د غوايي میاشتې اوومه او اتمه عجیبه تصادف دی.

د ثور په اوومه د لومړي ځل لپاره د  افغانستان عظمت او توریته تر پښولاندې شوه، په ارګ برید وشو!

د ټانکونو د میلونو او ماشیندارو خولې ارګ ته تاو شوې، هغه ځای ته چې د هېواد لومړنی سړی او د هغه کورنۍ په کې اوسېده.

ارګ! هو له همدې ځایه ټول افغانستان اداره کېده دا د افغانستان زړه و.

څو محدودو پردي پالو د یو اوسپنیز کور دروازه ماته کړه، په بې سترګۍ دننه شول، د یو داسې کس په تلاش کې وو چې د سر سړی و، دوی د سردار سر غوښت!!!

د خپلو بادرانو هیله یې ور پوره کړه ان څو ګامه مخکې هم شول، د سردار د کورنۍ غړي یې هم ووژل، د خپلې وفادارۍ د ثبوت لپاره یې ان په ښځو او ماشومانو هم رحم ونه کړ.

پر ارګ ځړېدلی درې رنګه ملي بیرغ راښکته شو، سور بیرغ پورته شو، د وینو رنګ هغه هم په بشپړ ډول پردی، د لور او څټک نښه!

بس یو شعار وو، خلق!

د خلق ګوند پیروي له افغانستان سره د وفادارۍ معیار وټاکل شو.

یو ګوند د افغانستان ټول ملي بنسټونه په خپل نوم کړل، په ښوونځیو کې د خلق انقلاب زمزمې کېدې، پر هرې لویې ملي پروژې په غټو ټکو خلق ډیموکراټیک ولیکل شول او ان ملي اردو د خلق اردو شوه، همداوه چې پاتې ولس ځانونه بېګانه او محروم ولیدل.

د واکمن نظام له دې نه جبرانېدونکې تېروتنې د افغانستان ازلي دښمنانو په ډېر ښه ډول استفاده وکړه، د هرې تیږې تر شاه سنګر ونیول شو، د هر عسکر د وینې بیه اویا حورې، بې شمېره غلمان او جنتونه اعلان شول.

د ملي پروژو تخریب له لومړنیو موخو شمېرل کېدو، باور داسې جوړ شو چې د دښمن او نظام د مالي سرچېنو د وچولو لارې همدا دي.

لنډه دا چې هر ډول ویجاړی روا و، د ورانۍ لپاره سیالۍ پیل شوې همغه اتل او زورور وو چې په وژنه او ویجاړۍ کې تر بلې ډلې مخکښ وو.

د پردیو په مټو جوړ نظام نسکور شو، خو د نویو بیرغونو اوشعارونو په زور!

دا اتمه وه چې نوې لښکرې په کابل راننوتې، دوی هر یو ځانګړی بیرغ درلود په وینا کې یو ډول خو په عمل کې بیا له یو بل ډېر په لرې واټن!

دوی هم ملي ګټې نه پېژندلې دوی هم د پردیو د ګټو لپاره کارېدل!

ولس له دواړو ورځو بدې او ترخې خاطرې لري، د همدې ورځو پیل او پای وروستی نه شو اوس هم له موږ د سر او مال درنده بیه اخلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *