تاند- د ملګروملتو له تازه راپور سره سم، د روان ۲۰۱۷ م کال په لومړیو درو میاشتو کې د افغانستان د جګړې په هرو درو قربانیانو کې یو ماشوم دی.

د ملګروملتو د مرستندوی دفتر یا یوناما له لوري د افغانستان د جګړې د مرګ ژوبلو په درې میاشتني راپور کې، چې نن /پنجشنبه/ خپور شو، ویل شوي چې د افغان جګړې لویه بیه ماشومان پرې کوي ځکه چې په هرو درو قربانیانو کې یو ماشوم دی.

د ملګروملتو د راپور پر اساس، د سږ کال د جنورۍ له لومړۍ څخه د مارچ تر پایه ۲۱۰ ماشومان وژل شوي چې دا د تېر کال تر ورته مودې په سلو کې ۱۷ زیات دي.

راپور همداراز ښيي چې په یاده موده کې ۵۲۵ افغان ماشومان ژوبل شوي دي.

په دې راپور کې راغلي چې د ۲۰۱۷ م کال په لومړیو ۳ میاشتو کې ټولټال ۷۱۵ ملکیان وژل شوي او ۱۴۶۶ نور ژوبل شوي چې د ټولو شمېر ۲۱۸۱ تنو ته رسېږي.

په مجموع کې د ۲۰۱۶ م کال د ورته مودې په پرتله د ملکیانو مرګ ژوبلو په سلو کې ۴ لږې شوي دي. خو د ماشومانو او ښځو مرګ ژوبلې د تېر کال د ورته مودې په پرتله ډېرې شوې دي.

په وژل شویو ملکیانو کې ۸۸ ښځې دي چې تر تېر کال په سلو کې ۵۴ زیاتې دي.

راپور وايي چې د ښځو د مرګ ژوبلې سلنه د بمباریو له کبله ډېره شوي ده.

ملګري ملتونه وايي چې له جنورۍ تر مارچه پوري ۱۴۸ تنه ملکیان د افغان هوايي ځواک په بمباریو کې ژوبل شوي؛ حال دا چې تېر کال په ورته موده کې ۲۹ تنه په هوايي بمباریو کې ټپیان شوي ول.

ملګروملتو د ملکیانو په تېره بیا  ښځو او ماشومانو پر مرګ ژوبلو ژوره اندېښنه ښکاره کړې ده.

دا اداره وايي چې په سلو کې ۳۵ نور ملکیان په مځکنیو جګړو کې وژل شوي یا ټپیان شوي دي.

ملګري ملتونه وايي چې په سلو کې ۶۲ ملکیان د دولت د وسله والو مخالفانو، په ځانګړي ‌ډول وسله والو طالبانو په حملو کې وژل شوي یا ټپیان شوي دي.

ماینونو او نورو چاودېدونکو وسیلو په دوهمه درجه افغان ملکیانو ته زیاته مرګ ژوبله اړولې ده. په سلو کې  ۱۹ د دغو وسیلو قرباني شوي دي.

تر ټولو زیاتې مرګ ژوبلې په کابل ولایت کې اوښتې، ورپسې هلمند، کندهار، اروزګان او ننګرهار ولایتونه ښودل شوي دي.

د ملګروملتو د دې راپور له خپرېدو سره په یو وخت نن /پنجشنبه/ په ننګرهار کې په یوه بمي چاودنه کې ۱۵ ملکیان ژوبل شول.

بم د بټي کوټ ولسوالي د بازار په اصلي چوک کې په یوه بایسکل کې اېښودل شوی و.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *