هیبة الله

تاند- وسله والو طالبانو د خپل مشر ملا هیبت الله اخوندزاده پیغام خپور کړی او په هغه کې له طالبانو غوښتل شوي چې له کفارو سره ځیږ خو له مسلمانانو سره نرم چلند وکړي.

د طالبانو د مشر پیغام د دې ډلې د یوې ۳۰ دقیقه يي تبلیغاتي ویدیو په پای کې خپور شوی دی.

ملا هیبت الله له خپلو پلویانو وروسته له دې له مسلمانانو سره د نرم او کفارو سره د سخت چلند غوښتنه کړې چې طالب انتحاریانو د تېرې جمعې په ورځ په بلخ ولایت کې په شاهین قول اردو کې تر یو نیم سل زیات افغان سرتېري په وحشیانه ډول ووژل.

دا په داسي حال کې ده چې حمله کوونکي طالبان، چې د افغان چارواکو په وینا د ټولو نښو نښانو پر اساس د قول اردو له هر ګوټه بشپړ خبر ول، په همدغه قول اردو کې پر بهرنیو پوځیانو ډز ونه کړ.

خو لا هم څرګنده نه ده چې د ملا هیبت الله اخوندزاده اشاره د بلخ حملې ته وه چې له افغان او مسلمانو پوځیانو سره له بې رحمۍ کار اخیستل شوی او که د داعش اعمالو ته.

د داعش ډله تر طالبانو زیاته بې رحمي کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *