کوچني اتل ورته په ټيليفون کې يو ځل بيا خپله پخوانۍ هيله تکرار کړه
“غواړي سرتېرى شي!”
ويې خندل او بې دمې يې د هوکې، بلکل او افرين کلمې په ټيټ غږ تکرار کړې.
په نوبت د ولاړو سرتېرو تادي وه، له ښېښې ور ها خوا يوه په اوږده ږيره لاس راتېر کړاو موسکى شو
“غرنيه! ستا خو زړه نه کېږي؛ خو د جمعې ورځ ده، لمونځ پاتې کېږي، زموږ نوبت مه سوځوه، هله نو! ”
د سر په ښورولو يې هغوی ته وويل چې سمه ده، غوږۍ نوره ږدي، خو د اتل وروستۍ خبرې يې زړه نری کړ:
“تا خو ډېرې شپې وکړې، موږ دې چاته پرېښي يو، نور کورته راشه!”
ده پيکه موسکا وکړه، په بنده بنده ژبه يې وويل:
“لنډو ورځو کې راځم، نور رخصت يم، قطار ته ماتل يم او ستا ډالۍ مې له ياده نه ده وتلې، هغه ورځ يې تنخوا راکړه، بس چې درغلم بايسکل به مې په اوږه وي. ”
په نه زړه يې غوږۍ کېښوده، خپل بايللي حواس يې راټول کړل او د کيڼ لاس په بټه ګوته يې د ډنډو سترګو نښې ورکې کړې.
او چې امام د نيت تړلو غږ وکړ، وحيد په څنګ وواهه
هسې هم کورونو ته روان يو، بې زړه کېږه مه، حال مو يو دی، که هغه کوچنۍ کورنۍ مو هېره ده، د دې وطن پالل وياړ دی.
موسک شو، سره يې وښوروه، داسې يې وښوده لکه چې هر څه يې هېر وي.
الله اکبر شو، سجدې ته ښکته شول او بيا د قيام لپاره هېڅوک هم پاتې نه وو.
د اپريل ۲۲مه ۲۰۱۷
