تاند- د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني په بلخ ولایت کې د شاهین قول اردو د شهیدانو د درناوي لپاره په یوه حکم کې سبانۍ /یکشنبه/ د ملي ماتم ورځ اعلان کړه.

د ولسمشر په حکم کې راغلي «د ۲۰۹ شاهین قول اردو په جومات کې د وروستۍ تروریستي پېښې د شهیدانو، چې د جمعې د لمانځه په مهال شهیدان شول، د درنښت په منظور اعلان کېږي:

لومړی د یکشنبې په ورځ د ۱۳۹۶ د ثور په درېمه ملي ماتم اعلانېږي او د افغانستان بیرغ په ټول هیواد او له هیواده دباندې په سیاسي نمایندګیو کې نیم ځوړند کېږي.

دوهمه ماده: په شاهین قول اردو کې د وروستۍ تروریستي پېښې د شهیدانو روح ته د دعا او فاتحې خاص مراسم د یوې ورځې په مخه د ولسمشرۍ په جومات او د هیواد په ټولو جوماتونو کې ادا کېږي.»

د وروستیو راپورونو له مخې ښايي د حملې د قربانیانو شمېر ۲۰۰ تنو ته ورسېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *