شاهین قول اردو

راپورونه وايي چې نن /جمعه/ غرمه مهال په بلخ ولایت کې پر شاهین قول اردو ډله ییزه حمله شوې ده.

لومړني راپورونه وايي چې د شاهین قول اردو په شاوخوا کې نښته روانه ده او ګومان کېږي چې د حمله کوونکو د برید هدف با دا قول اردو وي.

تر دې دمه د حملې په نتیجه کې، چې په چاودنې پیل شوه، د مرګ ژوبلو په اړه معلومات نه دي ترلاسه شوي.

شاهین قول اردو د ۱۳۸۳ لمریز کال په میزان میاشت کې د بلخ ولایت په دهدادي ولسوالي کې جوړه شوه. دا ولسوالي مزارشریف ښار ته څېرمه پرته ده.

د بلخ سیمه ییز چارواکي پر شاهین قول اردو ډله ییزه حمله تاییدوي، وايي چې لومړی یوه انتحاري د قول اردو د دروازې مخته ځان والوزاوه ورپسې نورو وسله والو ډزې پیل کړې.

دوی د حمله کوونکو دقیق شمېر څرګند نه کړ خو ویې ویل چې څو تنه په برید کې برخه لري.

د پېښې جزییات به وروسته وړاندې شي.

One thought on “پر شاهین قول اردو ډله ییزه حمله روانه ده”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *