نېټه: ١٣٩۶-۲-۴

کندهار، افغانستان- د کندهار ملي امنيت رياست ۶ داسي ترهګر ونيول چي په زياتو تخريبي او ترهګريزو فعاليتونو کي يې لاس درلود او په ولسواليو کي يې پر امنيتي پوستو بريدونه کول.

يادو ۶ ترهګرو د کندهار ښار تر څنګ په شاوليکوټ، ميوند، ژړۍ او پنجوايي ولسواليو کي د دولت پر نظامي مرکزونو، امنيتي پوستو او اکمالاتي کاروانونو وسله وال بريدونه کول او د دې تر څنګ يې په نورو زياتو مستقيمو ترهګريزو بريدونو کي لاس درلود. دوی به دولتي مامورين، ديني علماء او قومي مشران تثبيتول او تر هغه وروسته به يې په شهادت رسول.

د کندهار د ملي امنيت ويښو منسوبينو موضوع تعقيب کړه او تر تثبيت وروسته يې ياد ترهګر د ځانګړو عملياتو په پايله کي ونيول. دغو کسانو پر خپلو جرمونو اعتراف کړی، خو هويت يې بايد د باصلاحيته محکمې تر پرېکړي وروسته په ډاګه سي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *