لومړی به دا ووایو چې د سپرم حرکت څومره دی چې پوه شو سپرم څنګه تر هګۍ ځان رسولی شي بې له شکه د سپرم حرکت د نورو عواملو ترڅنګ په حاملګۍ کې مهم دی سپرم پ/ه هره دقیقه کې درې میلیمتره حرکت لري له دې کبله په اوو یا اتو دقیقو کې کابو دوه نیم سانټي متره لاره کچ کوي خو د مقاربت په وخت د مهبل سپزم او د رحم ترشحات هم ددې سبب کیږي چې سپرمونه د رحم په لور حرکت وکړي او دا ددې سبب کیږي چې سپرم ځان رحم ته ورسوي او هګۍ القاح کړي البته د سپرمونه حرکت بې هدفه وي او ممکنه ده پر هر لوري حرکت وکړي او دا یوازې چانس دی چې له میلیونونو سپرمونو څخه یو، له هګۍ سره القاح کیږي.
خو ډیر ځله اصولاً اضافي مایع له رحمه بهر کیږي او دا دومره د اندیښنې خبره نه ده ځکه چې لکه چې وویل شول له میلیونونو سپرمونو څخه یوازې یو سپرم د هګۍ دالقاح لپاره په کار دی خو ددې لپاره چې بیخي ډاډه شئ غوره ده له مقاربت وروسته څو دقیقې میرمن له ځایه پورته نه شي ترڅو مني د رحم په لور حرکت وکړي او غوره ده چې نارینه خپل سپرم د رحم په عمق کې تش کړي .
البته بیا هم یادونه کوم چې له مقاربت وروسته د مني راوتل د امینداورۍ لپاره هیڅ مهم نه دی کله نا کله دغه مسله رامنځته کیږي ځینې وخت که د نارینه تناسلي اله غټه وي او یا دا چې مهبل کوچنی وي اوبه له مهبله بهر وځي خو په ټولو دغو مواردو کې میرمن حامله کیږي خو که بیا هم اندیښنه لرئ غوره ده د میرمنې تر لګن خاصرې لارې یو بالښت کیښودل شي او درې یا څلور ساعته استراحت وکړي او که احیانا دحمام کولو نیت لري غوره ده له شیرګرمو اوبو استفاده وشي ځکه چې ډیر حرارت ممکنه ده سپرمونه له منځه یوسي .
مخکې هم په دې مسلې موږ خبرې کړي چې تفصیل ېې دلته لوستلی شئ:
په کلې توګه ددې لپاره چې یوه میرمن حامله شي باید د سړي سپرم دمیرمنې هلګۍ ته ورسیږي نو باید دغه دوه سره یو ځاي شي چې امیندواري رامنځته شي که دعقامت ستونزه نه وي په معمولي توګه سپرم هر وخت موجود او دمیرمنې حامله کیدا ته تیا ر وي خو هګۍ په خاص وخت کې او په میاشت کې یو ځل چمتو کیږي کله چې یوه میرمن میاشتني ناروغي لري دخونریزې له پيلیدا وروسته کابو په څوارلسمه ورځ هګۍ له تخمدانه بهر کیږي او په رحم کې ځاي په ځاي کیږي او د لنډ وخت لپاره یعنې د دولس او اته څلویښت ساعتونو ترمنځ دا توان لري چې القاح شي سپرم هم دمیرمنې په بدن کې تر کابو څلور ورځو پورې دمیرمنې په تناسلي غړي کې دهګۍ د القاح کولو توان لري نو ددې لپاره چې هګۍ القاح شي دمقاربت تر ټولو غوره وخت د میاشتنۍ ناروغۍ با پریوډ منځنۍ ورځې دي یعنې د خونریزۍ له پيلیدا وروسته کابو څوارلسمه ورځ ده کابو ځکه وایو چې په ځینو میرمنو کې میرمنو کې دغه موده لنډه او په ځینو کې اوږده وي که میرمنې لږ دقت وکړي له تخمدانه دهګۍ د ازادیدا وخت او شیبه معلومولی شي ځکه کله چې هګۍ له تخمدانه جلا کیږي دنس په ښکتنۍ برخه کې کمزوری درد احساسوي چې له څو دقیقو تر څو ساعتونو پورې دو ام کولاي شي .
د دې لپاره چې په دغه مطلب ښه پوه شو د هګۍ د ازادیدا په هکله به په تفصیل خبرې وکړو:
که فرضاً یوه میرمن په هرو اته ویشت ورځو کې مریضه کیږي د مریضي له پيلیدا وروسته په څوارلسمه ورځ هګۍ په رحم کې ځاي په ځاي کیږي که په دغه وخت کې یعنې له یو لسمې ورځې تر پنځلسمې ورځې مقاربت ترسره شي دحاملګۍ چانس ډیر وي ډیر ځله دغه ورځې سمې نه اټکل کیږي او حتي ممکنه ده کلونه یوه میرمن حامله نه شي . البته دغه موده په هغو کسانو کې ده چې دمیاشتنۍ مریضي ترمنځ واټن پکې اته ویشت ورځي وي خو که مثلا دغه موده پنځه دیرش ورځې وي نو دهګۍ ا ازادیدا موده ممکنه ده یو ویشتمه ورځ وي خو منځۍ ورځې په ټول کې چانس ډیر وي دغه راز په میرمنو کې دپریوډ موده او دوره هم توپیر کوي.
په ټول کې دغه خبره په یاد لرئ ددې لپاره چې حمل ترسره شي باید دهګۍ له ازادیدا یوه یا دوه ور ځې مخکې او له هغه څلور ویشت ساعته وروسته که مقاربت وشي ښه نتیجه ورکوي خو دغه خبره هم هیره نه کړئ چې حتي که په سم وخت کې ههم مقاربت وشي په کال کې پنځه اتیا په سلو کې دا چانس شته چې میرمن حامله شي
پر دې سربیره کله چې له مرضئ وروسته په کابو څوارلسمه ورځ دقت وشي دمیرمنې په بدن کې ځینې بدلونونه رامنځته کیږي د مثال په توګه درحم په خوله کې ترشحات زیاتیږي چې سپين رنګه وي دغه ترشحات سپرم ته اجازه ورکوي چې درحم له لارې تیر شي او دفالوپ په لور لاړ شي چې له هګۍ سره ځان یو ځاي کړي .
پر دې سربیره د بدن د تودوخې درجه زیاتیږي ښايي دغه بدلون تاسو احساس نه کړئ خو په ترمامتر سره پوهیداي شئ چې څو درجه تودوخه لوړه شوې ده البته ځینې ډاکټران وايی کله چې دبدن تودوخه زیاته شوه په دې معني ده چې له هغه وروسته تربلې میاشتې پورې دامیندارۍ امکان نه وي.
په درملتونونو کې یو ډول تیا تستونه پيدا کیږي چې په بدن کې د LH هورمون اندازه په ادرار کې معلوموي او دولس یا شپږدیرش ساعته مخکې له دې چې هګۍ ازاده شي تاسو خبروي په دې ډول دمقاربت تر ټولو ښه وخت درښيي البته دغه الې هم تیروتنه کولي شي ځکه چې امکان لري دغه هورمون دهګۍ له ازادیدا پرته هم لوړ شي.
دمني راوتل هم کومه ستونزه نه ده که په خپل وخت مقاربت ترسره شي او هګۍ القاح شي په هر ځل مقاربت کې دومره سپرم داخلیږي چې یوه میرمن حامله کولاي شي.
د دویمي پوښتنې په هکله مو هم باید ووایو چې تر یوه حده به په دې مسلې خبرې وکړو خو له هغه زیات غوره ده له یوه ډاکټر سره هم مشوره وکړئ:
معمو لاً دژبې دبندیدا ستونزه له ماشومتوبه پيلیږي خوله دې چې زموږ په هیواد کې دې مسلې ته ډیره توجه نه کیږي نو دغه ستونزه ترلوینې پورې پاتې کیږي او ورو ورو سخته کیږي ګڼي په ډیرو هیوادونو کې دغه ستونزه په ماشومانو کې وي خو په همغه ماشومتوب کې د خبرو د روانیدا کلینکونو ته معرفي کیږي اوهلته ډاکټران په څو ټولګیو کې له دغه ماشوم سره مرسته کوي او کابو نوي په سلو کې بیرته ښه کیږي دژبې دبندیدا ستونزه په ماشومتوب کې له دوه یا څلورکلنۍ پيلیږي خو په اوو کلنۍ کې له دې چې ښوونځي د تګ وخت وي ډیر تبارز کوي هغه ماشومان چې په ماشومتوب کې حتي معالجه شوي هم وي ممکنه ده په لوینې کې ورته دغه ستونزه پيدا شي.
دژبې دبندیدا ستونزه ترنجونو په هلکانو کې ډیره وي او یو تحقیق چې په اروپا کې شوې ددې ښودنه کوي چې اویا په سلو کې هلکان او دیرش په سلو کې نجونې په دې ستونزې اخته کیږي.
هغه څه چې زموږ په ټولنه کې دخواشینۍ خبره ده او دغه ستونزه هم ممکنه ده نوره سخته کړي په دغسې ماشومانو ریشخند وهل دي په داسې حال کې که په ماشومتوب کې و رسره مدارا وشي او ماشوم وهڅول شي چې ورو ورو او په حساب خبرې وکړې ښايي ډیر ژر دغه ستونزه ډاکټره ته له ورتګ پرته حل شي کله چې دانسان دخبرو وسیلې که هغه ژبه وي او نورڅنګلوري غړي له یوه تشنج سره مخامخ شي ځینې تورې نه شي ادا کولاي او هغه مجبوره کیږي همغه توري بیا تکرار کړي.
البته په بیلابیلو هیوادونوکې دژبې دبندیدا مختلف ډولونه بیان شوي چې دیوه انګریزي کتاب په اساس په ټول کې دوه ډوله ېې اساسي دي یو کلونیک ډول دی چې په دې ډول کې یو کس معمولاً دیوې کلمې لومړنی سیلاب په بیړه او تشنج سره ادا کوي دمثال په توګه دپلار کلمه داسې بیانوي پ پ پ پلار .
بل ېې ټونیک ډول دی په دې ډول کې په هغو عضلو کې چې له خبرو سره مرسته کوي څو ثانیې بې کاره کیدل یا مکث پيدا کیږي او دغه ځنډیدا ددې سبب کیږي چې ناروغ دخبرو لپاره فشار راوړي او ځینې خاص حرکات ترسره کړي او دغه کس له څو ثانیې ځنډ وروسته په ډیر فشار سره دغه کلمه ادا کوي.
هغه وخت چې ماشوم لا ددې ستونزې په اړه سم درک نه لري اونور کسان متوجه کیږي چې ژبه ېې ښه نه ده معالجه ګټوره وي او یا دخبرو د روانیدا مرکزونه ښه مرسته کولاي شي ځکه چې ماشوم نورې عاطفي او رواني ستونزې نه لري او لاپه دې نه شرمیږي او دکمي احساس نه کوي چې ولې زما ژبه بندیږي.
خو کله چې ماشوم لږ لوي شي او دکارولو لپاره کلمې هم ورته ډیریږي دغه راز له رواني پلوه هم یو خنډ ورته پيدا کیږي دغه راز ټولګیوال ،ښوونکي او کورنۍ هم پرې فشار راوړي نوپه دې ډول دماشوم معالجه هم سختیږي . مثلاً کله چې کورنۍ او خپلوان پوه شي ماشوم تړۍ تړي دی نو غبرګون ښيي ماشوم دغه غبرګون درک کوي او په دې ډول دعضلاتو تشنج او ټنشن نور هم زیاتیږي.
څومره چې دغه حالت ځنډیږي هومره ېې علاج سختیږي ځکه چې څومره ماشوم لویږي هومره ډیره ورته اندیښمن کیږي او کاروونکي کلمې هم زیاتیږي التبه تراوسه ددې ستونزې اصلي علت نه دی معلوم شوی خو تړي تړي کیدا یو علت نه شي درلودلی جسمي عاطفي او ټولنیز علتونه ټول پکې اغیزمن دي ځینې وخت عصبي ستونزې هم موجودې وي او ځینې وخت ماشوم په خپلې ژبې ،خولې او شونډو کې کومه ستونزه لري خوستونزه چې هرڅه وي نن سبا له بیلابیلو لارو او رودو ددې ستونزې دعلاج لپاره کار اخیستل کیږي خو له قدرمنو افغانانو هیله دا ده چې که ستاسو ماشوم دغه ستونزه لري غوره ده چې دخبر دروانیدا یو مرکز ته ېې یوسئ په افغانستان کې دغسې مرکزونه نه شته خو په نورو ډیرو هیوادونو کې شته او له ماشوم سره ښه مرسته کوي البته وروسته به پرځینو لارو خبرې وکړو چې څنګه په خپله تاسو ورسره مرسته کولاي شئ.
په لویوالي کې تړي تړي کیدا هم په ماشومتوب کې ریشې لري خوله دې سره سره که و غواړئ په لوینې کې هم دغه ستونزه له ځانه لیرې کولاي شي.
دغه ستونزه له پیړیو پيړیو راهیسي موجوده وي په شپاړسمه میلادي پيړۍ کې ایټالیاوالو په ورمیږ او دغوږ ترشا سوري کول او دغه ځآیونه به ېې وسوځول او فکر ېې کاوه چې دغه کس ورسره ښه کیداي شي ،بقراط دژبې وچیدا د ژبې دبندیدا عامل باله ، او په نولسمه پیړۍ کې دژبې او په تالو کې دژبۍ عملیات کیدل خو نن سبا دخبرو او درملو په وسیله ددې ستونزې علاج کیداي شي خو عملیات نه غواړي.
درمل ېې ډیر عصبي او اورايي دي دغه راز په ځینو هیوادونو کې یو ډول الکټرونکي آله هم جوړه شوې چې په تړي تړي کې ترې استفاده کوي خو تراوسه پوې نه ده ثابته شوې چې څومره اغیزمنه ده .
په دې لړ کې په ۱۹۷۴ کال کې یوه وسیله معرفي شوه چې FAFبلل کیږی له هغه وروسته د PFF- Rhs په نامه یو مډرنه اله جوړه شوه چې ترمخکینۍ ېې کړچار ښه ؤ .
دغه لوستونکی چې په کوم عربي هیواد کې درس وایي که د خبرو د روانیدا speech therapy یوه مرکز ته ورشي ښايي ددې الې په معرفۍ کې ورسره مرسته وکړي .
البته یوه یادونه باید وکړو چې په اروپايي هیوادونو کې ډیر دخبرو په وسیله ددې ستونزې پر آواري ټینګار کیږي او نتیجه ېې هم ترلاسه کړې .
په دغو خاصو مرکزونو کې لومړی ناروغ ته دحجرې ،شونډو ،ژبې او دخبرو دنورو غړیو ترمنځ دغږملتیا چل ورزده کوي چې څنګه دغه ټول غړي په منظمه توګه دخبرو په وخت وکاروي ،او ناروغ ته ورښيي چې څنګه ورو او شمیرل شوې خبرې وکړي ،مطالعه وکړي او په لوړ آواز یو څه ولولي .
دغه راز ناروغ ته ورښيي چې کله ېې ژبه بنده شوه څنګه خپل نفس تنظیم کړي البته یادونه کوو چې ددغه کار لپاره خاص ډاکټران شته او متخصصان باید دغه کار ترسره کړي .
دغه پوښتنه ما مخکې ځواب کړې وه هیله ده درسره مرسته ېې کړې وي .