زموږ مغزونه

زموږ ښارونو په شان

له ازدحامه پړک چوي

خیرن فکرونه او بوین نیتونه

ویالو کې نه ځایېږې،

لا هم د رخې، کرکې، سخت زړه او بې رحمه سترګو

پلاستیکي کڅوړې

د دې ناولو اوبو لار بندوي

کوڅې پرې هم ډکې کړي.

***

زموږ مغزونه

زموږ ښارونو په شان

د پاکوونکو لوی اشر غواړي خو

موږ ورته وخت نه لرو

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *