لنډۍ هغه ولسي شعرونه دي، چې شاعر یې معلوم نه وي او د هر حساس پښتنو او حساسې پښتنې د احساساتو هنداره باله شي ، چې لومړی نیم بیتی یې ۹ سیللابه او دویم یې ۱۳ سیلابه لري . استاد حبیب الله رفیع لیکي : ((لنډۍ یو هغه دوه مسره ایز نظم دی، چې لومړۍ او دوهمه مسره یې نه په قافیه کې سره یوشی او نه په وزن کې برابرې وي)) . (۶:۱)
لنډۍ د شعر د نورو ډولونو نه یو بېل او بشپړ ډول ځانګړی فورم لري ، چې دا ځانګړنه په نورو شعري فورمونو کې نه لیدل کېږي او نه د نړۍ په نورو ژبو کې شتون لري او همدارنګه د لنډیو شاعر معلوم نه دی د هر چا  یعنې د هر پښتون  او پښتنې د خیال او زړه خبرې دي ، د لنډیو د پیژندنې په اړوند په ځینو کتابونو ، لیکنو او خپرونو کې داسې راغلي دي.  لنډۍ په ولسي ادبیاتو کې هغه فورم دی، چې د ولس بې نومه او بې نښانه شاعر، پکې پدې بریالی شوی، چې د بشر د ژوند تر ټولو عالي شیبې په دوه نامتوازنو بیتونوکې ایجاز ، بیان اوتصویر کړي .
لنډۍ چې د پښتو ولسي ادب اساس او تهداب تشکیلوي پیغلو او ځوانانو پکې د ژوند هره برخه مناظره کړي ده او د مینې ، هجران ، وصل ،غم او خوشحالي  په حالاتو کې یې وایي .
جالبه دا ده، چې فورم یې کوچنی دی؛ خو د مانا د ځواک او لیږد له پلوه نه يوازې په پښتو کې ، بلکې په نړیواله شاعرۍ یې ساری لیدل شوی نه دی . (۴۰۹:۲)
ډیر خلک یې یو د بل په وړاندې د مسابقې په ډول هم وایي په تیره بیا پښتني پیغلې او زلمیان . د بېلګې په توګه لاندې لنډۍ:
ما سره سمه سیالي مه کړه
ما د لنډیو سپاري لوستلې دینه
                                                                 (۴۲۱:۳)
 
لنډیو د نومونې وجهې
د پښتنو په مختلفو سیمو کې لنډۍ په مختلفو نومونو باندې نومول شوي دي، لکه: ټپه ، مصره او ټیکۍ… البته په هر محیط کې  یې دا بیله بیله نومونه د بېلې بېلې وجهې سبب شوي وي؛ نو له دې کبله د لنډۍ په نومونه کې اختلاف معلومېږي .                                                                                                                           
 لنډۍ: د یو لنډ مار نوم دی، که څوک و چیچي ورڅخه نه رغیېږي ، یانې په لنډیو کې دومره شعري قوت موجود دی ، چې اغېز یې له هغه مار سره، چې نوم یې لنډی دی برابر دی، دغه راز  کېدای شي لنډۍ د خپل ترکیب  او جوړښت  له مخې هم لنډۍ بلل شوي دي او په کثرت سره یې  د کندهار او پکتیا خلک لنډۍ بولي.
ټپه : د ټپ(زخم) څخه اخیستل شوې ده ، څنګه چې ټپ  په انسان اثر کوي همداسې لنډۍ هم په اوریدونکي اغیز کوي؛ نو ځکه لنډۍ ته ټپه ویل کېږي .
مصره : د یوې تیرې تورې نوم دی، چې په مصر کې جوړیدله  او په پخوا وختونو کې خورا موثره وسیله وه ، مانا دا چې لنډۍ د مصرۍ تورې غوندې اغیزه ښیندلې شي د یوسفزیو ټبر او د پيښور پښتانه یې په کثرت سره مصره بولي .
ټیکۍ : د اصلي مطلب په مانا ده ، یانې زموږ  په هره  لنډۍ کې دا توان موجود دی ، چې په ښه شکل سره زموږ د مطلب ټکي په ښه توګه بیان کړيدي ، ټیکۍ په کثرت سره  مشرقي او وردګو خلک ورته وایي .  (۴۰۱۰:۲)
اخذلیکونه
 -1خانلری کیا ، زهرا . (۱۳۴۸ ل) . فرهنګ ادبیات فارسی دری . تهران : فرهنګ ایران .
۲- یون ، محمد اسمعیل . (۱۳۹۴ ل) . ادب تاریخ . کابل : د افغانستان ملي تحریک فرهنګي څانګه .
۳- مومند ، مجاور احمد . (۱۳۶۴ل) . پښتو لنډۍ . کابل : د افغانستان د علومو اکاډمي پښتو ټولنه دولتی مطبعه..

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *