د هندي رسنيو له مخې په هندوستان کې د چتيس ګړ ایالت پوليس د داسې کس د نيول کيدو خبر ورکوي چې سلګونه ښځې يې په نکاح کړي.
په چتيس ګړ ایالت کې هغه کس ته پنځوس زره هندي کلدارۍ ورکول کېږي چې په بل قوم کې واده وکړي. د چتيس ګړ چارواکو دا انعام ددې له پاره ټاکلی چې قومونه سره نږدې کړي او خپل منځی کرکې له منځه يوسي.
پوليس وايي چې د وجې ګج بهيې په نوم سړی به بيلا بيلو ولسواليو ته تلو، هلته به يې ددې له پاره د بل قوم له ښځې سره نکاح تړله چې د حکومت 50 زره کلدارې ووهي. وجې وایي، ماته نه ده مالومه چې ما له څومره ښځو سره په محکمه کې نکاح تړلې خو دا ډير ګران کار دی، ما هره ښځه په ډيره سختې د نکاح له پاره راضي کړې، د واده رجسترکولو وروسته به حکومت 50 زره کلدارې راکړې خو زما برخه به يوازې شل زره کلدارې وه. پوليسو د وجې له کورڅخه ځيني جعلي اسناد هم رايستي او وايي چې وجې به د خپلې ټګې له امله محکمې ته ولېږل شي.
(ژباړه: ذ- قرار)