تاند- د امریکا دفاع وزارت وايي چې دوه سرتېري یې د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالي کې وژل شوي دي.
د پینتاګون ویندوی بریدمن جیف ډیفیس نن /پنجشنبه/ وویل چې په دې پېښه کې، چې پرون /چهارشنبه/ وشوه، دوه امریکايی پوځیان وژل شوي او یو ژوبل شوی دی.
ویل کېږي چې درې واړه د امریکا د خاص ځواک غړي دي.
له دې پېښې دوې اوونۍ وړاندې امریکا په اچین کې د داعش پر سمڅو تر ټولو لوی غیراتومي بم (د بمونو مور) وغورځاوه.