تاند- له کندهاره ترلاسه شوي راپورونه وايي چې د افغانستان او پاکستان د پوځي پلاوو ترمنځ د سپین بولدک د دوو کلیو پر سر خبرې پرون /شنبې/ بیا ناکامې شوې.

که څه هم د افغانستان دفاع وزارت وايي چې په خبرو کې پاکستان خپله تېروتنه منلې خو پاکستاني رسنۍ وايي چې لانجه حل شوې نه ده.

د پاکستان (دي نیوز) ورځپاڼې وویل چې د سپین بولدک او چمن ترمنځ په دوو کلیو کې د افغان او پاکستاني پوځیانو له شخړې وروسته پرون هم وضعیت ترینګلی و او د پاکستان پوځ او سرحدي ځواک د لقمان او جهانګیر او نورو کلیو اوسېدونکو ته د لوډسپېکرو او پمفلېټونو په وسیله خبر ورکړی چې له کورونو ووځي ځکه چې دوی په دغو سیمو کې عملیات کوي.

د چمن مرستیال کمیشنر قیصرخان وویل چې د سرحدي کلیو اوسېدونکو ته ویل شوي چې خوندي سیمو ته ولېږدي.

ده دا هم ویلي چې د دواړو خواوو په پرونیو خبرو کې پرمختګ ونه شو.

په همدې منځ کې د عوامي نشنل ګوند مشر اسفندیارولي خان ویلي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ ترینګلتیاد  دواړو خواوو پښتنو ته زیان اړوي.

ده د دواړو هیوادونو له حکومتونو غوښتي چې له تاوتریخوالي ډډه وکړي او مسایل د خبرو له لارې حل کړي.

راپورونه وايي چې د دې شخړې له کبله د دغو کلیو یوازې سپین بولدک ته زر کورنۍ بې ځایه شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *