سردار شفق

ګرانه تصویر دې د پسرلي له رنګونو سره ګفتګو کوي، ګرانه تصویر به د ولې ښکلی نه راځي چې ستا په رقم له انسان څخه اخیستل شوی دی، ګرانه له نظره مه شې، زبردست تصویر دی، که څه هم غواړم چې سل لایکونه ورکړم خو بدبختاً د فسبوک قانون دا اجازه نه راکوي، که د فسبوک دا قانون مات شو، دا وعده درسره کوم چې شپږ سوه لایکونه او شپږ سوه کامېنټونه درکوم

فلانی صیب فعالیتونه مو څارم ، بیخي ښه روان یې درباندې ویاړم ، ګرانه ستاسو په رقم خلک د نور هم ډېر شي ،ځکه تاسې ډېر کار کړی دی انرژي مو مصرف کړیده لاهم کامیابي درته غواړم ،او په خپلو چارو کې دبریا نصیب شه ژوند ژوند.

 ای های فلانی صیب ستا په دغه کار باندې مې باور وکړه له سترګو څخه دخوښۍ اوښکې راغلې ،کاش ستا په رقم د کار خلک د سرو زرو په مډالونو او ستاینلیکونو ونازول شي، ترڅو نوره د کار انرژي هم پکې زیاته شي،فلانی صیب څه یې کوې بل رقم کار مو کړیدی دمننې الفاظ ورته نلرم ،دومره سخت ورته خوښ یم چې له خوشحالۍ نه مې جامې وشلیدې، حېر دی ګرانه جامې د شلیدلي وي چې ته د رقم کارونه کوې پروا نکوي نورې جامې به واخلم بس مړ مه شې فلانی صیب.

واه واه ګرانه زبردست شعر مو لیکلی دی، کاش ستا په رقم شعرونه هر څوک ولیکي ،که ستا په څېر شعرونه نور شاعران ولیکي ،زه ډاډه یم چې په ټولنه کې به ټولې ستونزې حل شي ،هر څوک به په خپل وخت جماعت ته ځي، هر څوک به په خپل وخت دندې ته حاضریږي، هر څوک به د مور او پلار قدر او عزت کوي، هر څوک به د ښار د صفایۍ په اشر کې په ورین تندي برخه اخلي ، بس ګرانه بیخي ښکلی شعر مو لیکلی دی، زه ورته د مننې الفاظ نلرم کاش لږ په واس کې ښه وای، اوس به مې ستا ددغه شعر لپاره لویه غونډه نیولي وای.

ګرانه نن خو ډېره ښکلي غونډه برابره شوې وه، ډېره منظمه وه ،چوکۍ هم ډېرې راوړل شوي وې ،ډوډۍ هم ښه غوړه وه، حېر ډوډۍ خو دومره خبره نده مهمه دا وه چې تاسې په دغه کار کې د احساس له مخې منډې ترړې کړي وې ،ځکه یې نتیجه هم ښه وه ،زه ډاډه یم چې که داسې غونډې لا پسې زیاتې شي ،خلکو ته به ډېره ګټه ورسوي، د خلکو ذهن به ښه ورسره جوړ شي ،ګرانه هغه نور خلک څه دي په هغه باندې خو ته پوهېږې چې پروژوي غونډې جوړوي، ځکه تاثیر هم نلري،خو په ټول افغانستان کې ما ته اوباسلی یې، ځکه ته هر وخت په احساس کار کوې ، بس ګرانه نور به څه درته ووایم خدای ج د عمر راته دوه سوه کاله کړه ،زامن د ډې شه چې ستا په رقم غونډې راته جوړوي،ګرانه غونډې مې نوره هم لیدلي وې خو ستا په رقم غونډه مې په ټول عمر کې هم نه وه لیدلي.

اوووووهو ګرانه زبردسته لنډه کیسه مو لیکلي ده ،که درته ووایم چې دنړۍ په سطحه لنډه کیسه وه بیا به خلک وایي چې دا خو چاپلوس ، دی نن سبا زمانه خو تاته خپله معلومه ده چې هسې خبرې جوړوي ،نوره کیسې مې د هم لوستلي دي خو دغه کیسه بیخي لوړه ده، ګرانه نوره هم داسې لنډې کیسې لیکه موږ به د هر وخت په لایکونو او کامېنټونو نازوو، بس ګرانه تل د راته حوشحاله وې، عمر د ډېر شه که موږ ته څه حدمت وي ویلی شې؟

ډېر خوښ شوم ګرانه چې ستا پوسټ مې ولید، باور وکړه چې دا څه وخت په فسبوک کې نه وې هېڅ فسبوک خوند نه راکاوه، فسبوک خو ستا په سر فسبوک دی ،خو دا راته ووایه چې دا څه وخت ولې ورک وې؟ باور وکړه زه زیات درپسې خفه وم، ځکه په ما باندې له ځان څخه هم ګران یې، زما سر د له تا ځار شي ،هیله ده له دې وروسته هر وخت فسبوک کې حاضر وې، که دا ځل بیا ورک شوې خبر به شې چې ما هم ایډي بلاک کړه.

اېف اېم حجـــرې! رحمن ولي همت ځینو اېف اېم راډیوګانو که له یوې خوا ګڼ ځوانان روزلي دي او روزي یې خو له بلې خواپدې وروستیو کې د بعضو راډیوګانو منفي اړخونه هم زیات شویدي. په خوست کې تقریباً لس ګونه اېف اېم راډیو ګانې فعالیتونه کوي چې ځینې یې تر ننه هم په معیاري ډول خپرونې وړاندې کوي او مخ پر وړاندې ځي. خو بعضې داسې اېف اېم حجرې هم نشرات لري چې سهار د ملا بانګ وشي نو د دوی ویروسي فعالیت پیل شي او دشپې تر ناوخته په خپلو لوړو څپو دخوست ګڼې سیمې او دکوزې پښتون خوا بعضې سیمې داسې بمبار کړي لکه په پسرلي کې چې په شنه اسمان په شین فصل ږالۍ راونیسي. نه یوازې چې شوخې او به معیاره سندرې نشروي بلکې په خپرونو یې سندرې سل برخې ښې وي. بعضې خپرونې خو یې بېسواده کارمندان داسې چلوي ته به وایې چې په کومه حجره کې سره ناست دي.ځکه دومره ازاد ګپ شپ پکې ولي لکه کوم کلي ته چې زوم راشي او دکلي شوخ ټوکیان یې پرې راباندې کړي. زموږ یو ملګري کیسه کوله چې زه کله کله پرې شکي شم او فکر وکړم چې پام به یې نه وي او مایکونه به خلاص ترې پاتې وي.ددغو اېف اېم حجرو مشران بیا په ډېر افتحار سره وایي چې فلانۍ راډیو د اسلام د مقدساتو ته په کامل اخترام نشرات کوي. نــه وسړیه ټوله ورځ د کارمندان داسې ګپ پکې ولي چې په یو کور کې خو څه چې په واده کې یې هم څوک نشي اوریدلی.داسې نده چې کومه راډیو لوړې څپې ولري نو معیاري راډیو ده بلکې معیاري راډیو هغه راډیو ده چې ښې خپرونې وړاندې کړي .پروا نکوي که څپې یې لوړې نه وي . که داسې بې معیاره نشرات خو څوک وړاندې کوي بیا د خوشي تخنیکرانو صیبانو ته پیسې نه ورکوي تخنیکي وسایل د داسې کومې حجرې ته یوسي چې ځوانان پکې چکې او قطعو ته راټولیږي بس هلته د یې نسب کړي د چکې ټورنمټونه به هم په ژوندۍ بڼه خپاریږي او د ځوانانو به هم ساعت پکې تېر وي. په کلي کې به د وادونو، حیراتونو، مړیو، د خوړ دراوتلو اعلانونه هم پکې کوي.

ښه ده چې فسبوک مونږ ندی جوړکړی! غونډل برباد نړۍ په کوم خوا روانه ده او موږ څه کوو؟ خلکو تر ستورو پورې لارې وکړې خو زموږ فکرونه لاهم توره شپه دي. او دفکر لوړوالی مو یوازې د مستعارو ایډیو په جوړلو او د خلکو په بې ځایه توهین اپلتو او چټیاتو پسې محدود دی. چا چې په حیرات کې غوښه په پالېټ کې کمه راته اچولي وي، چا چې زما هر نظر نه وي تاید کړی، چا چې په ښار کې لاس نه وي راته پورته کړی ، چا چې موټر تېز راباندې تېر کړی وي، چا چې په کلي کې چارۍ پولو تېرولو ته نه وي راکړي، ……. نوموږ ورته لنډ مستعارو ایډیو ته شو او په پاک لمنو خلکو پسې داسې اپلتې او چټیات بادوو چې خبرې به یې نکوې که ریښتیا مو د اصلاح راوستل هدف وي نو ولې دغه خبرې له خپل اصلي ادرس څخه نکوو چې وزن یې له مستعار ادرس څخه ډېر دی؟ خو نه دلته د خدای ج مل شه ترڅو چې بد الفاض را ګویان شوي نه وي تر هغې ښه په شڼ کې روان وو. ښه ده چې نوره پرمختللي ټکنالوجي مو لاس ته نده لوېدلي کنه واله سره مات خو مو وای. یو فسبوک مو لاس ته کړ او داسې د تربورګلوۍ دیوالونه مو پکې ووهل چې خپاره یې هم نشي نړولی.ښه ده چې فسبوک موږ ندی جوړ کړی کنه هره ورځ به مو له یو او بل نه ایډۍ بلاک کولی، دشرخوټولو نور افشنونه به مو پکې را ایستلی، او هره ورځ به مو جګ سره ګرځولی.

کلیوالي ټوکیان! رژیدلی لایک کلیوالي ټوکیان چې نه یوازې په ژمي کې د کلي پېتاوي ګرم ساتي، بلکې د زومانو په په عذاب کولو، په کلي کې د اشر یعني پګړې، په مړو کې د سقاط د وېش،او په وادونو کې د پلېټونو د وړلو په برخه کې هم فعاله ونډه اخلي. دسږني ژمي په راتګ دوی پوره خوښ دي او وایي چې په دغه ژمي کې یې ډېر مهم پلان جوړ، کړی دی چې د عمل جامې به ور واغوندي. د دوی په نماینده ګۍ یو تن چې په لمن یې دوه سوه سکازي کړي وو او پاکول یې د باغچې سره ګفتګو کوله وویل چې: دوی به دسهار ټوله ورځ پېتاوي ته کېني ګپ شپ به ولي، پردۍ ټمټې به خرڅوي ، او دشپې لخوا به چکه، پارې، سریالونه، او ټوکې ټکالې کوي. همدارنګه ده زیاته کړه چې:په کلي کې به د وادونو محفلونه هم ګرم وساتي او په بر کلي کې به دچکې په لوی ټورنمنټ کې د دوی لوبډله ګډون وکړي. د دې ټوکیانو د ډلې یو بل غړي زموږ ددې پوښتنې په ځواب کې چې ولې سره زر وخت په خاورو بدلوئ ؟ د نوم نه ښودلو په شرط وویل چې: که دولت د کار زمینه راته برابره کړي موږ به هېڅکله هم پردۍ ټمټې، مټک ګټل، کټي، بوس، چکې، پارې، او ټوکې ټکالې ونکړو. دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې ګڼ ځوانان بې کاره ګرځي. او د ژمي په راتلو په بېلابېلو حجرو کې د چکې لوی لوی ټورنمنټونه جوړوي ، همدارنګه په نورو عبس کارونو سربېره په یو او بل تېزې تېزې ټوکې هم کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *