تاند- د پاکستان د پوځ د لوی درستیز په لارښوونه د دغه هیواد د ټولو قواوو د لوی درستیز په مشرۍ د پوځ یو جګپوړی پلاوی نن /پنجشنبه/ افغانستان ته راغی.

پاکستاني پلاوي په کابل کې د افغانستان له سرپرست دفاع وزیر طارق شاه بهرامي او سرپرست لوی درستیز محمد شریف یفتلي سره وکتل.

پاکستاني رسنۍ د دغه هیواد د پوځ د خبرپاڼې له مخې وايي چې د پاکستان د پوځ جګپوړي پلاوي د خپل پوځ د لوی درستیز جنرال جاوید قمر باجوه له لوري په بلخ ولایت کې پر شاهین قول اردو د تروریستي حملې په نتیجه کې د بېګناه انسانانو پر شهادت خواشیني او غمرازي څرګنده کړه.

دوی دغه راز له افغانستان سره په دې غمجنه پېښه کې د خپل ملت او حکومت یووالی اعلان کړ.

د پاکستاني رسنیو په قول، افغان پوځي چارواکو وویل چې پاکستان په خپله خوا کې پر ټولو سیمو کنټرول لري، نو پکار ده چې اجازه ورنه کړي خاوره یې د افغانستان پر ضد وکارول شي.

دواړو خواوو وویل چې تروریستان د دواړو هیوادونو ګډ دښمنان دي.

د افغانستان او پاکستان پوځي چارواکو د ډیورند کرښې په اوږدو کې د اقداماتو د همږغولو غوښتنه هم وکړه.

پاکستاني پلاوی په داسي حال کې افغانستان ته راغی چې د امریکا د ولسمشر ډانلډ ټرمپ ادارې د افغانستان او پاکستان په اړه پر خپلې پالیسۍ جدي کار پیل کړی او ژر به یې اعلان کړي.

One thought on “د پاکستان د پوځ حګپوړی پلاوی د بلخ پر پېښه د غمرازۍ لپاره کابل ته راغی”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *