پخوانی ولسمشر حامد کرزی

تاند- د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی نن /دوشنبه/ په یوه نړیواله غونډه کې د ګډون لپاره مسکو ته لاړ.

کرزی وروسته له دې مسکو ته ځي چې تېره اوونۍ یې په افغانستان کې د داعش پر ضد د امریکا د بمونو د مور پر استعمال نیوکې وکړې او د افغانستان حکومت یې په خیانت تورن کړ او له امریکا څخه یې وغوښتل چې په افغانمستان کې د روسیې اندېښنو ته ځواب ورکړي.

کرزي له طالبانو سره د روسیې اړیکې په حقه بللې وې ځکه چې د ده په وینا طالبان پر نیمايي افغانستان اغېز لري.

مسکو ته د کرزي د سفر هدف له تروریزم سره د مبارزې په نړیوال کنفرانس کې ګډون ښودل شوی دی.

کرزي د خپل واک په وروستیو دوو کلونو او په ځانګړي ډول له واکه له لیرې کېدو وروسته د امریکا خلاف څرګندونې زیاتې کړي او هڅه یې کړې چې پر ځان د روسیې او چین باور زیات کړي. ده په دې موده کې په ځلونو چین او روسیې ته سفرونه او په کابل کې د روسیې له سفیر سره کتنې کړي دي.

تېره اوونۍ یې هم پر امریکا له انتقادونو وروسته په کابل کې د روسیې له سفیر سره ولیدل.

کرزي دغه راز طالبانو ته د ځان نژدې کولو لپاره د دې ډلې غړي ناراض وروڼه بلل خو په بلخ ولایت کې پر شاهین قول اردو له خونړۍ حملې وروسته یې وویل چې نور به طالبان ناراض وروڼه ونه بولي.

One thought on “حامد کرزی مسکو ته لاړ”
  1. کرزی گدی ودی وایی د اولسمشری په دوره کی دا هرسه کیدل خو زان یی غلی نیولی وو مونگ هم نه پوهیگو په دغه دوه مخی پالیسی باندی یا خو به هغه وخت پوه نه وی او اوس به پوه شوی وی او یا خو به د اولس محبوبیت لپاره او زینی .نور اهدافو لپاره دا چمونه کوی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *