خبرپاڼه
نېټه: ١٣٩۶-۲-۶
کندهار، افغانستان- د ولايت مقام اداري مرستيال او سرپرست والي عبدالحنان منيب نن سهار په امنيتي غونډه کي وويل چي په هيواد کي امنيتي پيښي او د ترهګرو بريدونه د دوی د هيوادپالني مورال لا پياوړی کوي.
امنيتي غونډه په ولايت مقام کي جوړه سوې وه چي د افغان ځواکونو مشرانو او استازو ګډون پکي کړی وو.
ښاغلي منيب د بلخ ولايت پر ۲۰۹ شاهين قول اردو د ترهګرو بريد په سختو ټکو وغانده او دا يې يوه غيرانساني، غيراسلامي او غيراخلاقي عمل وباله او ويې ويل چي ترهګر په دغسي بريدونه د افغانانو د هيوادپالني مورال لا پياوړی کوي. په غونډه کي د شهيدانو روح ته دعا وسوه او ټپيانو ته د عاجلي شفاء غوښتنه وسوه.
ښاغلي منيب داراز د امنيتي ځواکونو له قربانيو څخه مننه وکړه او ويې ويل چي افغان ځواکونو د سرونو په بيه د کندهار دفاع ته ملا تړلې ده او همدا لامل دی چي د دې ولايت امنيت په نسبي ډول ښه دی. نوموړي ټينګار وکړ چي کشفي راپورونه بايد جدي ونیول سي او امنيتي ادارو ته يې سپارښتنه وکړه چي د خپلو ادارو اړتياوي له وزارتونو سره تعقيب کړي او په کندهار کي دي د جلب و جذب لپاره پراخ تبليغات وکړي.
د ملي امنيت رياست مرستيال خبر ورکړ چي تېره اوونۍ يې د ۲ هدفي وژونکو تر څنګ ۳۰ ترهګر نيولي دي او دا مهال تر پوښتنو ګروېږنو لاندي دي. په غونډه کي د امنيه قومندانۍ، ملي اردو، سرحدي ځواکونو او نظم عامې استازو خپل راپورونه او لاسته راوړني وړاندي کړې.