د طالبانو پخوانی ویاند احسان الله احسان

تاند- د پاکستاني طالبانو پخوانی ویاند ادعا کوي چې د افغانستان امنیتي ځواکونه او د دغه هیواد او هند استخبارات په پاکستان کې د طالبانو د حملو ملاتړ کوي.

احسان الله احسان، چې پاکستان ادعا کوي په خپله خوښه د دغه هیواد پوځ ته تسلیم شوی، په یوه ویدو کې وايي چې ده هم د افغانستان له خاورې د پاکستان خلاف فعالیتونه کول.

د احسان الله احسان ویدیو د پاکستان پوځ خپره کړې ده.

پاکستاني طالبانو ویلي چې احسان تسلیم شوی نه دی بلکې نیول شوی دی.

تراوسه پوري د افغانتسان او هندوستان حکومتونو د احسان الله احسان د څرګندونو په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

د دې ثابتول اسانه کار نه ښکاري چې احسان دا خبرې د فشار په نتیجه کې نه دي کړي.

پاکستان په ځلونو ویلي چې هند د بلوچستان د بېلتون غوښتونکو ملاتړ کوي او د افغانستان له لارې د پاکستان په تاوتریخوالو کې رول لوبوي.

4 thoughts on “د پاکستاني طالبانو پخوانی ویاند ادعا کوي چې هند او افغانستان د طالبانو ملاتړ کوي”
  1. دا چې کله فکستان ولید چې د دوي د مرداریو بوي نړي په سر واخسته او د دوي د منافقانه او دوه مخي شیطانتونه او قتلونه چې ټول عالم ته رسوا شوه نو اوس يي د خپل پلار انګلس په مشوره دي لوبو ته شروع وکړه، دا ملا احسان خنځیر نه دي دا میجر جنرال اف اي ایس اي کافر دي، بیا که وې هم دوي تش د قومي تعصب له
    مخې له پښتنو سره چې کله يي ونسې هغسې چلند کوي چې تش د ویډیو په لیدو يي د انسان زړه وپوږنیږي یعني هغه خپل پاکستاني ګلخانان چې کله ونسي دومره ربړه اوشکنجه ورکوي چې والله کي اسرایلو، یا داعشانو یا هیچا او بل هیڅ انسان ته ورکړي وي، خپل ګلخانان را واخلي اول يي ښه استعمال کړي د نور پښتنو په مقابل کي یا د غیر پښتنو په مقابل کي! کله چې کار خلاص شي بیا يي په یوه بهانه ونېسې او شکنجو ته يي واچوي او د خپلي خوښې ټول ویل ورباندي وکړي نو دا کار خو دي ابیسانو ته څه سخت کار ندي

  2. بی ادبی معافه:د پاکستان اوسنۍ حالت دهغه پښتومتل آینه ده کوم چی وایی: سپۍ چي ایسار شی یا خو مرداری کوی او یا هم غاپی.تر پرون پوری احسانالله د پآکستان دوښمن وو او نن یی بیا خبری ورته نعوذ باالله د قرآن توری شول.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *