راپور: حبیب الرحمن تاثیر –
د روان کال د وري میاشتي په ۳۱مه نېټه د اسلامي ثقافت د پلازمېنې په توګه د غزني د نومونې څلورمه کلیزه د زرګونه کسانو په ګډون په داسې حال کې ولمانځل شوه، چې له کابل څخه د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست وزیر رسول باوري، د ښار جوړونې وزارت مرستیال ډيپلوم حاجي اکبر احمدي، د لوړو زده کړو وزارت مالي اداري مرستیال احمد سیر مهجور او د ملي شورا یو شمېر غړو له پلازمېنې کابل څخه تشریف راوړی و.
غونډه د غزني د اسلامي ثقافت په نړیوال مرکز کې جوړه شوې وه، چې د قرآن کریم له تلاوت او ملي سرود غږولو وروسته د غزني والي ښاغلي عبدالکریم متین د ولسمشر محمد اشرف غني د پيغام لوستلو ترڅنګ ژمنه وکړه، چې په راتلونکي یوه کال کې به له ایسیسکو سره په ګډه د غزني د فرهنګي پراختیا په موخه ستر کنفرانس جوړ کړي.
نوموړي همدا راز د غزني په تاریخي مخینه رڼا واچوله او له مرکزي دولت څخه یې غوښتنه وکړه، چې د دې ولایت د تاریخي ابداتو رغونې ته پاملرنه وکړي. د غزني د ولایتي شورا وکیل حمیدالله نوروز چې د غونډې دویم ویناوال و، په غزني کې په شته ستونزو او د دې ولایت د اوسېدونکو په غوښتنو خبرې وکړې. نوموړي غزنی د علم، فرهنګ، ادب او اسلامي امپراتوریو د پراختیا مرکز وبلل.
د اطلاعات او کلتور وزارت سرپرست پوهاند رسول باوري وویل، چې په تېرو درېیو کلونو کې د غزني ۳۶ مهمې تاریخي ابدې رغول شوي او دې برخې ته د لا پاملرنې لپاره ژمنه کوي، چې د غزني تاریخي ابدو او ودانیو ته به په ټوله کې دولت او په ځانګړې توګه اطلاعات او کلتور وزارت توجه زیاتوي.
د ښار جوړونې مرستیال وزیر ښاغلي حاجي اکبر احمدي وویل چې د اسلامي ثقافت د ودانۍ ترڅنګ یې غزني کې یو شمېر مهمې پروژې پلي کړي او په دې برخه به پاملرنه لا زیاته کړي. د لوړو زده کړو معین ښاغلي احمد سیر مهجور هم د اسلامي ثقافت په توګه د غزني نومونه د ټولو افغانانو ویاړ وبلل او د پوهنتونونو په برخه کې د شته ستونزو په اړه به د غزني د چارواکو او خلکو ستونزې د وزارت رهبري ته ورسوي او د حل په موخه به یې تعقیب کړي.
د غونډې په لړ کې د بېلابېلو ښوونځيو د ترانو ټیمونو ترانې وړاندې کړې، د بدني روزنې آمریت بېلابېلو ورزشي ټیمونو ورزشي نندارې ترسره کړې او د دې ترڅنګ ملي اتڼ، چې د افغانستان په کلتور کې قوي ځای لري هم جشن ته ښکلا ورکړه، خو د نورو ترڅنګ د تاریخي ابداتو د ساتنې او د تاریخي ځمکو د غصب په خلاف تمثیلي ټوټې هم د ګډونوالو پام ځان ته واړول.
د دغه جشنواري په دویمه برخه کې د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزیر پوهاند رسول باوري د علمي، فرهنګي، انځوریزو او کرنیزو نندارتونونو پرانیسته وکړه. پوهاند رسول باوري د دې پرانیستنې پر مهال وویل، چې افغانستان د کلتور په لحاظ بډایه هېواد دی او لا زیات کار ته ضرورت دی، چې د خپل کلتور ساتنه وکړو.