تاند- ساینسپوهان وايي چې په مریخ کې کچالو کرل کېدای شي او دا بوټی په مځکه کې هم په خورا سختو شرایطو کې وده کوي.

د لاتیني امریکا د پیرو په پلازمېنه لیما کې د ټکنالوژۍ پوهنتون انجینیرانو په یوه کیوب سټ (Cube Sat) کې د مریخ په شان شرایط برابر کړل او په هغه کې یې کچالو وکرل.

څېړونکو د مریخ د شپې او ورځې شرایط، د تودوښې درجه، د هوا فشار او د دې سیارې د اتومسفیر ترکیبونه په دغه کیوب سټ کې چمتو کړل او د کچالو پر وده د دغو عواملو د څېړلو لپاره یې سینسرونه ورته کېښودل.

د دغو څېړنو تر ټولو مهم هدف دا دی چې د مریخ په خاوره کې د کرنیزو محصولاتو د کښت امکانات معلوم شي.

د څېړونکو په باور، که د مریخ په شان په برابر کړای شویو شرایطو کې بوټي وده وکړي، په مریخ کې هم وده کولی شي.

کچالو په ښوره او خرابه خاوره کې وده کوي او پخوا هم ویل شوي و چې حتي د مریخ د هوا په شرایطو کې وده کولی شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *