بېګاه ماښام د لغمان ولایت اطلاعات او فرهنګ ریاست په انګړ کې د سمسور لغمان په نوم  دودیزه مشاعره پسرلنۍ  ترسره شوه.

په دې مشاعره کې لغمان والي عبدالجبار نعیمي.یوشمېر ملکي او امنیتي مسؤلینو ،د بیلابیلو ولایتونو شاعرانو،لیکوالانو ،استادانو ،ګڼ شمیر فرهنګي شخصیتونو او د ولسمشر سلاکار استاد لعل پاچا ازمون برخه لرله.

د سمسور لغمان په دودیزې پسرلنۍ مشاعرې کې ګڼو شاعرانو په زړه پورې شعرونو وړاندې کړل  او دشعر په ښکلې ژبه يې  ولس ته د ملي یووالي، وطن دوستۍ،علم او ملي ګټو د ساتنې پیغامونه ورکړل چې دبرخوالو لخوا د تود هر کلي سره مخ شول.

لغمان والي عبدالجبار نعیمي دجوړې شوې مشاعرې برخوالو ته   د ښه راغلاست په ویلو خپله لنډه وینا واوروله،نوموړي  له شاعرانو هیله وکړه چې د قلم او شعر په ژبه دې خپل غږ اوچت وساتي او د خپل هېواد د ابادۍ،امن،سولې او ثبات لپاره دې ولس ته څرګند پیغام ورکړي.

۳۰ /۱ /۱۳۹۶

د لغمان ولایت د رسنیو او اړیکو دفتر

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *