تاند- د افغانستان دفاع وزارت وايي چې په زابل کې یې د اسلامي دولت یا داعش سختدریځې ډلې ته سختې مرګ ژوبلې اړولي دي.

دفاع وزارت نن /چهارشنبه/ په یوه خبرپاڼه کې وویل، خاصو افغان ځواکونو په یو لړ عملیاتو کې، چې تېره شپه یې د زابل په خاک افغان ولسوالي کې وکړل، د داعش ګڼ غړي وژلي دي.

د دفاع وزارت ویندوی جنرال دولت وزیري وايي، د عملیاتو په ترڅ کې د داعش یو مشر خالد اخوندزاده ونیول شو.

جنرال وزیري همداراز وویل چې له خالد اخوندزاده سره د نوموړي خوریې او درې نور داعشیان ژوندي نیول شوي دي.

د وزیري په وینا په عملیاتو کې د اخوندزاده یو بل خوریې او څلور نور سختدریځي وژل شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *