محمدالله شېرزی
د غویي ۱۶ مه
خوست د هېواد په جنوب ختیځ کې پروت ولایت دی، چې ښه امنیت او غوره موسم یې دېته زمینه مساعده، کړي، ترڅو والدین خپل اولادونه ښوونځیو ته ولیږې. د خوست د مرکز په شمول په دوولسو ولسوالیو کې د لسګونه دولتي ښوونځیو ترڅنګ خصوصي لیسې جوړې شوي دي او زده کوونکي په خپله مورنۍ ژبه زده کړو ته پکې دوام ورکوي.
د پوهنې برخه له ګڼو ستونزو سره مله پر مخ ځي، په ډيریو سیمو کې زده کوونکي د ګرم لمر او باد باران سختۍ پر ځان زغمي، ځکه هلته د سرپنا لپاره ورته ودانۍ نه دې جوړې شوي، کتابونه ایله څو ورځې وړاندې ریاست راغلل، خو دلته به کانتینرونو کې څومره شپې ورځې تېروي.
د بېلګې په ډول یې د صبریو ولسوالۍ اړوند خلبیسات لیسه راوړلی شو، چې څو دورې فارغین یې ټولنې ته وړاندې کړي، خو لا هم دومره پناه ځای نلري، چې مدیر یې د لاسلیک لپاره وکاروي. یواځې دا لیسه نده، لسګونه پدې حالت خپل درسي بهیر په نشت امکاناتو پر مخ وړي.
دلته د زده کوونکو مینه تر دې حده ده، چې لا هم شکایت نه کوي، خو اوس یې د ښوونکو د سرپناه په نوم د نمرو د نه ورکړې له وجې په کورونو کې دمه اخیستي. د خوست د مرکز په شمول د شپږو ولسوالیو رسمي ښوونکو د اعتراض په ډول ښوونځي بند کړي، دوی په شته ځایي اداره نیوکه کوي، چې کالونه کالونه یې انتظار کړيدي، چې دوی ته اوسیدو لپاره په نږدې ساحو کې نمرې وویشي،خو په عمل کې هیڅ هم نشته. دوی زیاتوي، چې نوره یې د صبر کاسې ډکې شویدي او خپل اعتراض د ښوونځیو د بندیدیو له لارې شریکوي.
داچې د ۱۳۹۶ ښوونیز کال دویمه میاشت روانه ده، نو یادو شویو ښوونکو د زمري په ۱۶ مه ټول زده کوونکي بې درسه او نا امیده کورونو ته ډک بکسونه او له سلګیو ډګ زړونه ولیږل او ددوی د مهال ویش ډکه ورځ یې یواځې په تش تګ سره ور ډکه کړه.
د پوهنې ریاست چارواکي بې ځوابه دي، ځکه د پاڼ او پړانګ ترمنځ ورځ تېروي، نه ښوونکو ته د نمرو ځمکې تعینولی او ویشلی شي او نه هم د زرګونو زده کوونکو بې درسه پاتې کیدنه ورته د زغم وړ ده. ځکه همدغو زده کوونکو ورته اوونۍ وړاندې د هېواد په سطحه ویاړ ور وبخښه، د اوو زونونو په منځ کې یې لومړی مقام ورته راوړ.
خوست چې یو غوره اقلیم لرونکی ولایت دی، ځمکه یې له زیاته لوړه بیه لري، یوه بیسوه یې لکونه افغانۍ قیمت لري، نو له همدې وجې هر ښوونکی، هر مامور او هر وګړی دا غواړي، چې د یوې نمرې ځمکه ولري.
هغه ښوونکې چې لا تر دې دمه ورته نمرې ندي ویشل شوي، ادعا کوي، چې که حکومت یې غږ وانه وري، د ښوونځیو تړلو ته به دوام ورکړي، ان تر دې چې پخپلو کې یې زرګونه زره افغانۍ جریمې سره تړلي، چې په هیڅ قیمت به ښوونځیو ته نه حاضریږي، که چا سرغړونه وکړه، د نغدي جریمې ترڅنګ به له ورکول کیدونکي نمرې نه هم بې برخې وي.
ایا د ښوونځیو تړل به د ښوونکو دغه ستونزه هواره کړي؟
ایل د زده کوونکو ضایع شوی وخت به دغه ښوونکي ورته جبران کړي؟
ایا ښوونځیو ته د زده کوونکو نه تګ به ددوی پر زده کړو بده اغېزه ونکړي؟
دا هغه پوښتنې دي، چې ځوابول یې وخت ته اړتیا لري.
لیکوال وړاندې لیکي، هرڅومره چې ژر کیږي، ځایي اداره باید دې ستونزې ته حل لاره ولټوي او هغه څه وکړي، چې د زده کوونکو لپاره د ښوونځیو ورونه بېرته پدې کال کې د دویم وار لپاره پرانیستل شي، بې تفاوته پاتې کیدل به د زرګونه زده کوونکو په حق کې جفا وي.