د پکتیکا په مرکز ښرنه کې د سیمه ییزو پولیسو پرضد لاریون په تاوتریخوالي واوښت چې د چارواکو په خبره نهه پولیس او یوولس لاریون کوونکي په کې ټپیان شول.
دپکتیکا امنیه قومانداني وايي، په لاریون کوونکې وسلوال طالبان موجود وو چې په پولیسو یې د مرمیو، بارچو او ډبرو ګذارونه وکړل، او د ټپیانو ترڅنګ یې د اور وژنې دوه موټرونه هم ویجاړ کړل.
بلخوا لاریون کوونکي وايي، لاریون یې سوله ییز وو خو په سر کې پولیس پر دوی ګرمې اوبه وشیندلې، چې وروسته لاریون کوونکو د ځان د دفاع لپاره پر هغوی وارونه وکړل.
دپکتیکا د سرحوضې ولسوالۍ لسګونه اوسېدونکي هغه مهال په یوه قهرجن لاریون مرکز ښرنې ته راغلل چې په خبره یې تېره شپه سیمه ییزو پولیسو دوه بې ګنا کسانو ته مرګ ژوبله اړولې.
خو لاریون په مرکز ښرنه کې په تاوتریخوالي واوښت چې د امنیې قومانداني په خبره نهه پولیس او یوولس لاریون کوونکي په کې ټپیان او دوه د اور وژنې موټرونه هم تخریب شول.
پولیس وايي، د لاریون کوونکو په منځ وسلوال کسان موجود وو چې پر دوی یې ډزې هم کړي، چې وروسته پولیسو دځان د دفاع لپاره ډزې وکړې.
خو لاریون کوونکي نه مني چې لومړۍ برید دي دوی کړی وي، یادي دا لاریون طالبانو پلان کړی وي.
دوی دعدالت غوښتنه کوي.
وروسته دلاریون کنټرول د پولیسو توانه پورته شو، خو د ځانګړو پولیسو په رارسېدو سره دواړه خواوې کرار شول.
امنیه قومانداني وايي، د لاریونوالو په منځ کې دوسلوالو طالبانو پسې هڅې رواني دي خو لا هم ندي نیول شوي.
د ښرنې دملکي روغتون یوه سرچینه وايي، دلاریونوالو دټپیانو له ډلې دری تنه یې شدید دي، چې مرکز کابل ته انتقال شول.