تاند- د جرمني حکومت پتېیلې چې د سږ کال تر پایه تر ۱۴ زره زیات افغان پناه غوښتونکي افغانستان ته بېرته راولېږي.
د جرمني (پرسویا دویې) ورځپاڼې د دوشنبې په ګڼه کې لیکلي، د جرمني حکومت د روان ۲۰۱۷ تر پایه ۱۴ زره ۴۰۳ افغانان له خپلې خاورې باسي.
د جرمني صدراعظمې انګیلامیرکل ویلي چې په هیواد کې به یې د افغان پناه غوښتونکو د منلو فیصدي ۵۵ ته راټیټه کړي.
تېر کال په سلو کې ۶۰ منل شوي ول.
دا په داسي حال کې ده چې د سږ کال په ۴ میاشتو کې جرمني ته د افغان پناه غوښتونکو تګ په تېرو ۴ کلونو کې تر ټولو کم حد ته رسېدلی دی.
په همدې حال کې په جرمني کې ادعاوې شوي چې ممکن دغه هیواد ته د لکونو تللیو افغان پناه غوښتونکو په منځ کې څو سوه طالبان هم وي.
پرون (دوشنبه) د جرمني فدرالي څارنوالانو یو افغان له طالبانو سره په همکارۍ او د امنیتي ځواکونو پرضد په حملو کې په لاس لرلو تورن کړ.
څارنوالانو۱۷ کلن عبدالله په یوه تروریستي ډله کې د غړیتوب، د وسلو د کنټرول د قانون د سرغړونې او وژنو له تورونو سره مخامخ دی.
د جرمني د عبدالله تخلص نه دی څرګند شوی ځکه چې د محاکمې تر پرېکړې مخکې د تورن د هویت افشا د جرمني د قوانینو خلاف ده.