څه فکر کوئ، د جنت د حورو او غلمانو د هوس جل وهونکو؟!
د شهید شویو سرتیرو په دلګي کې به د یوې داسې کورنۍ د رڼا څرک او اسره، نه وي تته شوې، چې سپین سري مور او په ملا کړوپ پلار ولري؛ اوس د هغوی لپاره د ژوند کولو کومه وسیله شته؟!
څه فکر کوئ، د جنت د حورو او غلمانو د هوس جل وهونکو؟!
د شهید شویو سرتیرو په دلګي کې به د یوې داسې کورنۍ لاس نېوونکي ژوند له لاسه نه وي ورکړی، چې په کور دننه لس پیغلې خویندې ولري! د دوی راتلوونکی څه ډول دی؟!
څه فکر کوئ، د جنت د حورو او غلمانو د هوس جل وهونکو؟!
د شهید شویو سرتیرو په دلګي کې به د یوې ځوانې مېرمنې سردار د مرګ داعي لبیک نه وي ویلی! چې د واده یې؛ لا څو ورځې تیرې شوې وي!
څه فکر کوئ، د جنت د حورو او غلمانو د هوس جل وهونکو؟!
د شهید شویو سرتیرو په دلګي کې به یوه داسې ځواني او بشر تر خاور لاندې، نه شي چې د خپلې نامزدې کور ته یې د واده د جمتوالي په خاطر توکي وړي وي!
څه فکر کوئ، د جنت د حورو او غلمانو د هوس جل وهونکو؟!
د شهید شویو سرتیرو په دلګي کې به د یو داسې نازولي ماشوم پلار د مرګ ترخې نه وي څکلې! چې خپلې تنکۍ هیلې (زوی) ته یې د وړکي سایکل د راوړلو وعده ورکړې وي!
څه فکر کوئ، د جنت د حورو او غلمانو د هوس جل وهونکو؟!
د شهید شویو سرتیرو په دلګي کې به د یوې داسې کورنۍ ګل نه وي، شهید شوی چې د رنځورې مور د تداوۍ لپاره، خپلې وروستۍ تنخوا ته شپې او ورځې سبا کولې!
څه فکر کوئ، د جنت د حورو او غلمانو د هوس جل وهونکو؟!
تاسې یوه ستره غزا وکړه، الله تعالی ته پر سجده پراته معصوم پوځیان؛ مو شیهدان کړل!
۱۳۹۶/۲/۳ ص، ف دفتر جلال اباد
Wolasmashra.stha da fermanona pa khpal zai.kho esthekhbarath de kamzoree dee.pakarda chai dawlat wazeree.. sathanekzai esthepa werkre aw pa army head quarter ke ham investigations oshee.da na bas amliyath woshee.dasekhoba pa sazeshke kakar kasano tha da khalasee moqa melaw shee