تاند- د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ او صنایعو د ګډو خونو ريیس د کابل- پېښور ترمنځ د لویې لارې یا موټروې د جوړېدو هرکلی وکړ.
زبیر مطیع الله وویل چې دا لاره به د دوو هیوادونو ترمنځ د سوداګري راکړو ورکړو اندازه خورا لوړه کړي.
نړیوال بانګ د کابل- پېښور د موټرلار د جوړولو د مالي لګښت ژمنه کړې ده.
د افغانستان او پاکستان د صنایعو او سوداګري خونو ګډ ريیس وویل، د دې لویې لارې یا موټروې جوړېدا د دوو هیوادونو ترمنځ سوداګري راکړه ورکړه دوه برابره زیاتولی او په کال کې یې ۱۰ ملیارد ډالرو ته رسولی شي.
د ښاغلي مطیع الله په باور اوس د دوو هیوادونو ترمنځ د ۵ ملیارد ډالرو معادل سوداګري راکړه ورکړه کېږي خو د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې په وروستیو کې وویل چې له پاکستانه افغانستان ته واردات په کال کې له څه باندې ۲ ملیارد ډالرو ۱ ملیارد ډالرو ته لږ شوي او پر ځای یې د افغانستان او ایران سوداګري راکړه ورکړه زیاته شوې ده.
زبیر مطیع الله وویل چې د نړیوال بانک له لوري تمویلېدونکې (کابل- پېښور) موټرلار د چین – پاکستان له اقتصادي دهلېز سره نه نښلول کېږي خو دی په پام کې لري چې له نړیواله بانکه وغواړي چې دا لار د چین- پاکستان له اقتصادی دهلېز سره ونښلوي.
ده همداراز وویل چې اوس د افغانستان او پاکستان ترمنځ ۳۱ سرحدي دروازې فعالې دي خو د چین – پاکستان موټرلار نورې لارې هم پرانیستلی شي.
ښاغلي زبیر مطیع الله د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ او سیاست د بېلتون غوښتنه وکړه.
پاکستان په ځلونو د سیاسي مسایلو په خاطر سوداګري لارې بندې کړي او اوس اکثره افغان سوداګر پر پاکستان باور نه لري.
په وروستیو کې پاکستان د یوې میاشتې لپاره خپلې لارې بندې کړې چې له کیله يې افغان سوداګرو لږترلږه ۱۰۰ ملیون ډالره تاوان وکړ. تر دې وړاندې یې تېر کال د افغانستان د مېوو د صادراتو په خاطر د سپین بولدک – چمن لار بنده کړه او افغان سوداګرو او باغدارانو ته یې سخت مالي تاوانونه واړول.