ياد کتاب د وينا اړوند اصول او شرايط بيانوي څو له هر چا سره په هر وخت او په هر ځای کې خبرې وکړو. د کتاب ليکوال مشهور امريکايي ژورناليست لاري کينگ دی نوموړی د وينا ټول هغه اصول بيانوي چې په رسمي او غير رسمي چارو کې د هغې رعايت اړين دی همدارنگه ليکوال د دې کتاب لوستل تر ډېره رهبرانو، سياستوالو، مبصرينو، تجارانو، خبريالانو او د پوهنتون استادانو او محصلينو ته توصيه کوي.
ياد کتاب شبير احمد سليمي ژباړلی او اکسوس کتابپلورنځي چاپ کړی دی، مينوال کولای شي دغه کتاب له نوموړی کتاب پلورنځي په مناسبه بيه يې ترلاسه کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *