افراطیت ولې زموږ په ټولنې اغیزه کړې ده؟ څه ستونزې یې رامنځته کړي دي؟ او اسلام یې په اړه څه وايي؟

زمونږ د ټولنې اکثریت وګړي نالوستي دي، هغوی د اسلام په پوره محتوا نه پوهیږي، افراطیان خپلو شومو آي‌ډیالوژیکي او سیاسي موخو ته د رسیدو لپاره له هغوی څخه د سون توکو په څیر ګټه پورته کوي، تنکي ځوانان چې په ټولنه کې شهرت ته لېوال دي؛ تل د افراط پالو ښکار کیږي، هغوی ته داسې مفکوره ورکول کیږي چې تاسو یوازې د خشونت له لارې کولی شئ مشهور شئ، په ټولنه حکمراني وکړئ او خپلو موخو ته ورسیږئ، په دې ‌ډول لومړی د هغوی ذهن له فکري اړخه افراطیت ته تیاریږي، افراط پال دوی ته سپیڅلې پرښتې وایي د ټولنې نور وګړي ورته په ناسمه لار روان معرفي کوي، هغوی ورته مخالف لوری د دوی د حق په خوړلو تورنوي، افراط ګرایان دې تنکیو ځوانانو ته د حق ستوري وایي خو هغوی ناخبر دي چې د حق ستوري نه بلکې له دوی څخه د تورتمونو بلاګانې جوړیږي او د سم مسیر په ځای یې د جهالت لاره غوره کړې ده.

 افراط پال دې تنکیو ځوانانو ته د زور د اعمال لاره هواروي، کله چې نور نالوستي تنکي ځوانان د دوی د زور اعمال ګوري په هغوی باندې هم اغیزه کوي او دا اغیزه د وخت په تیریدو او د بې روزګارۍ په زیاتیدو سره د دې باعث کیږي چې د افراطي ‌ډلو د جلب او جذب لړۍ چټکه شي او په ټولنه کې د سترو ستونزو د پیدایښت سبب شي.

مونږ په خپله ټولنه کې د داسې ستونزو ‌ډیرې بیلګې وینو: بې سوادي، د نجونو ښوونځي ته نه پريښودل، د حقوقو نه مساوات، د ښځو د حقوقو نه ورکول، د ښځو پر وړاندې خشونت، د قانون نه پلي کیدل، د ښوونځیو سوځول، د پلولو ویجاړول، د ټول ګټو پروژو نه پلي کیدل، انتحار او انفجار، وژنه، صحرایي محکمې او داسې په سلګونو نورې بیلګې شته چې افراطیت زموږ په ټولنه کې کرلي دي او زموږ هیوادوال باید په دې پوه شي چې افراطیت په اسلام کې نشته.

 جناب حضرت محمد صلی الله علیه وسلم په لاندې حدیث کې فرمایلي دي؛

یحقرُأحدُکُم صلاتَهُ إلی صلاتهِم و قیامهُ إلی قیامهِم و قرائتَهُ إلی قرائَتِهِم له تاسو هر یو چې خپل لمونځ، عبادت او د قرآن تلاوت یې د هغوی د لمانځه، عبادت او د قرآن د تلاوت پر وړاندې ناڅیز شماري، یَمرَقون مِنَ الدین کما یمرَقُ السَّهمُ من الرّمیه له دین څخه خارجيږي څرنګه چې غشی له لیندۍ څخه خارجیږي، یدعونَ أهلَ الأوتانِ و یقتُلونَ أهلَ الاسلام بت پرستان پریږدي اما مسلمانان وژني، یقرؤن القُرآن لا یجاوِزُ حناجِرَهُم أو تراقیهم هغوی قرآن لوستونکي دي پداسې حال کې چې له حنجرو څخه یې پورته نه ځي، یقرَؤنَ القرآنَ یحسَبُونَ أنَّهُ لَهُم و هُوَ علیهم(روایت مسلم او ابو داود) قرآن لوستونکي دي ګومان یې دا دی چې قرآن یې په ګټه دی په داسې حال کې چې قرآن یې پر ضد دی. پدې حدیث شریف کې څرګندیږي چې په اسلام کې افراطیت ځای نه لري او اسلام د اعتدال دین دی نه د افراطیت، هیڅ مسلمان باید افراط او تفریط ونکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *