تاند- په ولسي جرګه کې د ننګرهار یوه استازي ظاهر قدیر د جرګې په ۲۰ غونډو کې له غیرحاضرۍ سره سره وايي چې هیڅوک نه شي کولی چې جرګې ته د ده د ورتګ مخه ونیسي.

ولسي جرګې پرېکړه کړې چې د هغو وکیلانو غړیتوب وځنډوي او د وکالت امتیازونه ورڅخه واخلي چې د دې جرګې په پر له پسې۲۰ غونډو کې یې ګډون نه دی کړی.

دې جرګې تراوسه د خپلو ۱۰ استازو غړیتوب ځنډولی دی.

خو ظاهر قدیر د ولسي جرګې د سې شنبې د ورځې په غونډه کې په تونده لهجه وویل، د معاش او امتیازونو پروا نه لري خو څوک یې له ولسي جرګې غړیتوب منفک کولی نه شي.

د ولسي جرګې اداري پلاوي د قدیر د څرګندونو په ځواب کې وویل، که قدیر بیا غیرحاضري وکړه اجازه به ورنه کړي چې ولسي جرګې ته داخل شي.

د ولسي جرګې یو شمېر غړي معاش او امتیازونه اخلي خو د جرګې غونډو ته نه حاضرېږي. د دوی اکثره زورواکان دي.

امان الله ګذر، عزت الله عاطف، علم خان ازادي، پیربخش ګردیوال، اسحاق رهګذر، احمد بهزاد، بشیر احمد ته ینج، پروین درانۍ او فرشته انوري هغه استازي دي چې د ولسي جرګې له لوري یې غړیتوب ځنډول شوی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *