تاند- د ناټو سرمنشي ینس ستولتنبرګ وايي، ممکن ناټو په افغانستان کې د خپلو پوځیانو شمېر ډېر کړي.

د ناټو سرمنشي نن /یکشنبه/ د جرمني چاپ ویلت ایم سونتاګ ورځپاڼې ته وویل، تمه ده چې د ناټو ۲۸ هیوادیز تړون تر جون میاشتې پورې په افغانستان کې د خپلو پوځیانود شمېر د زیاتېدا د امکاناتو په اړه پرېکړه وکړي.

د ناټو غړي به افغانستان ته د ځواکونو د لېږلو پر وخت هم بیا کتنه وکړي؛ اوس هر کال د پوځیانو د لېږلو موده تمدیدوي.

ناټو حاضردمه د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې په افغانستان کې ۱۳ زره پوځیان لري خو د افغانستان حالاتو ته په کتو د دې تړون سرمنشي د ځواکونو د زیاتولو په فکر کې دی.

نن /یکشنبه/ د افغانستان د اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار طالبان په افغانستان کې د بهرنیو پوځیانو د حضور د دوام سبب وبلل. د ښاغلي حکمتیار اشاره ظاهراً دې ته وه چې بهرني پوځیان وځي خو که طالبان جګړې ته دوام ورکوي او د ناټو پوځیان مجبوره دي چې د افغانستان د حکومت د ملاتړ لپاره پاتې شي.

د ناټو د غوڅ ماموریت عمومي قوماندان په فبرورۍ میاشت کې د امریکا په کانګریس کې د سوال او ځواب په غونډه کې وویل چې په افغانستان کې زیات شمېر پوځیاو ته اړتیا ده.

د امریکا دفاع وزارت د اضافي سرتئرو د استولو یادونه کړې او پرون /شنبه/ یې د سمندري ځواکونو لومړۍ ۳۰۰ کسیزه جوپه هلمند ته ورسېده.

دا په داسي حال کې ده چې ناټو ځواکونو د ۲۰۱۴ کال په پای کې په افغانستان کې جنګي ماموریت پای ته ورساوه او محدود شمېر پوځیان یې په افغانستان کې پرېښودل چې یوازې افغان ځواکونه وروزي څو افغانستان بیا د ګډوډۍ ښکار نه شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *