتونو پر ضد لاریون وکړ.

د لاریون برخه والو داسې بینرونه لېږدول چې په کې په افغانستان کې د پاکستان د استخباراتي ادارو د لاسوهنو او د افغانانو د وژنې شعارونه لیکل شوي وو.

تاند ته د را رسېدلو عکسونو په یوه بینر لیکل شوي، «د افغانستان ورانول د پاکستان اساسي هدف دی.» بل بینر بیا لیکي، «د پاکستان نیابتي جګړه د افغانستان د خلکو د کړاوونو عمده لامل دی.»

همدارنګه د لاریون برخه والو د بینرونو او ویناوو له لارې له نړیوالې ټولنې څخه وغوښتل چې پاکستان د ترهګرۍ د ملاتړي هېواد په توګه اعلان کړي.

ویل کیږي چې د پاکستان د پوځي استخباراتو اداره (آی اېس آی) له خواوشا څلوېښتو کالونو راهیسې د یادې ادارې د ظاهرا اسلامپالو کړیو په کارولو سره په افغانستان کې په دې نامه چې ګواکې دغه هېواد ته اسلامي نظام راولي د افغان مذهبي تنظیمونو په لاسونو افغانان وژني.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *