یو وخت زه، د ویسا ورځپاڼې مسوول چلوونکي محترم شفیقي صاحب، د دولتي مطابعو اوسني مشر ضیا بومیا او د رسنیو یو څو نور مسوولین او کارکوونکي، د سفما په یوه غونډه کې د ګډون له پاره اسلام آباد ته تللي وو.
سفما د جنوبي آسیا د رسنیو ټولنه ده چې مرکز یې په لاهور کي دی؛ خو اته ملي څانګې لري چې په افغانستان، پاکستان، هندوستان، بنګله دېش، مالدیپ، سریلانکا، بوتان او نیپال کې فعالې دي او هڅه کوي چې د دې سیمې د خلکو او دولتونو تر منځ د سولې، زغم، ټیکاو، ګډ کار او پرمختګ له پاره رسنیز کار وکړي او د تاوتریخوالي، عمدي سبوتاژ، یو د بل په کورنیو چارو کې د لاسوهنې، ترهګریز اعمالو او احتمالي جګړو مخه ونیسي. اوس داسي ښکاری چې د افغانستان سفما دفتر په حق رسيدلي او نوره سا نه وباسي
په هر صورت زه دلته نه غواړم چې د سفما په هکله ډېرې خبرې وکړم.
زما مطلب دا دی چې په لاهور کې مو یو ماښام په یوه میلمستیا کې چې د مرېیوټ هوټل د انګړ په یوه ارته او ښایسته کېږدۍ  کې جوړه شوې وه، د پاکستان د علماوو نظریاتی کونسل مشر مولانا طاهر اشرفی  ولید چې د ګران اسلام له غمه دوه سوه کېلو وزن لري او خېټه یې له ده څخه نیم متر مخکې روانه وي.
اشرفي هغه څوک دی چې بار- بار یې مجاهدین او طالبان په افغانستان کې جهاد ته هڅولي او دا وطن یی دارالحرب بللی.
اشرفي چې د یوه پاکستاني ژورنالیست په وینا، د لاهور (هیرامنديي) یا (حسن بازار) ته نژدې په یوه څلور پوړیزه (جونګړه) کې اوسي، هغه څوک دی چې د جنرال ضیاالحق او جنرال اختر عبدالرحمن او مولانا فضل الرحمن په شان یې (جهاد افغانستان دفاع پاکستان) باله؛ خو په عین حال کې به یې ویل چې په پاکستان کې قانوني نظام قایم دی، دلته جهاد ته اړتیا نشته او چې هر څه افغاني او پنجابي او عرب او عجم او چچین او ازبک او اویغور او … سرتیري جنګیالي دي، یا د پاکستان په مدارسو کې روزل شوي له دنیا بې خبره ځوانان دي، باید (دارالحرب) ته لاړ شي او که د کوم ښوونځي، کلینک یا سړک په ورانولو او یا د کوم انجنیر او ډاکټر او معلم او مهندس په وژلو  بریالي نه شی، خپله خو به د شهادت لوړ مقام ته ورسي او هغه دي دوه اویا حورې به ورته په تمه وي او خوندونه دې واخلي!
په کوم ماښام چې ما او جناب شفیقي صاحب مولانا اشرفي ولید، هغه د څراغونو په رنګارنګ وړانګو کې، د پنځو شپږو  پنجابي- پاکستاني ښځو او نارینه وو خبریالانو یا مېلمنو سره ناست و، له ساز او سندرو څخه یې خوند اخست او د هغه دوه دریو بوتلو ویسکي پرانستلو ته په تمه و چې په مېز ښکاره ایښي وو!
د ښاغلي شفیقي دې کور ودان وي چې په خپل یونلیک (په پخوانیو پلونو یو څو ګامه) کې یې د (شرابي مولانا اشرفي) دا کیسه په پوره امانتداري خوندي کړې او که نه کېدای شوای داسې یو څوک به پیدا شوی و چې ویلې یې وای، دا لیکوال د مجاهدنیو مخالف دی او په ( دوه سوه کیلویی بیوزلی مولانا اشرفی) پسې ناروا لیکلي!
دا کیسه ګۍ مې ځکه راوړه چې د یوه وطني ملا کیسه رایاده شوه. د وردګو د پخواني والی ښاغلي حلیم فدایي دې کور ودان وي چې په میدان وردګو کې یې د خپل ولایت په وخت کې یو څو بېسواده یا با سواده تنظیمي ولسوالان او ملایان د (تفریح) له پاره ترکې ته استولي وو.
ده په اصل کې غوښتل چې دا  خلک پرمختللي نړۍ وویني او د مدنیت احساس پکې پیاوړی شي.
د دې سفر یو ګډونوال ما ته کیسه وکړه چې دی او دا ولسوالان او ملایان په یو هوټل کې ځای په ځای شوي وو. ده وویل یو ملا په لومړنۍ ورځ چې کله خپلې کوټې ته تللی هلته یی تصمیم نیولی چې لومړی له نوي چاپریال سره بلد غوندې شي. ملا چې کله یخچال )میني بار (Mini Bar  پرانیستی، داسې کمکي کمکي بوتلان یی لیدلی چې ده په ژوند کې نه لیدلي او نه کتلی. ملا د خپل علم غیب په مرسته پوهیدلی چې دا شراب دي او په غوسه شوی چې دا د ترکیې اسلامي هېواد، د عثماني خلافت مرکز او داسې یو (کوپري) حرکت چې آن ملا ته یې په خونه کې شراب ایښي!  او پریکړه یې کړې چې ټول شراب به په (کمود) کې تش کړي!
سبا ته چې د میني بار مسووله ښځه خونې ته راغلي، ګوري چې ملا ټول شراب څښلي؛ ځکه یې یخچال بیا ډک کړی او په خپل زړه کې په داسې شرابي ملا آفرین ويلی!
ماښام مهال ملا بیا (کوپرونه) ويلی او شراب یی په کمود کې تش کړي. سبا میني بار بیا ډک شوی او ملا بیا په کمود کې اچولي او دا کیسه همداسې روانه ده!
لنډه دا چې په شپږم سهار چې افغاني پلاوی (چک اوټ) ته ورځي، په ملا پسې د زرو ډالرو بل راوځي. ملا پوښتنه کوي چې د څه له پاره 1000 ډالره ورکړي؟ د هوټل منیجر ورته ویلي چې تا هره شپه څو بوتله شراب څښلي!!
د هیات نور ګډونوال اریان پاته کېږي چې دا څه اوري؟ دا ساده کلیوال ملا او شراب؟! ملا بیا هم قسمونه او قرانونه خوري چې شراب یې نه دي څښلي؛ خو د هوټل منیجر دا خبره نه ده منلې او ویلې چې تا هره ورځ شراب څښلي؛ ځکه پیسې واچوه!
ملا قسمونه خوړلي چې شراب یې نه دي څښلي؛ خو مینجر ورته ویلي چې موږ هره ورځ ستا په مینې بار کې نوي- نوي بوتلونه ایښي او تا هر ماښام په سر اړولي!
په هر صورت د هیات غړو چې ټولې لارې بندې لیدلي، (انداز) کړی او د ملا د شرابو بل یې تصفیه کړي!
راوي وایي چې دوی تر اوسه هم هغه ملا ته د شرابو بل یادوي؛ خو هغه بیوزلی قسمونه او قرانونه خوري چې (څکه) یې نه ده کړې او ټول شراب یې په کمود کې تش کړي.
یو وخت به فرهاد دریا ویل: بانک تا بانک اس! زه اوس وایم چې از ملا تا ملا اس! د افغانستان ملا دومره سپین زړي دی چې د زرو ډالرو شراب یې په تشناب کې اچولي؛ خو د پاکستان خېټور مولانا اشرپي یې له ښځو سره وهي او ری هم نه وهي؛ ځکه چې (دارالحرب) ورمعلوم دی او دومره ګوډاګیان یې روزلي چې د پنجاب د انصارو وروڼو هر امر ته لاس په نامه ولاړ دي او د دې واجب قضا کول، د ایمان او اسلام په زیان بولي!!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *