د کابل ولایت مقام د غونډو په تالار کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو د بدمرغې پیښې په مناسبت د قران عظیم شان ختم ترسره شو:
په دغو مراسمو کې د کابل ولایت والي ښاغلي حامد اکرم، مرستیال والي محبوب الله محبي، د ولایتي شورا غړو، دیني عالمانو، قومي مشرانو او د بیلابیلو ادارو مسئولینو ګډون کړی وه.
د کابل ولایت والي ښاغلي حامد اکرم په ۲۰۹ شاهین قول اردو برید په سختو ټکو وغنده او دغه برید یې د اسلام، هېواد او سولي دښمنانو کار وباله، ښاغلي اکرم وویل افغان ملي امنیتي او دفاعې ځواکونه پیاوړي دي، دښمن له افغان امنیتي او دفاعې ځواکونو سره د مخامخ نښتې توان له لاسه ورکړی او دوی د داسې نامرده او بزدله بریدونو په ترسره کولو سره غواړې د خلکو ترمنځ ویره خوره کړي، خو مکار دښمن دي پر دي پوه شي چې افغانان به هیڅکله د دوی غیري انساني کړنو ته غاړه نه ږدي بلکي پر وړاندې به یې په میړانه مبارزه کوي.
دغه راز د کابل ولایت والي ښاغلي حامد اکرم د ۲۰۹ شاهین قول اردو د بدمرغې پیښې شهیدانو ته د لوی خدای ج له دربار څخه د برین جنت، ټپیانو ته یې د بیړنۍ روغتیا او د کورنیو غړو ته یې جمیل صبر هیله وکړه.
ښاغلي اکرم وویل د کابل ولایتي اداره د دغې پیښې د قربانیانو له کورنیو سره په دغه ستر غم کې ځان شریک بولي.
دغه راز د کابل ولایت د ټولو ولسوالیو ولسوالانو ته لارښوونه شوي تر څو د۲۰۹ شاهین قول اردو د شهیدانو په مناسبت په خپلو سیمو کې د قران عظیم الشان ختمونه ترسره کړي.
نن د کابل ولایت په ټولو ادارو کې د افغانستان ویاړلی بیرغ نیمه ځوړند ده.
نبي الله پیرخېل
د کابل ولایت مقام ویاند