تاند- افغان چارواکي وايي، د داعش وسله والې ډلې په جوزجان ولایت کې پر طالبانو برید کړی او د دواړو خواوو ترمنځ په دې خونړۍ جګړه کې په لسګونو کسان وژل شوي دي.

د جوزجان د والي ویندوی رضا غفوري نن /چهارشنبه/ وویل، په دې جګړه کې چې یوه ورځ وړاندې پیل شوه، ۷۶ وسله وال طالبان او ۱۵ داعشیان وژل شوي دي.

د غفوري په وینا په جګړه کې ۵۶ طالبان او ۱۵ داعشیان ژوبل شوي دي.

ده دا هم وویل چې د داعش غړیو له طالبانو څخه دوې سیمې نیولې دي.

طالبان او داعش دواړه د افغانستان د حکومت پر ضد جنګېږي او هڅه کوي چې د افغانستان د ولسواک نظام پر ځای په خپل سبک سختدریځی رژیم واکمن کړي.

د داعش اکثره غړي پخواني طالبان او دغه راز د منځنۍ اسیا سختدریځې دي چې پخوا له طالبانو او القاعده سره اوږه په اوږه د طالبانو په ګټه جنګېدل.

د جوزجان یوه پولیس چارواکي عبدالحفیظ وویل، د داعش او طالبانو ترمنځ نښته د درزاب ولسوالۍ په لیرې پرته سیمه کې شوې ځکه د ملکي تلفاتو په اړه راپور نه لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *