تاند- پاکستان په دې هدف چې له افغانستان سره په اړیکو کې ترینګلتیا پای ته ورسوي، یو جګپوړی پارلماني پلاوی نن کابل ته راواستاوه.
د پاکستان د پارلمان په ۱۵ کسیز پلاوی کې، چې د دغه هیواد د ملي جرګې (نشنل اسمبلي) ريیس سردار ایاز صدیقي یې مشري کوي، د پاکستان د ټولو مطرح ګوندونو استازي شامل دي.
پاکستاني پلاوی به د افغانستان د دوه ورځیني سفر په لړ کې د افغانستان د ملي شورا د دواړو جرګو له غړیو او یو شمېر حکومتي چارواکو سره وویني.
ویل شوي چې دوی به له افغان خواوو سره د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو د پراختیا پر لارو چارو او دغه راز د دوو هیوادونو ترمنځ د دیالوګ پر بیا پیلیدا وږغېږي.
افغانستان ته د پاکستان د پارلماني پلاوی سفر مهم ګڼل شوی او ورسره دا هیلې تړل شوي چې د دوو هیوادونو د حکومتونو ترمنځ د اختلافي مسلو په حل کې به مرستندوی شي.
د پاکستان پارلماني پلاوی وروسته له دې کابل ته راځي چې د پاکستان د پوځ جګپوړی پلاوی کابل ته راغی او د افغانستان له دفاعي چارواکو سره یې وکتل.
د پاکستان د پوځ پلاوي افغان چارواکو ته وویل چې اوس پاکستان په خپله خاوره کې بشپړ کنټرول لري او نور به سختدریځي پرېنږدي چې افغانستان ته واوړي.