د ننګرهار والي په لارښوونه د کډوالو چارو او يونيسيار ادارو په تخنيکي همکارۍ ننګرهار ولايت ته د راستنو شويو او داخلي بې ځايه شويو کورنيو ته د ځواب ويلو پلان جوړونې دوه ورځنی ورکشاپ پای ته ورسيده.

دغه ورکشاپ، چې جلال اباد ښاروالۍ مېملستون کې جوړ شوی و د پای مراسمو کې يې د ننګرهار والي سربيره د دې ولايت د بېلا بېلو ادارو مسئولينو او د مرسته کوونکو ادارو استازو او کار کوونکو ګډون درلود.

د کډوالو چارو رئيس غلام حيدر فقيرزي وويل، چې ياد ورکشاپ د ننګرهار والي په لار ښوونه پيل شوی و ، چې موخه يې دې ولايت ته د راستنو شويو او داخلي بې ځايه شويو کورنيو ته په روغتيا، پوهنې، کليو پراختيا، سرپناه او يو شمېر نورو برخو کې د اسانتياو برابرول دي.

فقيرزي زياته کړه، چې د مرسته کوونکو ادارو د پلان له مخې به هغه کورنۍ، چې بيرته خپلو سيمو ته ستنيږي د سر پناه په موخه به د ځمکو د ويش لړۍ ورته پيل شي او د حرفوي زده کړو تر څنګ به ورته نورې بېلا بېلې اسانتياوې برابرې شي.

نوموړي د ښار جوړونې، ښار والۍ او يو شمېر نورو اړوندو ادارو څخه غوښتنه وکړه، چې راستنيدونکو او داخلي بې ځايه شويو کورنيو ته د سرپنا برابرولو په موخه خپل کاري پلانونه ترتيب کړي.

سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل ياد ورکشاپ ګټور وباله، د ولايت سکتوري ادارو او نړيوالو مرستندويه ادارو مسئولينو څخه يې غوښتنه وکړه، چې د پلان له ترتيب وروسته په عملي کولو کې لازم اقدامات تر سره کړي.

نوموړي وويل، چې ولايتي اداره هڅه کوي؛ څو بيرته را ستنيدونکو کورنيو ته د سرپناه او د ژوند نورو برخو کې اسانتياوې برابرې کړي.

ده ډاډ ورکړ، چې د داخلي بې ځايه شویو او بيرته را ستنيدونکو کډوالو د جوړ شوي پلان په عملي کولو کې بشپړه همکاري تر سره کړي.

کډوالو چارو کې د ولسمشر سلاکار خيبر فراهي وويل، چې مرکزي ادارې د کډوالو ستونزو حل په موخه يوه پاليسې جوړه کړې وه؛ خو اوس يې د کډوالو د ستونزو د حل په موخه د پلان جوړونې دوه ورځنی ورکشاپ په لاره اچولی.

ده وويل، چې مرکزي حکومت ژمن دی، چې د نړيوالو موسساتو او د ولایتي ادارې مسئولینو سره په همغږۍ د کډوالو ستونزې حل کړي.

د ورکشاپ په وروستۍ برخه کې په ګروپي ډول مشورې وشوې او د کډوالو ستونزو حل په موخه يو شمېر وړانديزونه په پلان کې شامل شول.

دغه راز مسئولینو ډاډ ورکړ، چې د دغه پلان په جوړلو سره به د کډوالو ستونزې يو څه حل شي.

د ننګرهار په څلورو ولسواليو کې ۴۶ زره انجونو زده کوونکو سره د غوړيو مرسته پيليږي

د ملګرو ملتونو نړيوال سازمان مسئولين وايي، چې د روان کال اپريل مياشتې لومړيو کې به د دې وولايت روداتو، خوږياڼو، سره رود او بهسودو ولسواليو ۹۷ ښوونځيو د لومړي ټولګي څخه تر شپږم ټولګي پورې هرې زده کوونکې ته يوه – يوه قطعۍ د غوړيو مرسته وويشي.

دغه ناسته، چې د وري په ۲۹ مه ولایت مقام کې تر سره شوه پکې ننګرهار والي، د ملګرو ملتونو خوراک نړيوال سازمان استازو او پوهنې رئیس برخه لرله.

سلاکار وزير او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د WFP يا خوراک نړيوال سازمان د دغه برنامې د پلي کيدا هر کلی وکړ.

نوموړي وويل، چې د ننګرهار ولسونه د تعليم سره ډېره مينه لري او په دې ولايت کې په زرګونو هلکان او انجونې په زده کړو بوخت دي.

ده د WFP ادارې څخه وغوښتل، چې دغه پروګرام د ننګرهار څلورو ولسواليو سربيره نورو ولسواليو ته هم وغځوي او د عدالت پر بنياد زده کوونکو ته د غوړيو مرسته ورسوي.

د پوهنې رئیس استاد الله داد اسماعيلزي وويل، چې د پوهنې رياست په غوښتنه د خوراک نړيوال سازمان غواړي، چې د روان کال اپريل له پيل څخه د دې کال تر پاي پورې ۴۶ زره ۱۲۷ انجونو زده کوونکو ته د غوړيو مرستې پيل کړي.

نوموړي وويل، چې دغه مرسته په روداتو، سره رود، خوږياڼيو او بهسودو ولسواليو کې د ۹۷ ښوونځيو له اول ټولګي څخه تر شپږم ټولګي پورې پر ښځينه زده کوونکو وېشل کيږي.

ده زياته کړه، چې د سره رود او بهسود ولسواليو کې بيرته را ستنيدونکو کډوالو کورنيو د کمپونو په ښونځيو کې له اول ټولګي څخه تر نهم ټولګي پورې پر هر زده کوونکي يو- يوه قطعۍ غوړي وېشل کيږي.

د WFP استازو وويل، چې دغه برنامه به نهه مياشتې دوام وکړي او ژمنه يې وکړه، چې په راتلونکې کې به دغه برنامه لا پراخه کړي.

د ننګرهار والي په لارښوونه د کډوالو چارو او يونيسيار ادارو په تخنيکي همکارۍ ننګرهار ولايت ته د راستنو شويو او داخلي بې ځايه شويو کورنيو ته د ځواب ويلو پلان جوړونې دوه ورځنی ورکشاپ پيل شو.

دغه ورکشاپ ، چې د وري په ۲۸ مه د جلا ل اباد ښار والۍ ميلمستون کې پيل شو د دې ولايت د بېلا بېلو ادارو پر مسوولينو سربيره د بهرنيو مرسته کوونکو ادارو استازو او کار کوونکو پکې ګډون کړی و.

د کډوالو چارو رئيس غلام حيدر فقيرزي وويل، چې ياد ورکشاپ د ننګرهار والي په لار ښوونه پيل شوی ، چې موخه يې دې ولايت ته د راستنو شويو او داخلي بې ځايه شويو کورنيو ته په بېلا بېلو برخو کې د اسانتياو برابرول دي.

فقيرزي زياته کړه، چې د مرسته کوونکو ادارو د پلان له مخې به هغه کورنۍ، چې بيرته خپلو سيمو ته ستنيږي د سر پناه په موخه به د ځمکو د ويش لړۍ پيل شي او د حرفوي زده کړو تر څنګ به ورته نورې بېلا بېلې اسانتياوې برابرې شي.

نوموړي د ښار جوړونې، ښار والۍ او يو شمېر نورو اړوندو ادارو څخه غوښتنه وکړه، چې راستنيدونکو او داخلي بې ځايه شويو کورنيو ته د سرپنا برابرولو په موخه خپل کاري پلانونه ترتيب کړي.

د ولايت سرپرست مرستيال سرڅيړونکي ډاکټر محمد علم اسحاقزي وويل، چې هغه کډوالې کورنۍ، چې هېواد ته راستنيږي بايد له وړاندې ورته تدابيري پلانونه جوړ شي او هغه اسانتياوې ورته برابرې شي، چې اړتيا ورته لري.

اسحاقزي وويل، چې ولايتي اداره به هڅه وکړي ،چې کډوالو کورنيو ته د سر پناه برابرولو سربېره په ټولو برخو کې لازمې اسانتياوې برابرې کړي.

د ولايت سرپرست مرستيال دغه راز بهرنيو مرسته کوونکو ادارو ته سپارښتنه وکړه ، چې راستنيدونکو کډوالو کورنيو ته د حرفوي زده کړو ترڅنګ په نورو بېلا بېلو برخو کې کاري زمېنې برابرې کړي او هم يې له هغه ادارو مننه وکړه ،چې تر دې دمه يې کډوالو او داخلي بې ځايه شويو کورنيو سره مرستې کړي دي.

د ۲۰۲ شمشاد ساحوي زون قوماندانۍ نهه تنو افسرانو ته ترفيع ورکړل شوې .

په همدې موخه جوړو شو مراسمو کې د ۲۰۲ شمشاد ساحوي زون قومندان مل پاسوال خيرمحمد تيمور وويل : ددوئ په وړانديز او د کورنيو چارو وزارت په منظورۍ د ۲۰۲ شمشاد ساحوي زون قوماندانۍ نهه تنه افسران په ترفيع ونازول شول .

تيمور يادو افسرانو ته د مبارکۍ ويلو ترڅنګ د ملي پوليسو ميړانه او قربانۍ وستايلې ، چې په خبره يې تل يې د خپل دين او خاورې څخه په کلکه ساتنه کړې او دښمنانو ته يې غاښ ماتونکی ځواب ورکړی .

نوموړي زياته کړه د وسلوال پوځ مړه سرتيري رښتيني شهيدان او ژوندي يې رښتيني غازيان دي ، چې په وينا يې دوی د خپل دين او ناموس د ساتنې په موخه له دښمن سره جګړه کوي .

د ۲۰۲ شمشاد ساحوي زون قومندان مل پاسوال خيرمحمد تيمور د ملي پوليسو افسرانو ته سپارښتنه وکړه ، چې د دندې پرمهال د ملکي وګړو ژوند او د عامه ځايونو خونديتوب ته ځانګړې پاملرنه وکړي .

په ورته وخت کې د ۲۰۲ شمشاد ساحوي زون قوماندانۍ امنيتي مرستيال محمد معروف احمدزي او د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې امر جلالي وويل، چې قانون پلی کوونکی بايد تر ټولو وړاندې قانون پرځان پلی کړي ، نو په همدې اساس يي پوليس خپلو دندو ته ځير کړل او ورڅخه يي وغوښتل ، چې ولسي خلکو ته د نيک چلند له مخې خدمت وکړي .

د ننګرهار پوهنتون په مشرۍ د خصوصي پوهنتونونو او پوهنې رياست په مرسته د دې ولايت په ټولو ولسواليوکې د کانکور چمتوالي ښوونيز پروګرام پيليږي.

دغه غونډه ، چې د ننګرهار پوهنتون په مشرۍ ، د سولې مرکز په نوښت او د پوهنې رياست په غوښتنه جوړه شوې وه پکې د ننګرهار پوهنتون مسولينو سربېره دپوهنې رياست تدريسي مرستيال ، د خصوصي پوهنتونونو ريسانو او ننګرهار پوهنتون د سولې مرکز مسولينو ګډون کړی و.

په غونډه کې دننګرهار پوهنتون رئيس پوهندوی ببرک مياخيل وويل ،له جوړې شوې غونډې څخه يې موخه د ننګرهار بېلابېلو ولسواليو د دولسمو ټولګيو فارغانو ته د کانکور چمتوالي پروګرام ، چې د پوهنې رياست او خصوصي پوهنتونونو په مرسته پرمخ وړل کېږي پيلول دي .

مياخيل وويل ، چې د شوي تفاهم له مخې به دپوهنې رياست د مرکزونو په جوړښت کې او دننګرهار پوهنتون او د خصوصي پوهنتونونو ادارې به د استادانو ګمارنه کې مرسته وکړي .

د ننګرهار پوهنې رياست تدريسي مرستيال استاد اول ګل اوبوزاهد وويل، چې دنا امنو سيمو د دولسمو ټولګيو فارغان ، چې له خپلو سيموکډوال شوي ، له اقتصادي او نورو ستونزو سره مخ دي اړينه ده ، چې لاسنيوی يې وشي .

نوموړي وويل سږکال تر ۲۰ زرو زياتو د دولسم ټولګيو فارغانو ته يې د کانکور دګډون فورمې وېشلي دي .

په غونډه کې ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستيال پوهنمل نعيم جان سروري وويل، چې ننګرهار ولايت به دکانکور چمتوالي په موخه په څو حوزو و ويشي او هر خصوصي پوهنتون ته به يوه حوزه ورکړل شي .

دغونډې ګډون والو پرېکړه وکړه، چې د شينوارو څلورو ولسواليو اچين ،نازيان دوربابا اوغني خيلو ولسوالۍ به د التقوا د لوزده کړو موسسي لخوا ،هسکه مينه ،رودات او کوټ ولسوالۍ به د الفلاح پوهنتون لخوا ، خوږياڼي، حصارک اوشېرزادو ولسوالۍ به د سپين غرپوهنتون لخوا ، چپرهاراو پچيراګام به د چپرهار د محصلينو علمي ټولنيزې اوکولتوري ټولنې له لوري ،دره نور ښېوه ،کامه اوګوشته به د ننګرهار پوهنتون لخوا ،سره رود بهسود او جلال اباد ښاربه د خراسان پوهنتون لخوا ،لعلپوره ،مهمندره او بټي کوټ ولسواليو کې به د روښان خصوصي لوړو زده کړو موسسي له لوري د کانکور چمتوالي ښووونيز پروګرام پيل شي .

د غونډې په پای کې په ننګرهار کې د خصوصي پوهنتونو مسولينو له لوري ننګرهار پوهنتون ريئس ته په هر سمستر کې د بې وزلو زده کوونکو لپاره د دوه دوه سکالر شيپونو د ورکړې ژمنه هم وشوه ،چې تړونونه به يې وروسته لاسليک شي.

په ننګرهار کې د شهيد پاسوال زړور زاهد له روزنيز مرکز څخه په ديارلسمه دوره کې دعامه نظم اتيا تنه ساتمنان فارغ شول.

په ننګرهار کې د شهيد پاسوال زړور زاهد له روزنيز مرکز څخه د دوشنبې په ورځ په ديارلسمه دوره کې د شپږ اوونيو مسلکي زده کړو وروسته د عامه نظم اتيا تنه ساتمنان فارغ او خپلو دندو ته ساتنه شول.

د فراغت په دغه مراسمو کې دشهيد پاسوال زړور زاهد روزنيز مرکز سرپرست اداري مرستيال سمونمل توريالي دراني فارغ شوي ساتمنان خپلو دندو او مسئولينو ته څير کړل او هم يې پرې تصديق پاڼې ووېشلې .

ديادونې ده ، چې د عامه نظم دساتمنانو په فراغت غونډه کې دعامه نظم اوومې لوا درستيز وال سمونوال محمديونس ابراهيم خېل ، دعامه نظم اومې لوا د تعليم او تربيې مدير ، د ننګرهار امنيه قوماندانۍ دجلب او جذب استازي ، دياد مرکز رهبرۍ ، استادانو او يو شمېر سربازانو ګډون کړی و.

د ننګرهار شين کيوکشن کان کراټې لوبډلې وکړای شول دکراټې په ولايتي سياليو کې د هيواد په کچه دويم مقام خپل کړي.

د ننګرهار د شين کيوکشن کان کراټې فډراسيون مسئول خان محمد کاکړ په وينا يادې سيالۍ، چې د هېواد د شلو ولايتونو د يوسلو پنځوس تنه ورزشکارانو په ګډون د هرات ولايت په کوربتوب ترسره شوې ، موخه يې راتلونکو آسيايي سياليو ته د غوره لوبغاړو پيژندل و.

نوموړي زياته کړه په دې سياليوکې د ننګرهار ولايت په استازولۍ درې تنه ورزشکارانو او يو تن روزونکي برخه لرله ، چې په پای کې يې وکولای شول چې له يادو سياليو څخه د درېيم مقام ترلاسه کولو سربيره استاد مقبول شاه په آسيايي سياليو کې د ګډون حق ترلاسه کړی، چې په نږدې راتلونکي کې د جاپان په کوربتوب ترسره کيږي.

په همدې حال کې مقبول شاه او د ننګرهار دالمپيک امر سيد عالم شاه مختاري ترسره شوې سيالۍ ګټورې يادې کړې.

په چپرهار او غنې خېلو ولسواليو کې د کوکنارو لمنځه وړلو کمپاين تر سره شو.

د ننګرهار ولايت په چپرهار او غني خېلو ولسواليو کې يو ځل بيا د کوکنارو لمنځه وړلو کمپاين تر سره شو، چې په ترڅ کې يې لسګونه جريبه ځمکه د کوکنارو له کښت څخه پاکه شوه.

د معلوماتو له مخې په چپرهار ولسوالۍ کې ۱۱۰ جريبه او دغه راز په غني خېلو ولسوالۍ کې هم لسګونه جريبه ځمکه د کوکنارو له کښت څخه پاکه شوه.

ياد کمپاين يې دنشه يي توکو پرضد دمبارزې وزارت له پلان سره سم او د سلاکار وزير او ننګرهار والي په لارښونه پيل شوی ، چې تر هغې به دوام وکړي ،څو په دې ولايت کې ټارګيټ شوې ځمکه په بشپړ ډول له کوکنارو څخه پاکه شي.

د نشه يي توکو دوه تنه قچاق کوونکي له ۲۳۰۰ کيلو ګرامه چرسو سره ونيول شول

د ننګرهار ولايت بهسودو ولسوالۍ ثمر خېلو سیمه کې پوليسو په يوې هينو ډوله موټر کې له دوو تنو سره په ۶۶ بوجيو کې ۲۳۰۰ کيلو ګرامه چرس ونيول.

دغه چرس د ننګرهار له حصارک ولسوالۍ څخه راوړل شوي و او د دې ولايت د غني خېلو ولسوالۍ مارکوه بازار ته لېږدول کېدل.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره اوونۍ هم پوليسو ۵۳۵ کیلو ګرامه چرس له څو تنو سره نيولي و، چې نيول شوي کسان عدلي او قضايی ارګانو ته سپارل شويدی.

دوه سوه درويشت کډوالو کورنيو سره د غير خوراکي توکو مرسته وشوه

د ننګرهار ولايت کډوالو چارو رياست په هلو ځلو د JEN موسسې په مالي مرسته له پاکستان هېواد څخه را ستنو شويو ۲۲۳ کورنيو سره د غير خوراکي توکو مرسته تر سره شوه.

د مرستې پر مهال هرې کورنۍ ته درې تختې کمپلې، يو د اوبو ابدان، دوه د اوبو سطلونه، صحي کيټونه، دوه تختې ترپالونه، يوه ګاز ډبه، د اوبو ترموز او د اشپز خانې ظرفونه ورکړل شول.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *