کله مو هم فکر کړی چې ستاسې غاښونه به ستاسې د شخصیت ښکارندویي کوي؟ ما خو هېڅکله هم دا فکر نه و کړی، اما دا ریښتیا ده چې ستاسې غاښونه ستاسې له شخصیت سره نېغ په نېغه تړاو لري.
دې علم ته ارواپوهنه وايي چې په یو شخص کې یې له څرګندېدو سره سم د هغه شخصیت پېژندل کېږي. له یو چا سره د خبرو په وخت کې تاسې لومړی د هغوی ښاغونه وینئ. که تاسې پوه شئ چې کوم ډول غاښونه لري نو د هغوی شخصیت په اسانۍ پېژندی شئ.
غاښونه په څلور ډوله دي:
اوس نو هندارې یا هم له هغو خلکو سره چې تاسې خبرې کوئ وګورئ چې کوم ډول شخصیت لري. 1: مستطیل ډوله غاښونه دا ډول غاښ لرونکي پرېکړې او ستونزې له علمي پلوه اواروي. دوی له هر څه سره منطقي چلند کوي او هر څه لکه شخصي ژوند په مخ وړي.
دا ډول خلک په طبعي ډول کنټرول لرونکي، غوره تصمیم نیوونکي او تر ټولو ښه رهبران دي. دوی زیات زحمت باسي او لوړ ټولنیز اخلاق لري، زیاتې خبرې کوي اما ډېر منظم او په ښه سلوک سره، لوړ تصور لرونکي او نوښتګر دي.
دا خلک په خپلو احساساتو برلاسي او ځینې وخت لږ تحریک منونکي او غوسه ناک دي. 2: مربع ډوله غاښونه دا ډول غاښ لرونکي خلک اسانه پېژندی شئ.
دوی څلور ضلعي په شان د کنټرول حس، نظم، ترتیب او د عینیت ځانګړنې لري، غوره پانګه اچوونکي، سیاسي او لوړو هیلو لرونکي خلک دي. دوی په قضاوت کې خورا زیات غښتلي، ښه تصمیم نیونکي دي ځکه چې دوي د موخو په ټاکلو کې خورا بریالي دي. ځینې وخت د خپلو حواسو له امله لږ په نا ملایم یا غیر نورمال حالت کې وي.
3 مثلث ډوله غاښونه: هغه خلک چې دا ډول غاښونه لري پخپل ژوندانه کې بې خیاله، بې پامه او زیات شوخ دي. دوی زیات نېکمرغه دي او په دې پوهېږي چې په اوسني عصر کې څنګه ژوند وکړي. دوی ځان خپلواک ګڼي او د دوي بې پروایي د دې لامل کېږي چې ځان زیات بې ملاتړو څرګند کړي.
4 بیضوي ډوله غاښونه: دا خلک د مینې کولو ځانګړي هنرونه لري، ویلی شو چې د دوی قدم وهل، خبرې کول او ټول کړه له هنره ډک دي.
دا خلک شرميږي منظمې او حساسې ځانګړتیاوې ولري. د خپلو لوازمو، ويښتانو او هرڅه ډېر خیال ساتي او له لوړ هنر سره تړاو ورکوي. دا ډول خلک زیات شرمېدونکي، منظم او حساس دي، دوی هر وخت زیات غمجن وي له همدې کبله د شعر په ویلو سره د غم او نارامۍ احساس کوي.