تاند- د اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار وايي، په افغانستان کې د قوي مرکزي او غیرايتلافي نظام ملاتړ کوي.
ګلبدین حکمتیار نن /شنبه/ په لغمان کې د خپلو پلویانو او د لغمان او ننګرهار د ولایتي چارواکو په ګډون یوې غونډې ته وویل، ايتلافي حکومتونو تل په افغانستان کې منفي نتیجه ورکړې ده.
ده د افغانستان په چارو کې د بهرنیانو د رول په اړه وویل، که بهرنیان په افغانستان کې د سولې له هلوځلو سره مرسته کوي، ملاتړ یې کوي.
ښاغلي حکمتیار په افغانستان کې جګړه ناروا وبلله او له ټولو خواوو یې د سولې غوښتنه وکړه.
ده د افغانستان د حالاتو په اړه وویل، افغانستان دې باغ ته ورته دی چې نن مو پکې دا غونډه جوړه ده چې نه دېوال لري او نه دروازه.
حکمتیار دا هم وویل چې طالبان به هیڅکله د جګړې او تشدد له لارې خپلو هدفونو ته ونه رسېږي.
حکمتیار له طالبانو وغوښتل چې د سولې له بهیر سره یوځای شي.
ده د طالبانو روانه جګړه بې معنا او نامشروع وبلله.
د اسلامي حزب مشر دې ته په اشارې چې د روانې جګړې قربانیان یوازې عام افغانان دي، وویل چې طالبان باید نور د غفلت او خودخواهۍ ښکار نه شي.
حکمتیار د سیمې له هیوادونو هم وغوښتل چې د افغانستان په کورنیو چارو کې له لاسوهنې لاس واخلي.
ارګ د حکمتیار د راتګ هرکلی وکړ
مطبوعاتي اعلامیه
۱۳۹۶ کال د غويي۹
ارګ، کابل: د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د سولې د بین الافغاني مذاکراتو په پایله کې د دولت او حزب اسلامي تر منځ د سولې تړون د لاسلیک په اساس د حزب اسلامي د مشرګلبدین حکمتیار د راتګ هرکلی کوي.
د افغانستان دولت او دحزب اسلامي تر منځ د سولې بین الافغاني مذاکراتو بریالۍ پایلو او د ښاغلي ګلبدین حکمتیار راتګ دا وښودله چې افغانان په خپلو کې د شخړو او ستونزو د حل ظرفیت او دا توانایي لري چې د خبرو او مذاکراتو له لارې ستونزو ته سوله ییز او اساسي حل ولټوي.
هېواد ته د حزب اسلامي د مشرګلبدین حکمتیار راتګ به د سولې او ثبات د تامین، پرمختګ، انکشاف او نورو برخو کې پام وړ اغېز ولري، ځکه ښاغلی حکمتیار غواړي چې له حکومت سره په ګډه د امنیت او ثبات د تامین او انکشاف په برخه کې همکاري وکړي.
د افغانستان اسلامي جمهوري دولت چې د سولې ټینګه اراده او صلاحیت لري، د تل په څېر یو ځل بیا وسله والو مخالفینو او افغان طالبانو ته بلنه ورکوي چې د هېواد د ورانۍ، د خلکو د تباهۍ او د جنګ او خشونت پرځای دې د بین الافغاني مذاکراتو له لارې د سولې له بهیر سره یو ځای شي او د خپل هېواد د پرمختګ او د ولسونو د هوساینې لپاره دې له حکومت سره په ګډه کار وکړي.