په مسلمانانو کي د هغه کس په اړه اختلافات او بیل نظرونه له ډېره وخته شتون لري چي په ارادي توګه يې اسلامي مقدساتو ته سپکاوی کړی وي. يو شمېر عالمانو په دې اړه خاصي لیکنې کړې. لکه ابن تیميه چي د الصارم المسلول علی شاتم الرسول په نوم يې يو کتاب لیکلی او دا دريځ يې غوره کړی چي رسول ته ښکنځل کوونکی که مسلمان وي یا هم کافر؛ وژل کېږي.
دا يوازي ابن تیمیه نه دی چي د استهزا کوونکي سزا يې مرګ ټاکلې. بلکي تر ده مخکي او وروسته نور کسان هم شته چي د مقدساتو سپکاوی يې د کفر او قتل موجب ګڼلی.
له اسلام څخه د همدې علماؤ دې تعبیر پر اسلام باندي منتقدينو ته د نیوکو يو بل اپشن هم په لاس ور کړ. له همدې امله به چا اسلام د بې انصافۍ دين باله، چا د قراني ایاتونو او هغو احادیثو ترمنځ ټکر ته اشاره کوله چي د استهزا کوونکي د قتل خبر کي شوې او ځينو له بلې زاويې ورته کتل.
البته له دې هر څه سره د تاریخ په هر دور کي داسي پوهان هم ول چي دا کار يې نه یوازي دا چي د اسلام برخه نه بلی بلکي د اسلامي متونو په استناد يې سخت انتقادونه هم پر کړي.
که د دې مسلې د وضاحت لپاره موږ قران کريم ته پام وکړو او د انبياؤ سنت تر نظر تېر کړو نو راته ثابتېږي چي په اسلامي مقدساتو د استهزا کوونکي نه یوازي مرګ نه دی روا بلکي تر دې هم کمه سزا يې اسلام نه ده ټاکلې.
په قران کريم کي یو ځای لولو:
ولئن سألتهم لیقولن انما کنا نخوض ونلعب قل أبالله وآیاته ورسوله کنتم تستهزئون. لاتعتذروا قد کفرتم بعد ایمانکم ان نعف عن طائفة منکم نعذب طائفة بانهم کانوا مجرمین. (التوبه: ۶۵، ۶۶)
که له دوئ وپوښتې نو ارو مرو به درته ووايي چي موږ ګپې او ساتېری کاوه. ووایه چي نو په الله، ایاتونو او رسولانو يې پسخند وهئ؟ عذرونه مه بیانوئ تر ایمان وروسته مو کفر کړی که موږ ستاسو يوه ډله وبخښو نو بلې ته به مو عذاب ځکه ور کړو چي جرمونه يې کړي.
دا د توبې سورې اياتونه دي چي تر ټولو وروستی نازل شوی سورت دی. دلته وینو چي يو شمېر کسانو په ديني مقدساتو پسخند وهلی او بیا يې عذر دا بیان کړی چي ګپه وه. قران کريم يې ځواب ویلی چي په ديني مقدساتو د استهزا لامل مو هغه پټ کفر دی چي تر ایمان وورسته مو غوره کړی او له دې سره يې د اخروي عذاب ګوټڅنډنه ورته کړې او پيغمبر علیه السلام ته يې امر نه دی کړی چي عذاب ور کړي.
له دې ایته په ډاګه شوه چي په اسلامي ټولنه کي دين ته سپکاوی يو جرم دی البته د سزا په اړه يې څه نه دي ویلي او یوازي اخروي عذاب يې ياد کړی دی.
د المائدې په يوه بل ايت کي هم دي:
وقد نزل علیکم في الکتاب ان اذا سمعتم ایات الله یکفربها ویستهزأ بها فلا تقعدوا معهم حتی یخوضو في حدیث غیره انکم اذا مثلهم. یاني په کتاب درته نازل شوي چي که مو د الله له ایاتونو انکار او پسخند واورېد نو تاسو له هغوئ سره مه کينئ څو دوئ په نورو خبرو بوخت شي کنه تاسو هم د دوئ په شان یاست.
عيني همدا مطلب د النساء سورې په (۱۳۷) ايت کي هم بیان شوی دی. يو مهم ټکی دا هم دی چي دا درې واړه سورتونه په مدينه کي نازل شوی او دا مهال رسول الله د مسلمانانو مشري کوله او د ده په مشري له نامسلمانو يو شمېر جنګونه هم شوي دي. لنډه دا چي دا د وروستي وخت ایاتونه او حکم دی نه دا چي دا په صدر اسلام کي وو او بیا منسوخ شو.
له دې اياتونو ثابته شوه چي که څوک له ایاتونو انکار کوي او په څنګ کي ګپې هم ور باندي کوي، نو الهي امر دا دی چي دا مجلس همدې کسانو ته ور پرېښودل شي. کله چي دوئ د ایاتونو موضوع بدله کړه او بل بحث يې شروع کړ نو مسلمان ته اجازه شته چي له نامسلمانو کسانو سره د هغوئ په مجالسو کي ګډون وکړي. قران کريم نه دلته امر کړی چي پسخندیان ووژنئ نه يې د بند امر کړی او نه هم بله دنیاوي سزا. د دوئ د همدې عمل حساب پر خدای دی او هغه پوه شو خپله يې بنده. په دې موضوع کي بنده ته اختیار نه دی ور کول شوی چي کومه سزا ورته څانګړې کړي.
په يوه حدیث کي راځي چي نبي علیه السلام ته یو څارايي کس د اسلام منلو لپاره راغی. دې کس له رسول الله سره پر اسلام بیعت وکړ او ولاړ. خو بله ورځ راغی او له تبې يې شکايت وکړ او د بیعت ماتولو خبره يې هم ذکر کړه. رسول الله انکار وکړ او هغه کس اسلام پرېښود او له مدينې ووتی. رسول الله وویل چي مدينه د بنۍ په شان ده چي خیره وړي او اوسپينه پرېږدي. (بخاري باب المدينة تنفي الخبث حدیث نمبر: ۱۸۸۳)
د بخاري له دې حدیث څخه هم ثابته شوه چي کوم څوک له اسلام څخه وګرزي نو دا ګرزېدا یا انکار يې د دې سبب نه شي کېدای چي په دنیا کي سزا ور کړل شي. بلکي رسول الله یوازي همدا لوړي جملې ویلي او هغه کس چي خپله تبه يې د اسلام په بیعت پوري تړلې وه او بیرته يې بیعت هم مات کړ، هيڅ ونه ویل یوازي د بیعت له ور کولو يې انکار وکړ.
په سورت المنافقون کي هم د رسول الله او اصحابو په اړه ویل شوي چي دوئ ذلیل خلګ دي او وايي: لئن رجعنا الی المدينة لیخرجن الاعز منها الاذل. که مدينې ته ولاړو نو عزمتمن به يې بې عزته پسي اخلي.
قران کريم دا وینا را اخیستې چي د رسول په شان کي ویل شوي، خو نه يې دنیاوي سزا ورته ټاکلې او نه هم پيغمبر علیه السلام هغه کس ته چي دا وینا يې کړې او اصحابو شاهدي هم پر ادا کړه کومه دنیاوي سزا ور کړه.
د قران کريم په وینا چي هر نبي ته د خپلو امتیانو له لوري ویل شوي چي لیونی يې، د بل په اشاره کار کوې، شاعر يې، درواغ وايې، ګوډګر يې، سحر په در شوی او داسي نور سخت الفاظ، خو هيڅ نبي ته الله د همدې سپکاوي په خاطر امر نه دی کړی چي دا کسان یا ووژني یا هم بله دنیاوي سزا ور کړي.
له دې ټولو دلایلو څخه ثابته شوه چي مقدساتو ته سپکاوی يو ديني جرم دی چي سزا يې خدای خپله ور کوي. بنده حق نه لري چي په دې مسله کي له ځانه حدود وټاکي او د خدای بندګانو ته په خپله خوښه تعزیرات ور کړي. د ديني مسلو په تشريح او وضاحت کي قران کريم لومړی مقام لري او تر يوه داسي حدیث چي خبر واحد وي د انبیاؤ سنت په دين کي ډېر معتبر دي چي عمل په وشي. بیا په یوه داسي موضوع کي خو خبر واحد مطلق د عمل وړ نه دی چي هم د قران کريم خلاف وي، هم د ټولو پيغمبرانو د سنت خلاف وي او هم يې عقل ردوي. هغه روايات چي په اسلامي مقدساتو د پسخندیانو قتل يې روا کړی، پر خدای، ایاتونو، نبوي سنتو او هغو احادیثو دروغ دي چي دلته مي وړاندي له لاسوندونو سره ذکر کړل. خدای چي دا دين د انسانيت د سوکالۍ لپاره رالېږلی هيڅکله داسي امر نه ور کوي چي د بنده قتل یوازي د هغه په یو داسي عمل روا کړي چي سزا يې یوازي خدای ور کوي، خو له دې سره يې یوځل د بنده په لاس هم وکړوي. قران کريم وايي: وانزلناه الیک الکتاب لتخرج الناس من الظلمات الی النور. کتاب د همدې لپاره راغلی چي انسانانو له کړاونو روڼا ته راولي. نه دا چي پر خلګو بوج او پېټی شي. قران کي اساني ده سختي نه کوي، بل ځای وايي: یريد الله بکم الیسر و لا یريد بکم العسر. الله د اساني اراده لري نه د سختي.
د اسلام همدې اساسي روح ته په کتو ویلای شو چي اسلامي مقدساتو ته سپکاوی يو ديني جرم دی چي سزا يې خدای پر خپله ذمه اخیستې مګر په دنیا کي يې خپل رسول ته هم د دې اختیار نه دی ور کړی، نو له رسول پرته نور عام انسانان به د دې څه اختیار ولري؟
زبیر افغان
۲۰۱۷/ اپریل/ ۲۰